د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه له پاکستان سره خبرې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وايي، تمه کېږي، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې امنه بلوچ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.





