پاکستان غواړي له ټرمپ سره له وخت مخکې اړیکه ونیسي

پاکستان هوډ کړی چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې، له هغه سره د ټیلیفوني خبرو زمینه برابره شي.

پاکستان هوډ کړی چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې، له هغه سره د ټیلیفوني خبرو زمینه برابره شي.
ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د د دغه هېواد د رسمي سرچینو له قوله ویلي، چې لومړی وزیر شهباز شریف غواړي له ډونالډ ټرمپ سره وغږیږي او د مبارکۍ ترڅنګ له نوموړي سره د اړیکویو مستقیم چینل پرانیزي.
سرچینه وايي، په دې موخه به په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ډېر زر د ټرمپ د واک لېږدډلې سره وغږیږي او د امریکا له ولسمشر سره به د شهباز شریف د ټیلیفوني اړیکې غوښتنه ترې وکړي.
ټرمپ د هند او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ له ګڼو مشرانو سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې له بري وروسته ولسمشر جوبایډن د پاکستان له لومړي وزیر سره کله هم خبرې ونه کړې.خو له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې ټرمپ د پاکستان د هغه وخت له لومړي وزیر نواز شریف سره خبرې کړې وې.
ټرمپ په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان له رول نه خوښ نه دی.

د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه د یوې خبرپاڼې له لارې «خپلو والیانو، ولسوالانو او ډلګۍ مشرانو» ته خبرداری ورکړی چې له هغو حکومتي کسانو سره دې اړیکې نه پالي چې یو ځل تسلیم شوي وي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې، که د دوی هر غړي له دغه امر څخه سرغړونه وکړه نو سخته سزا به ورکړي.
د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي مشرتابه د یوې خبرپاڼې له لارې «خپلو والیانو، ولسوالانو او ډلګۍ مشرانو» ته خبرداری ورکړی چې له «تسلیم شویو حکومتي کسانو سره دې اړیکې نه پالي او نه دې له هغوی سره ناستی پاستی کوي.»
ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې دا نه دي ويلي، چې کوم ډول تسلیم شوي حکومتي کسان یادوي خو په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني پولیس او ایف سي عسکر په وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت کې له خپلو دندو لاس په سر شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان دغه ګام داسې مهال اخیستی چې د پاکستاني امنيتي ادارو روانه اونۍ د دغې ډلې پر غړو پر ډیورنډ کرښه د دوو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه وسله وال د افغانستان له لوري پر ډیورنډ کرښه پاکستان ته اوښتل.
خو ټي تي پي د دغو بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي.
پاکستاني امنیتي ادارو تر لسو د زیاتو وسله والو د وژل کېدو او همدومرو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې وژل شوي وسله وال په حافظ ګلبهادر پورې تړلي دي.

د جرمني د حکومت ویاند وويل، چې د دغه هېواد لومړي وزیر اولاف شولتز د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په اړه د برلین پر لېوالتیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو په دې هوکړه وکړه چې اروپا ته د سولې د راتګ لپاره به په ګډه کار کوي.
ښاغلي شولتز په دې اړه خبریالانو ته وویل: «اروپایي اتحادیه باید یوځای ودریږي او په متحد ډول عمل وکړي.»
هغه زیاته کړه چې جرمني له نورو اروپايي حکومتونو او اروپايي ټولنې سره نږدې همغږي لري.

د هسپانیې په ختیځ کې د والنسیا په ایالت کې له مرګونو سیلابونو ۱۲ ورځې وروسته تر اوسه له ۲۲۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۰ کسان لادرکه دي چې لا هم د ورکو کسانو لټون روان دی. دا په یوه پیړۍ کې په یو اروپايي هیواد کې تر ټولو خونړی سیلاب بلل شوی دی.
د رویټرز څېړنې ښیي چې د زیانونو تر ټولو لوړ شمیر په ۱۴ ښارونو پورې اړه لري چې له وړاندې د هسپانیا د چاپیریال ساتنې وزارت له خوا د سیلابونو د لوړ خطر په توګه پیژندل شوي.
دغه سېلاب د زرګونو کورونو د ورانولو تر څنګ لسګونه کسان مړه کړي هم دي.
د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو له مخې اوس مهال شاوخوا ۱۷۰۰ پوځیان په والنسیا سیمه کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
د هسپانیا لومړي وزیر په خپل وروستي ګام کې دغې سیمې ته د لس زره پوځي ځواکونو د استولو امر کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سیستان او بلوچستان په سیرکان سراوان ولسوالۍ کې د دوی اړوند د بسیج سازمان پنځه غړي وژل شوي دي. سپاه پاسداران وايي، سیمې ته یې سرتیري لیږلي او د بریدګرو په لټه کې دي.
بسیج یو نیمه پوځي سازمان دی او د سپاه پاسداران یوه فرعي څانګه بلل کیږي. د سپاه پاسداران د قدس د مرکزي قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر، دغه پېښه "ترهګریزه" وبلله او ویې ویل، چې له برید وروسته یو شمیر ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.
ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د والي له قوله خبر ورکړی، چې د دغه برید ترسره کوونکي «کورني» او «سني» نه دي. په راپور کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې، جیش العدل ډلې په دې سیمه کې د ډېریو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه سني او بلوڅ ډله له کلونو راهیسې د ایران د حکومت پر وړاندې جنګیږي.
تر دې مخکې د لړم په پنځمه نېټه هم جیش العدل په دغه سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ ایراني امنیتي ځواکونه په یو برید کې وژلي وو.
تر برید وروسته ایران د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل ډلې مرکزونه په نښه کړل او اعلان یې وکړ چې د دغه برید عاملین یې وژلي دي.

کيف د یکشنبې په ورځ په ۳۴ بې پيلوټه الوتکو سره پر مسکو بريد وکړ، چې دا د اوکراین د جګړې له پيل راهيسې پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو لوی بريد بلل کېږي. دغه بريدونه د دې لامل شوي، چې مسکو له دريو مهمو هوايي ډګرونو لسګونه الوتنې ودروي.
د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ادارې د یکشنبې په ورځ په دریو ساعتونو کې ۳۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي.
دغه وزارت ويلي: «د روسیې فدراسیون په خاوره کې د کیف رژیم له خوا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو هڅه ناکامه شوه.»
د روسیې د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې د دومودیدوو، شیریمیتیو او ژوکوفسکي هوايي ډګرونو لږ تر لږه ۳۶ الوتنې ځنډولې، خو فعاليت یې بېرته پیل کړی دی.
په مسکو کې یو تن ټپي شوی دی.
مسکو او د ددغه ښار شاوخوا سیمه، د ۲۱ ملیون نفوس په لرلو سره د نړۍ په ګڼ میشتو ښارونو کې شمېرل کیږي.
اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې د تېرې شپې په ترڅ کې ۱۴۵ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته الوځولې دي.
کیف وویل، چې د دوی هوایي دفاعي ادارې ۶۲ بې پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.
اوکراین همدا راز زياتوي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې یې د وسلو پر یوه مرکز برید کړی دی.
مسکو ویلي، چې په سیمه کې یې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د روسیې په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې نا تایید شوې ویډیو ښیي، چې بې پیلوټه الوتکې پر اسمان الوتنې کوي.
د اوکراین په جګړه کې مسکو او کییف دواړه د یو بل پر وړاندې په بریدونو کې بې پیلوټه الوتکې کاروي.
ایران د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې برخې په اکمالولو تورن دی.
