• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په غزه کې د بشریت ضد جنایتونو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ ردوي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۸ GMT+۰

اسراییل وايي، چې د غزې په تړانګه کې د دوی له خوا د خلکو د جبري بې ځایه کولو او د "بشریت ضد جرمونو" د ترسره کولو په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ واقعیت نه لري.‌

په دې اړه د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اورن مارمورشتاین پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «په غزه کې د اسراییلو د چلند په اړه د بشري حقونو د څار ادارې څرګندونې په بشپړه توګه دروغ او له واقعیته لرې دي».

هغه زیاته کړه، چې د دغه سازمان د ادعاوو پر خلاف، د اسراییلو کوشش یوازې د حماس د ترهګریزو وړتیاوو له منځه وړل و، او د غزې خلک یې نه دي په نښه کړي.

مارمورشتاین، حماس تورن کړ چې له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي او ټینګار یې وکړ: “اسراییل به د جګړې له قوانینو سره سم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې په خواله رسنیو کې په وار وار خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې اسراییلو په قصدي ډول ملکي خلک په نښه کړي، ماشومان یې وژلي او په روغتونونو یې بریدونه کړي. د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د اسراییل په بمباریو کې د وژل شوو کسانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ککړه هوا؛ د پاکستان لومړي وزیر پر خلکو غږی کړی چې د باران لپاره استسقا لمونځونه وکړي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر په دغه هېواد کې د هوا ککړتیا د مخنیوي او ورښتونو لپاره له دیني عالمانو او خلکو غوښتنه کړې، چې د استسقا لمونځونه وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له ورښتونو سره به د چاپیریال ککړتیا کمه شي او د ناروغیو په مخنیوي کې به مرستندوی تمام شي.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړي د مرکز او ایالتونو له ټولو دیني عالمانو او جوماتونو غوښتنه کړې چې د استقا لمونځونو لپاره تیاری ونیسي، ځکه دده په وینا، په اوسني حالت کې د رحمت ورښت ته اړتیا ده.

د پنجاب د اوقافو ادارې تر مشرۍ لاندې، ددغه ایالت په یو شمېر جوماتونو کې نن د استسقا لمونځونه شوي دي.

د دغه ایالت د اوقافو ادارې ویلي، چې د جمعې په ورځ به د ایالت په ټولو جوماتونو کې د استسقا لمونځونه وشي.

پاکستان په دې وروستیو کې د هوا د ککړتیا له امله د نړۍ په ککړچاپیریاله هېوادونو کې ګڼل شوی.

ناڅرګندو وسله والو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جماعت اسلامي ګوند سیمه ییز مشر وژلی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ اړوند عنایت کلا بازار ته نږدې د جماعت اسلامي ګوند یو محلي مسوول حمید صوفي وژلی دی.

د باجوړ پولیس وايي، چې نوموړي له برید وروسته سملاسي سا ور کړې ده.

نوموړی د ماښام له لمانځه وروسته کور ته د تګ پرمهال موټرسایکل سپرو وسله والو وژلی.

د جماعت اسلامي ګوند مخکیني سناتور او سیاستوال مشتاق احمدخان ددې پېښې په غبرګون کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او څارګرو ادارو نیوکه کړې چې ددوی په شته والي کې ترهګرې ډلې عملیات کوي.

نوموړي له ایالتي حکومت نه د وژونکو د زر نیولو غوښتنه کړې ده.

په ایران کې یو کس چې د جنسي تېري په شاو خوا ۲۰۰ قضیو محکوم شوی و، اعدام شو

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۳ GMT+۰

ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ؛ هغه سړی چې په تېرو دوو لسیزو کې په لسګونو جنسي تېریو تورن و، په عام محضر کې اعدام شو. محمد علي سلامت د ایران د سترې محکمې له خوا د اعدام له سزا وروسته په دار وځړول شو.

د ایران دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې سلامت د سې شنبه په شین سهار د همدان ښار په لویدیځ کې په یوې هدېره کې په دار وځړول شو.

شاوخوا دوه سوو ښځو دغه ۴۳ کلن سړی چې په همدان کې د یوه درملتون او د یوه ورزشي کلب خاوند و، په جنسي تېري تورن کړی و.

ویل کېږي، چې هغه په ​​تېرو شلو کلونو کې دا "جنایات" ترسره کړي دي.

د دغه راپور له مخې، په ډېرو مواردو کې سلامت د واده له وړاندیز یا هم د لیدلو وروسته پر خپلو قربانیانو جنسي تېری کړی دی.

ویل کېږي، چې نوموړي ځینو ښځو ته د جنین د سقط ګولۍ هم ورکولې، چې په ایران کې ناقانونه دي.

د دغه راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د سلامت له نیول کېدو وروسته په سلګونه کسان د همدان ښار په محکمه کې راغونډ شول او هغه ته یې د مرګ د سزا غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سپټمبر په میاشت کې وویل، چې ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کیږي.

په ایران کې د اعدامونو په شمېر کې زیاتوالي د بشري حقونو د ډلو اعتراضونه راپارولي دي.

جنسي تېری یو له هغو جرمونو څخه دی، چې په ایران کې د مرګ سزا لري.

په ۲۰۰۵ کال کې ایران یو ۲۴ کلن سړی په عام محضر کې اعدام کړ، چې په شلو ماشومانو یې جنسي تېری کړی و.

په ۱۹۹۷ کې، چارواکو په تهران کې یو ۲۸ کلن سړی د نهو ښځو او نجونو د تښتولو، جنسي تېري او وژلو په تور اعدام کړ.

خُرم: اسراییل د نړۍ د سترګو په وړاندې ښیي چې یو ملت په بمب، لوږې او تندې څنګه تباه کېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس پر غزې د اسراییل جګړو ته په اشارې سره وایي، چې دغه هېواد د نړۍ د سترګو په وړاندې یو ملت په بمونو او لوږې سره له منځه وړي.

عبدالکریم خُرم د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «اسراییل د نړۍ د سترګو په وړاندې ښیي، چې څنګه یو ملت په بمب، لوږې او تندې تباه کېږي، ملګري ملتونه هر څه چې چیغې وهي هېڅ ګټه نه لري، د لویو ککړو هېوادونو مشران ان د سي او پي ۲۹ کې د ګډون کولو زحمت ځان ته نه ورکوي، دا خو لا پرېږدئ چې د ګاز تولید کم کړي یا هم زیان منونوکو سره مرسته وکړي.»

خُرم د نړۍ پرمختللو وسلو ته هم اشاره وکړه او وایي: «د لا زیاتو وژونکو او وېرونکو وسلو د جوړولو سیالي ورځ په ورځ ګړندۍ کېږي؛ جګړه د نړۍ د ژوند یوه دایمي برخه ګرځېدلې ده.»

ښاغلي خُرم زیاته کړه، که چېرې په نړۍ کې حاکم نظام او د نړۍ د اداره کولو طریقه بدله نه شي، د ځمکې سیاره به له منځه ولاړه شي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې پر غزې د اسراییل بریدونه روان دي، چې د ښځو او ماشومان یې په کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې میلیونونه فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

دغه جګړې له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره هم دي.

وړمه ورځ د ریاض په کوربتوب د اسلامي هېوادونو مشرانو یوه بېړنۍ ناسته هم وکړه، ترڅو په غزه کې د روانو جګړو مخه ونیول شي.

د یادولو ده، چې پر غزې د اسراییل د برید له پیل راهیسي ۴۳ زره او ۷۱۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۳ زره او ۲۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

امریکا په پولنډ کې د هوايي دفاع نوې اډه پرانېسته

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۷ GMT+۰

متحده ایالتونو د چارشنبې په ورځ په پولنډ کې د هوايي دفاع یوه نوې اډه پرانېسته، خو مسکو وايي، چې دا چاره د روسیې د پوځي وړتیاوو د مهارولو لپاره ترسره کیږي او وړ ځواب به ور کړي.

دغه اډه بالتیک سمندرغاړو ته څېرمه په ردزیکوور ښار کې پرانېستل شوې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په داسې وخت کې چې د ډونالډ ټرمپ له بري وروسته د ناټو په غړو کې اندېښنې را ټوکېدلې، وارسا وايي، پر دې اډې د کار دوام ښيي چې واشنګټن کې هرڅوک واک ته رسیږي د پولنډ او امریکا اړیکې به پرځای وي.

د پولنډ ولسمشر اندري دودا وايي چې واشنګټن د پولنډ د امنیت ضامن دی او په دې اډه کې د امریکايي ځواکونو دایمي حضور وښوده چې دغه هېواد د روسیې تر نفوذ لاندې نه دی.

کرملین د چارشنبې په ورځ دغه اډه د روسیې د پوځي وړتیاوو د کنټرول کولو هڅه وګڼله.

د پولنډ د ملي امنیت دفتر رییس یاچک سیویرا ددوشنبې په ورځ ویلي و چې د نومبر پر ۱۳مه به په ردزیکوو ښار کې د امریکا د هوايي او توغندويي دفاع یوه اډه پرانېستل شي.