د شمالي کوریا مشر د ځانمرګو بریدونو د ترسره کوونکو بې پیلوټه الوتکو د پراخ تولید امر کړی

د فرانسې خبري اژانس د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هیواد مشر کیم جونګ اون د پنجشنبې په ورځ په یوه فابریکه کې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کوونکو بې پیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینه لیدلې.