• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سیګار هغه راپور رد کړ چې ویلي یې و، د امربالمعروف قانون د ښځو ازادۍ ترې اخیستي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د امربامعروف وزارت ویاند د سیګار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې و، د امربالمعروف نوي قانون له افغانو ښځو او نجونو د هغوی ازادۍ اخیستې دي. سیګار په خپل وروستي راپور کې دغه قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر تېره شپه ناوخته په ایکس پاڼه د سیګار هغه راپور رد کړ، چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹مه یې خپور کړی او په کې راغلي و چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون مادې د ښځو د ازادیو د سلب کولو لپاره جوړي شوې او د ښځو ډیرې ازادۍ ددغه وزارت د محتسبانو له لوري ترې اخیستل شوې دي.

‏دغه طالب ویاند وايي، چې «سیګار د تېر په څرې په خپل راپور کې هغه مواد را اخیستي چې دوی یې له وخته عادت لري.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې چې په ۱۳۵ مخونو او شپږو فصلونو کې خپور شوی، ګڼو برخو ته اشاره کړې.

په دغه راپور کې د سیګار ادارې مشرجان سپکو له شاوخوا شپاړلس کلن فعالیت وروسته په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو بندېدو خبر ورکړی.

د سیګار په دغه راپور کې د افغانانو او په تېره بیا د ښځو په برخه کې د امربالمعروف وزارت وروستی قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې او په وینا یې، ورسره د عامو افغانانو په شخصي ژوند کې لاسوهنه او څارنه لا زیات شوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته، طالبانو په تېره اګسټ میاشت کې د خپل فرمان په خپرولو سره له بشري حقونو په ښکاره ډول سرغړونه کړې او د پخوا پرتله یې د افغانانو په عامه او شخصي ژوند کې ستونزې ډېرې کړې دي.»

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره سیګار په ۲۰۰۸ زېږدیز کال د امریکا د کانګرېس له تایید وروسته رامنځته شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په چوکات کې فعالیت کوي او د دغو وزارتونو تر څنګ کانګرېس ته هم ځواب ویوونکې او په افغانستان کې د امریکا د بېلابېلو ادارو او وزارتونو له خوا ترسره شوې مرستې څاري او په تړاو یې میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی راپور چمتو او کانګرېس ته وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې د طالبانو ایډیالوژي به په ټولې نړۍ کې خپره شي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې خبرداری ورکړی چې د طالبانو نظریه یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې پاکستان او د نړۍ نورو برخو ته هم غځېدلې ده. ملالې یوسفزۍ د برېتانیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دا نظریه ځکه خپرېږي چې نړۍ یې په وړاندې ګام نه اخلي.

اغلې یوسفزۍ له دې ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، ټینګار وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانې ښځې له "جنستي توپیر" سره مخ دي.

هغې وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو منعه دي.»

يوسفزۍ د افغان ښځو د کار او زده کړې د حق په اړه وويل: «افغانې ښځې ملاتړ ته اړتيا لري، مساوي حقونو ته اړتيا لري او زه وايم چې د ښځو حقونه په خطر کې دي.»

نوموړې زیاته کړه: «زما لومړیتوب د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار حق دی چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی. که موږ په افغانستان کې د ښځو لپاره ګامونه پورته نه کړو، موږ به د جنسیتي توپیر د دوام شاهدان واوسو.»

د بشري حقونو دغې فعالې له افغانستانه بهر د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د طالبانو ایډیالوژي یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، په پاکستان کې خپره شوې او موږ د نړۍ په نورو برخو کې هم د دې نظریې د زیاتوالي شاهدان یو.»

هغې خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونو ته د طالبانو "ځواب نه ویل" د دې لامل شوی چې دغه ډله د خپلو چلندونو د پایلو له وېرې پرته پر ښځو ظلمونو ته دوام ورکړي.

یوسفزۍ پرون له سکای نیوز سره په مرکه کې هم د افغان ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه وکړه.

ملالې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته په اشارې سره وویل، «موږ زړورو مشرانو ته اړتیا لرو چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د حقونو څخه ملاتړ وکړي.»

یوې پخوانۍ امریکايي زندانۍ د متحده ایالاتو په یوه محکمه کې د طالبانو پر ضد شکایت کړې

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

د کتلین کولمن په نوم یوې امریکايي میرمنې چې پنځه کاله د طالبانو او حقاني شبکې په بند کې وه، د پنسلوانیا په یوه محکمه کې یې د طالبانو پر ضد شکایت وکړ. د دې شکایت موخه د دوه ترهګرو ډلو په توګه ځواب ویلو ته د حقاني شبکې او طالبان اړ کول دي.

کولمن او خاوند یې چې وروسته سره جلا شوي، په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو. هغه د زندان پر مهال د اوو میاشتو میندواره وه. دا کورنۍ د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې په یوه سرحدي سیمه کې له یوې نښتې وروسته د پاکستاني ځواکونو له خوا د طالبانو له منګولو وژغورل شوه.

د ماتلي رایس حقوقي شرکت، چې د کولمن کورنۍ استازیتوب کوي، یو شکایت یې چمتو کړی او په دې اونۍ کې یې په پنسلوانیا کې یوې محکمې ته وړاندې کړ. دغه شرکت د جمعې په ورځ (د لړم په ١٨مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کولمن د کورنۍ په شکايت کې، د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د نړيوال تروريزم، وهلو او ټکولو، غير قانوني بندي کولو او سخت رواني فشارونو په اړه تورونه وړاندې شوي دي.

امریکا، د حقاني شبکه او طالبان د تروریستي ډلو په توګه پیژني. د کولمن شکایت هم د امریکا د تروریزم ضد قانون په اساس چمتو شوی دی.

د موتلي رایس شرکت وکیل، مایکل الزنر، د دغه بند د روحي او جسمي اثارو په اړه ویلی: "د کتلین ژوند به هیڅکله بیرته عادي حالت را ونه ګرځي. د بند د دغې تجربې پایلې به نه یوازې د هغې سره، بلکې د هغې د ماشومانو سره هم چې د بند په موده کې زیږیدلي، د ټول عمر ملګري وي.‌"

مېرمن کولمن په زندان کې درې ماشومان زېږولي وو.

په شکایت کې راغلي چې د کولمن کورنۍ د پنځه کلن بند په موده کې له سختو فزیکي، رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ وه او د انزوا سربیره پرله پسې توګه ځورول شوي او ډارول شوي دي. په دغه اعلامیه کې راغلي: "حقاني شبکې او طالبانو دغه کورنۍ د امريکا په ګډون پر نورو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره د يوې وسيلې په توګه کارولې."

دغه شکایت د کتلین د مور لینډا کولمن په استازیتوب هم وړاندې شوی، چې د خپلې لور او لمسیانو د بیرته خوشې کولو هڅه یې نه وه کړې.

په خبرپاڼه کې د لینډا له قوله ویل شوي: "زما لپاره زما د لور او لمسیانو خوندي راستنیدو څخه هیڅ شی ډیر قیمتي ندي. د اندیښنې او ناخبرۍ کلونه زما او زما د کورنۍ لپاره یو ورځنی بده تجربه وه."

په دې قضیه کې د مخکښې مدعی په توګه، کولمن وايي، چې د هغې هدف د خپلو ماشومانو او ځان د ورکو شوو کلونو لپاره عدالت ترلاسه کول دي. هغې ټینګار وکړ، چې د امریکایانو یرغمل کول د ترهګرۍ یوه بڼه ده چې باید د هغو ډلو لپاره جدي پایلې ولري چې دا وکړي یې تښتولي دي.

هغې څرګنده کړه: "که دغه جنایتکاره او غیر انساني کړنې د هغوی لپاره پایلې ونه لري، دا د نورو ترهګرو لپاره د هڅونې په توګه ګڼل کیدی شي چې د امریکایانو په وړاندې دا عمل تکرار کړي."

د طالبانو امربالمعروف وزارت: ښځې باید په ټولنه کې یو له بل سره تعامل وکړي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې ښځې باید په ټولنه کې له یو بل سره تعامل وکړي او دا چې په خپل منځ کې په خبرو کې پر هغوی بندیز نشته.

خیبر، د شنبې په ورځ (د لړم ۱۹ مه) نېته فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي: «یوه ښځه له بلې ښځې سره خبرې کولی شي، ښځې باید په ټولنه کې یو له بل سره تعامل وکړي او دوی خپلې خاصي اړتیاوې لري.»

په دې وروستیو اونیو کې ځینو رسنیو د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ته منسوب یو ږغیز پیغام خپور کړی، چې هغه ښځې له یو بل سره له خبرو منع کړي دي.

دغه ږغ، چې د اېکس پر خواله رسنۍ خپور شوی، په کې ویل شوي: « ښځې نشي کولی په لوړ غږ تلاوت وکړي او سندرې ووايي. کله، چې بالغه ښځه لمونځ کوي، بله بالغه خور د هغې مخې ته تیریږي، هغې ته اجازه نشته، چې سبحان الله او الحمدلله ووایي. کله چې د تکبیر ویلو اجازه نه وي، نو څنګه سندرې ویلای شي؟.»

خو د محمد خالد حنفي ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د ښاغلي حنفي دا څرګندونې د «استثنايي قضیو» سره تړاو لري او هغه دا خبرې د ځانګړو شرایطو لکه د عبادت د وخت او د ښځو د لمانځه په اړه کړې دي.

د خیبر په وینا خالد حنفي له ښځو غوښتي، چې د لمانځه پر مهال په لوړ غږ خبرې ونه کړي او له نورو ښځو سره د خبرو لپاره د لاس له اشارو څخه کار واخلي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له ستنېدو را وروسته د هرې ورځې په تیریدو سره، د ښځو پر کار، ژوند او زده کړو محدودیتونه زیات کړي دي.

ډیری سازمانونو او د بشري حقونو فعالانو طالبان له ټولنې څخه د ښځو د ګوښه کولو له امله دوی په «جنسيتي توپیر» تورن کړي او په افغانستان کې یې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو غوښتنه کړې.

د طالبانو د ښځو ضد تګلارې له مخې له شپږم ټولګي څخه پورته ښځې او نجونې له زده کړو منع دي او په ورته وخت کې په نادولتي موسسو او ګڼو دولتي ادارو او ټولنيزو ډګرونو کې د کار کولو له حقه هم بې برخې دي.

ښځو ته له محرم پرته د کوره له وتلو او پارکونو ته د تللو اجازه هم نه ورکول کیږي.

په کندهار کې امربالمعروف هوټلونو ته ویلي، چې کارکوونکي یې باید د دریشي له اغوستو ډډه وکړي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې په ورځ ويلي، چې د طالبانو امربالمعروف او استخباراتو د هوټلونو مسولينو ته خبردارۍ ورکړی، چې کار کوونکې يې باید د دريشي له اغوستو ډډه وکړي.

طالبانو د هوټلونو له کارکوونکو هم غوښتي، چې «ظاهرې بڼه یې بايد پر شریعت» برابره وي.

د کندهار له ښار څخه د بيلابیلو هوټلونو مسولينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو په همدې اونۍ کې څو ځله هوټلونو ته ورغلي او له هغوی يې غوښتي، چې « کارکوونکي یې باید کالي واغوندي.»

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د همدې موضوع د تعقيب لپاره د بيلابیلو هوټلونو له مسولنیو سره خبري کړي او هغوی هم دغه خبره تایيد کړې ده.

طالبان د کندهار ښار د ټولو رسټورانټونو او د ودونو هوټلونو له مسولينو څخه ژمنه اخیستې چې کارکوونکې به یې د دریشي له اغوستو ډډه کوي.‌

د هوټلونو مسوولين او کارکوونکي، چې نه غواړي نومونه او ادرسونه يې خپاره شي وايي، چې د امربالمعروف محتسبانو له دوی غوښتي، چې «لمونځ ته پر وخت حاضر شي او ټول ږيري پریږدي.»

د ډېرو رسټورانټونو او هوټلونو کارکوونکي یو ډول دريشي په دې خاطر اغوندي، چې د دوی په خبره د مشتري او کارکوونکي توپير وشي.

د کندهار د یو رسټورانټ یو کارکوونکي په یو پیغام کې ويلي: «حيران يو څه وکړو، یو څه نه یو څه ته یې پام شي، دا خو هيڅ جدي موضوع نه ده، چې طالبان پرې ټينګار کوي.»

د کندهار ترڅنګ په ډېرو ولایتونو کې عام خلک د طالبانو له پرپسې بنديزونو شکایت کوي او پر طالبانو نيوکه کوي، چې ټولنيز لومړيتوبونه يې هير کړي او پر کوچينو مسايلو خلک تنګوي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دې بنديز په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د نورو ورته بنديزونو پر مهال يې ويلي، چې په ټولنه کې د «شريعت په عملي کولو سره اصلاح» راولي.

ناټو پوځي کمېټې رییس: د اوکراین او افغانستان جګړه فرق کوي ځکه طالبانو اتومي وسلې نه درلودې

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د ناټو د پوځي کمېټې ییس وايي چې که روسیې اتومي وسلې نه درلودای، د دغه سازمان ځواکونه به اوس له روسیې سره په اوکراین کې په جګړه بوخت وای.

سمندر مشر راب باویر د چک جمهوریت په پلازمېنه کې پراګ کې له یوې دفاعي غونډې وروسته وویل « پوره ډاډه یم چې که روسیې اتومي وسلې نه درلودای، موږ به په اوکراین کې وای او هغوی به مو اېستلي وای».

روسیه تر متحده ایالتونو وروسته داتومي وسلو تر ټولو سترې زېرمې لري.

د امریکا او مسکو اتومي زیرمې د نړۍد اتومی وسلو شاوخوا ۹۰ سلنه برخه جوړوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال په مارچ میاشت کې وویل، چې مسکو له پوځي اړخه سمبال او اتومي جګړې لپاره چمتو دی.

د نیوزویک د رپوټ له مخې، باویر د افغانستان او اوکراین د جګړې پرتلنه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان کې [د ناټو] جګړه له اوکراین [روسیې له جګړې] سره توپیر کوي، ځکه طالبانو هلته اتومي وسلې نه درلودې.

د ناټو دغه جګپوړي قوماندان په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ احتمالي پلانونو ته په اشارې وايي، « زه نه غواړم د ټرمپ د نوې ادارې د وړاندیزونو په اړه خبرې وکړم، مهمه داده چې د هغه د ویل شویو خبرو پر بنسټ نتیجه ګیري ونه کړو».

په پراګ کې دغه دفاعي درې ورځنۍ ناسته «د ستراتیژیکو څیړنو» د نړیوالې موسسې په کوربه توب جوړه شوې ده.