• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: د اقلیم بدلون په ناسته کې دې د اقلیمي بدلون د زیانمنو ټولنو لپاره بېړنی اقدام وشي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۸ GMT+۰

اوچا په اذربایجان کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړني اقدام په اړه ټینګار کړی او وايي، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په کم تولید سربېره هم د اقلیمي بدلون د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

د راپورنو له مخې، افغانستان په دغې ډله کې شپږم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (لړم۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ د شین کوریزو ګازونو له ۰،۱ سلنې څخه په کم تولید سربیره هم د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړۍ د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

اوچا په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په نړۍواله غونډه کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

دغې ادارې وړاندې لیکلي، چې د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۹مه ناسته کې دې د هغو ټولنو لپاره د بیړني اقدام اړتیا ده، چې د تودوخې لوړې درجې، د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی.

بل خوا نن د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلمي بدلون ناسته کیږي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په دغې ناسته کې په لومړي ځل د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د مشر مطیع الحق خالص په ګډون یو پلاوی ګډون کوي.

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون ناستې ته استول شوی پلاوی به یې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړۍوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې د شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلمي بدلون سره د عیارېدو او مبارزې په تړاو خپلې غوښتنې شریکې کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکه: د امریکا راتلوونکی حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰
د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکه: د امریکا راتلوونکی حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي
100%

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي. دوی پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ یکشنبه (د لړم ۲۰مه) په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت او په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي او پر هغوی دې د دوی د ناوړه کړنو له امله هدفمند بندیزونه ولګوي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي او په څرګند ډول له بشري حقونو سرغړونه کوي.

دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم هیڅ ډول ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او باید پیاوړی نه شي.

دغې شبکې په خپله خبرپاڼه له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې: «موږ د بشري حقونو، ښځو او د افغانستان د مظلومو خلکو په اړه اندېښمن یو، له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو کړکېچن او ناوړه وضعیت ته جدي پام وکړئ.»

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو له ډونالډ ټرمپ څخه په پنځو برخو کې غوښتنې کړې دي: «له طالبانو سره د تعامل پالیسي پایته ورسوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړوکړي، په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز جبر سره د مبارزې ملاتړ دې وکړي، د بشردوستانه مرستو د ویش د بهیر نړۍواله څارنهدې وکړي او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړدې وکړي.»

د دغې شبکې غړو ویلي، افغانې میرمنې چې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوې او له جنسیتي تبعیض سره مخ شوې، دوی د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د امریکا راتلوونکی حکومت دې د افغانانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې پخواني مشر له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۳ GMT+۰
د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې پخواني مشر له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې
100%

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر ویلي، چې په دې حساس وخت کې دې، د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په اړه ګډ کار وشي.

د پاکستان (ده نېشن) ورځپاڼې د راپور له مخې، د سارک سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر افتخار علي ملک د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سوېلي اسیا کې د خوښې وړ د سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه کمه ده او دا په ډاګه کوي،‌ چې ۶۷ سلنه پوره ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.

نوموړي ویلي، چې د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ او سوېلي اسيا تر منځ د نښلوونکي او د ځمکني پل په توګه د افغانستان رول بايد په اوسنيو شرايطو کې وڅېړل شي، چې د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختيا تمرکز وشي.

ښاغلي افتخار علي ملک وویل، چې نن هم د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان تېلو او ګارزو ته په مستقیمه توګه د لاسرسي په لرلو سره افغانستان د سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د یوې ګټورې دروازې په توګه کڼل کیږي.

هغه وویل، غوره سوداګریزې اړیکې به د اقتصادي په وده کې مرسته وکړي او په سیمه کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې به د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

افتخار ملک وايي، پاکستان له ایران او چین وروسته د افغانستان درېیم لوی سوداګریز ملګری دی، چې سمنټ، د درملو تولید، سلفر، ډبره، پلسټر، میوه، سبزیجات، غوړي او خوراکي توکي تولیدوي او د افغانستان صادرات غالۍ دي، چې د ټولو صادراتو ۴۵ سلنه جوړي، په داسې حال کې چې د وچې میوې صادارت یې ۳۱ سلنه او درملي بوټو صادارت یې ۱۲ سلنه جوړوي.

د سارک سازمان پخوانی مشر داسې مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا خبره کوي چې په دې وروستیو کې یوه هندي پلاوې کابل ته سفر کړی او له افغانستان سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې یې کړې او په دې برخه کې یې د هندوستان د هر ډول چمتوالي ډاډ ورکړی.

طالبانو د سیګار هغه راپور رد کړ چې ویلي یې و، د امربالمعروف قانون د ښځو ازادۍ ترې اخیستي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۰
طالبانو د سیګار هغه راپور رد کړ چې ویلي یې و، د امربالمعروف قانون د ښځو ازادۍ ترې اخیستي
100%

د طالبانو د امربامعروف وزارت ویاند د سیګار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې و، د امربالمعروف نوي قانون له افغانو ښځو او نجونو د هغوی ازادۍ اخیستې دي. سیګار په خپل وروستي راپور کې دغه قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر تېره شپه ناوخته په ایکس پاڼه د سیګار هغه راپور رد کړ، چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹مه یې خپور کړی او په کې راغلي و چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون مادې د ښځو د ازادیو د سلب کولو لپاره جوړي شوې او د ښځو ډیرې ازادۍ ددغه وزارت د محتسبانو له لوري ترې اخیستل شوې دي.

‏دغه طالب ویاند وايي، چې «سیګار د تېر په څرې په خپل راپور کې هغه مواد را اخیستي چې دوی یې له وخته عادت لري.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې چې په ۱۳۵ مخونو او شپږو فصلونو کې خپور شوی، ګڼو برخو ته اشاره کړې.

په دغه راپور کې د سیګار ادارې مشرجان سپکو له شاوخوا شپاړلس کلن فعالیت وروسته په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو بندېدو خبر ورکړی.

د سیګار په دغه راپور کې د افغانانو او په تېره بیا د ښځو په برخه کې د امربالمعروف وزارت وروستی قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې او په وینا یې، ورسره د عامو افغانانو په شخصي ژوند کې لاسوهنه او څارنه لا زیات شوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته، طالبانو په تېره اګسټ میاشت کې د خپل فرمان په خپرولو سره له بشري حقونو په ښکاره ډول سرغړونه کړې او د پخوا پرتله یې د افغانانو په عامه او شخصي ژوند کې ستونزې ډېرې کړې دي.»

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره سیګار په ۲۰۰۸ زېږدیز کال د امریکا د کانګرېس له تایید وروسته رامنځته شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په چوکات کې فعالیت کوي او د دغو وزارتونو تر څنګ کانګرېس ته هم ځواب ویوونکې او په افغانستان کې د امریکا د بېلابېلو ادارو او وزارتونو له خوا ترسره شوې مرستې څاري او په تړاو یې میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی راپور چمتو او کانګرېس ته وړاندې کوي.

ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې د طالبانو ایډیالوژي به په ټولې نړۍ کې خپره شي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۱ GMT+۰
ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې د طالبانو ایډیالوژي به په ټولې نړۍ کې خپره شي
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې خبرداری ورکړی چې د طالبانو نظریه یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې پاکستان او د نړۍ نورو برخو ته هم غځېدلې ده. ملالې یوسفزۍ د برېتانیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دا نظریه ځکه خپرېږي چې نړۍ یې په وړاندې ګام نه اخلي.

اغلې یوسفزۍ له دې ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، ټینګار وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانې ښځې له "جنستي توپیر" سره مخ دي.

هغې وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو منعه دي.»

يوسفزۍ د افغان ښځو د کار او زده کړې د حق په اړه وويل: «افغانې ښځې ملاتړ ته اړتيا لري، مساوي حقونو ته اړتيا لري او زه وايم چې د ښځو حقونه په خطر کې دي.»

نوموړې زیاته کړه: «زما لومړیتوب د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار حق دی چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. که موږ په افغانستان کې د ښځو لپاره ګامونه پورته نه کړو، موږ به د جنسیتي توپیر د دوام شاهدان واوسو.»

د بشري حقونو دغې فعالې له افغانستانه بهر د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د طالبانو ایډیالوژي یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، په پاکستان کې خپره شوې او موږ د نړۍ په نورو برخو کې هم د دې نظریې د زیاتوالي شاهدان یو.»

هغې خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونو ته د طالبانو "ځواب نه ویل" د دې لامل شوی چې دغه ډله د خپلو چلندونو د پایلو له وېرې پرته پر ښځو ظلمونو ته دوام ورکړي.

یوسفزۍ پرون له سکای نیوز سره په مرکه کې هم د افغان ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه وکړه.

ملالې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته په اشارې سره وویل، «موږ زړورو مشرانو ته اړتیا لرو چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د حقونو څخه ملاتړ وکړي.»

د هسپانیا په ختیځ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۲۲۰ تنو واوښت

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۱ GMT+۰
د هسپانیا په ختیځ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۲۲۰ تنو واوښت
100%

د هسپانیې په ختیځ کې د والنسیا په ایالت کې له مرګونو سیلابونو ۱۲ ورځې وروسته تر اوسه له ۲۲۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۰ کسان لادرکه دي چې لا هم د ورکو کسانو لټون روان دی. دا په یوه پیړۍ کې په یو اروپايي هیواد کې تر ټولو خونړی سیلاب بلل شوی دی.

د رویټرز څېړنې ښیي چې د زیانونو تر ټولو لوړ شمیر په ۱۴ ښارونو پورې اړه لري چې له وړاندې د هسپانیا د چاپیریال ساتنې وزارت له خوا د سیلابونو د لوړ خطر په توګه پیژندل شوي.

دغه سېلاب د زرګونو کورونو د ورانولو تر څنګ لسګونه کسان مړه کړي هم دي.

د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو له مخې اوس مهال شاوخوا ۱۷۰۰ پوځیان په والنسیا سیمه کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

د هسپانیا لومړي وزیر په خپل وروستي ګام کې دغې سیمې ته د لس زره پوځي ځواکونو د استولو امر کړی دی.