امریکا: د سوریې په دوو سیمو کې د ایران د حکومت پر اړوندو ۹ هدفونو بریدونه شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوریې په دوو سیمو کې یې د ایران د حکومت پورې تړلو ۹ هدفونو باندې بریدونه کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوریې په دوو سیمو کې یې د ایران د حکومت پورې تړلو ۹ هدفونو باندې بریدونه کړي دي.
دسینټکام په وینا، دا بریدونه به د ایران له حکومت سره د تړلو ډلو وړتیا کمه کړي. دغه ډلې، په سیمه کې د داعش ضد عملیاتو لپاره د میشتو امریکايي او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل ایریک کوریلا وویل: "زموږ پیغام روښانه دی. په سیمه کې د امریکايي ځواکونو او ایتلافي ملګرو پر ضد بریدونه به ونه زغمل شي. موږ به هر هغه اقدام ته دوام ورکړو چې د خپلو ځواکونو او زموږ د ایتلافي همکارانو د امنیت لپاره اړین وي، او موږ به بې پروا بریدونو ته ځواب ووایو."


د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ به د سه شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وګوري.
د امریکا د کانګریس له دوو جمهوري غوښتونکو غړو الیز سټفانیک او لیندسي ګراهام سره لیدنې هم د هرتزوګ په کاري سفر کې پلان شوي دي.
سټفانیک او ګراهام په متحده ایالاتو کې د اسراییلو سرسخت ملاتړي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې په څنډه کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "په غزه کې د جګړې بندول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي."
بن فرحان د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې د فلسطین د دولت جوړیدل یو اساسی هدف دی او ویې ویل، چې مونږ باید نړۍوالې ټولنې ته اجازه ورنکړو چې دغه حقیقت هیر کړی او وغواړي چې د اسراییلو جنایتونو وبخښي.
د بن فرحان په وینا، عربي هیوادونه به په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړي او د امنیت شورا څخه به وغواړي چې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په ګډون د ډله ییزې وژنې او توکمیز پاکونې په اړه د څیړنو یوه خپلواکه کمیټه جوړه کړي.
تر دې مخکې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسراییل له "نسل وژنې" سره په کلکه مخالفت کړی و، چې د ده په وینا، اسراییل یې د فلسطینیانو پر ضد ترسره کوي او همدارنګه د لبنان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه کوي.

د کرملین ویاند له ولادیمیر پوتین سره د ډونالډ ټرمپ د خبرو په اړه راپورونه « یوازې افسانوي» بللې او رد کړي یې دي. دیمیتري پیسکوف ویلي، پوتین له ټرمپ سره د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه لري.
تر دې وړاندي واشنګټن پوست راپور ورکړی و، چې ټرمپ له پوتین څخه په ټليفوني خبرو کې غوښتي، چې د اوکراین جګړه نوره پراخه نه کړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا راپورونه «په بشپړ ډول دروغ» او «یوازې افسانوي» دي او د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.
پیسکوف وویل: «دا د معلوماتو د کیفیت تر ټولو ښکاره بیلګه ده، چې اوس ځینې وختونه ان په نسبتا معتبر رسنيو کې خپریږي.»
د کرملین ویاند ویلي دي، چې اوس مهال له ټرمپ سره د پوتین د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه شته.
واشنګټن پوسټ لومړی راپور ورکړ، چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټاکنو کې د ډيموکراټې سيالې کامالاهرېس په وړاندي له بريا څو ورځي وروسته په فلوریډا کې له مار- ا - لاګو څخه پوتین ته ټیلیفون کړی.
دې ورځپاڼې د څو سرچینو په حواله، چې له دې ټلیفوني خبرو څخه خبر و راپور ورکړی، چې ټرمپ پوتین ته په اروپا کې د امریکا د پوځ د پام وړ حضور یادونه کړې ده.
دوی ويلي، چې هغه د «اوکرایین د جګړې د ژر حل» په اړه د نورو خبرو اترو لپاره هم لیوالتیا ښودلې.
رویټرز خبري اژانس د خپلو هغو ځينو سرچینو په حواله، چې نه غواړی هویت يې څرګند شي، هم تایيد کړې، چې دا ټیلیفوني خبرې شوي دي.
د ټرمپ د عامه اړيکو مشر سټیون چونګ دا ټیلیفوني تماس نه دی تایيد کړی او د فرانسې خبري اژانس ته یې په يو لیکلي پیغام کې ويلي، چې «موږ د ولسمشر ټرمپ او د نړۍ د نورو مشرانو ترمنځ د شخصي ټیلیفونونو پر تماسونو باندې تبصره نه کوو.»

د افغانستان انټرنشنل – پښتو له خوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي، ۲۴ سلنه بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي، ۸ سلنه باور لري چې ټرمپ به مرستې بندې کړي او ۱۷ سلنه بیا په دې اړه نظر نه لري.
دغه نظرپوښتنه چې په پرلیکه بڼه د فیسبوک او اېکس پر مټ ترسره شوې پکې ۱۵۵۹ ګډونوالو برخه اخیستې ده، چې د نظرپوښتنې اساسي څلور پوښتنې یې ځواب کړې دي.
دا نظرپوښتنه د افغانستان په اوسني وضعیت کې له طالبانو سره د ټرمپ د نوې راتلونکې ادارې د تعامل، فشار راوړلو، مرستې بندولو او بې پرې پاتې کېدو په اړه د خلکو نظرونه راټولوي.
د اېکس او فیسبوک نظرپوښتنې د افغانستان د حالاتو او د طالبانو په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه ښیي او په ګډه دا پایلې د ټولنیزو او سیاسي تمایلاتو د پوهېدو لپاره کارول کېږي.

۱. پر طالبانو فشار راوړل
•د اېکس نظرپوښتنه: ۶۲ کسانو (۱۹%) د دې نظریې ملاتړ کړی چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.
•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۳۰۸ کسان (۲۵%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.
•د دواړو ګډې پایلې: ۳۷۰ کسان (۲۴%) پر دې باور دي چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.
۲. له طالبانو سره تعامل کول
•د اېکس نظرپوښتنه: ۱۵۷ کسان (۴۸%) باور لري چې ټرمپ له طالبانو سره تعامل کوي.
•د فیسبوک نظرپوښتنه: د دې نظریې ملاتړ بیا پر فیسبوک لا زیات شوی او ۶۴۰ کسانو (۵۲%) باور ښودلی چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي.
• د دواړو ګډې پایلې: ۷۹۷ کسان (۵۱%) په مجموعي توګه په دې باور لري چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي.
۳. پر طالبانو مرستې بندول
•د اېکس نظرپوښتنه: ۴۳ کسان (۱۳%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.
•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۸۶ کسان (۷%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.
•د دواړو ګډې پایلې: ۱۲۹ کسان (۸%) په دې باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.
۴. نظر نه لرم
•د اېکس نظرپوښتنه: ۶۶ کسان (۲۰%) د موضوع په اړه بې پرې پاتې شوي او نظر یې نه دی ورکړی.
•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۱۹۷ کسان (۱۶%) تاییدوي چې د موضوع په اړه هېڅ نظر نه لري.
•د دواړو ګډې پایلې: ۲۶۳ کسان (۱۷%) په دې موضوع کې بې پرې پاتې شوي دي.

تحلیل او پایله
د اېکس او فیسبوک د نظرپوښتنې ګډ تحلیل ښيي چې زیاتره ګډونوال (۵۱%) باور لري چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل وکړي. د دې نظریې ملاتړ د دواړو نظرپوښتنو په پایلو کې له ۵۰% څخه لوړ دی، چې ښيي د نظرپوښتنو ګډونوال باور لري، ټرمپ به له طالبانو سره تعامل وکړي.
دویمه برخه خلک بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي او دا ډله خلک د مجموعي ګډونوالو ۲۴ سلنه جوړوي.
درېیمه ډله ګډونوال بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو د امریکا مرستې بندې کړي او د دې باور لرونکي خلک د نظرپوښتنې ۸ سلنه جوړوي.
څلورمه ډله ګډونوال چې اندازه یې یو څه لوړه ده بیا د اړوندې موضوع په اړه هېڅ نظر نه لري او دا د ګډونوالو ۱۷سلنه جوړوي.

پاکستان هوډ کړی چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې، له هغه سره د ټیلیفوني خبرو زمینه برابره شي.
ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د د دغه هېواد د رسمي سرچینو له قوله ویلي، چې لومړی وزیر شهباز شریف غواړي له ډونالډ ټرمپ سره وغږیږي او د مبارکۍ ترڅنګ له نوموړي سره د اړیکویو مستقیم چینل پرانیزي.
سرچینه وايي، په دې موخه به په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ډېر زر د ټرمپ د واک لېږدډلې سره وغږیږي او د امریکا له ولسمشر سره به د شهباز شریف د ټیلیفوني اړیکې غوښتنه ترې وکړي.
ټرمپ د هند او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ له ګڼو مشرانو سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې له بري وروسته ولسمشر جوبایډن د پاکستان له لومړي وزیر سره کله هم خبرې ونه کړې.خو له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې ټرمپ د پاکستان د هغه وخت له لومړي وزیر نواز شریف سره خبرې کړې وې.
ټرمپ په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان له رول نه خوښ نه دی.