ایراني رسنۍ: د دوغارون له پولې ۲۳زره بې اسناده کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي

د ایران تسنیم خبري اژانس د انقلاب تایباد لوی څارنوال له قوله راپور ورکړی، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.