اسراییل: د اټومي انرژۍ نړۍواله اداره باید د ایران د سرغړونو په اړه راپور ورکړي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار داټومي انرژۍ نړۍواله ادارې د یوې غونډې په څنډه کې له خپل بریتانیاوي سیال ډیویډ لمي سره لیدلي دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار داټومي انرژۍ نړۍواله ادارې د یوې غونډې په څنډه کې له خپل بریتانیاوي سیال ډیویډ لمي سره لیدلي دي.
سعار په دې لیدنه کې ویلي: “غړي هیوادونه باید د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې څخه وغواړي چې ایران وغندي او د دغه هیواد د پرله پسې سرغړونو په اړه راپور ورکړي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که ایران "د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ملاتړ ولري" نو دا موضوع به خطرناکه وي.

د پاکستان لومړي وزیر په دغه هېواد کې د هوا ککړتیا د مخنیوي او ورښتونو لپاره له دیني عالمانو او خلکو غوښتنه کړې، چې د استسقا لمونځونه وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له ورښتونو سره به د چاپیریال ککړتیا کمه شي او د ناروغیو په مخنیوي کې به مرستندوی تمام شي.
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړي د مرکز او ایالتونو له ټولو دیني عالمانو او جوماتونو غوښتنه کړې چې د استقا لمونځونو لپاره تیاری ونیسي، ځکه دده په وینا، په اوسني حالت کې د رحمت ورښت ته اړتیا ده.
د پنجاب د اوقافو ادارې تر مشرۍ لاندې، ددغه ایالت په یو شمېر جوماتونو کې نن د استسقا لمونځونه شوي دي.
د دغه ایالت د اوقافو ادارې ویلي، چې د جمعې په ورځ به د ایالت په ټولو جوماتونو کې د استسقا لمونځونه وشي.
پاکستان په دې وروستیو کې د هوا د ککړتیا له امله د نړۍ په ککړچاپیریاله هېوادونو کې ګڼل شوی.

د پنجشنبې په ورځ وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ اړوند عنایت کلا بازار ته نږدې د جماعت اسلامي ګوند یو محلي مسوول حمید صوفي وژلی دی.
د باجوړ پولیس وايي، چې نوموړي له برید وروسته سملاسي سا ور کړې ده.
نوموړی د ماښام له لمانځه وروسته کور ته د تګ پرمهال موټرسایکل سپرو وسله والو وژلی.
د جماعت اسلامي ګوند مخکیني سناتور او سیاستوال مشتاق احمدخان ددې پېښې په غبرګون کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او څارګرو ادارو نیوکه کړې چې ددوی په شته والي کې ترهګرې ډلې عملیات کوي.
نوموړي له ایالتي حکومت نه د وژونکو د زر نیولو غوښتنه کړې ده.

د خراسان ډایري په نوم پاکستانۍ رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې نن سهار د بلوچستان د زیارت په منګي سیمه کې د یو میجر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي. د پاکستان امنیتي ادارو لا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د خراسان ډایري په نوم پاکستانۍ رسنۍ نن پنجشنبه د (لړم۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې نن سهار د بلوچستان زیارت ولسوالۍ په منګي سیمه کې د یو میجر په ګډون لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي.
ويل کیږي دغو پوځیانو په یاده سیمه کې ګزمه کوله چې پوځي موټر یې د سړک غاړې په یو ماين ور برابر شو او چاودنه وشوه.
د دغې پېښې مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او زیاته کړې یې ده چې د برید هدف د پاکستاني پوځ هغه موټر و چې له دغې سیمې تېرېده او د منګي ډیم ته پر لاره و.
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو نا امنیو او جګړو په دوام تېره ورځ د پاکستان پوځ ویلي و، چې د بلوچستان او وزیرستان په دوو جلا بریدونو کې یې ۱۲ وسله وال وژلي.

د الجزیرې ټلویزون د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په تېره اونۍ کې یې د لبنان په سوېل کې د حزب الله د ۲۰۰ جنګیالیو د وژلو ترڅنګ یې د حزب الله تر ۱۴۰ ډېر توغندي هم له منځه وړي دي.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) خپور شوی اسراییلي چارواکو ادعا کړې، چې په تېره اونۍ کې یې د حزب الله ډلې ۲۰۰ جنګیالي وژلي دي.
همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې په تېره اونۍ کې یې د لبنان په سوېل کې د حزب الله ډلې ۱۴۰ راکټونه هم له منځه وړي دي.
د الجزیري د راپور له مخې، اسراییل په یوه ټېلیګرام ګروپ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د حزب الله وروستي یرغلیز بریدونه چې د اسراییل لویدیځ ګیلیلي سیمه او د دغه هېواد مرکز یې په نښه کړی پرون او د سې شنبې په ورځ ترسره کړي دي.
همدا ډول راپور زیاته کړې، چې د سې شنبې په ورځ هم د اسراییل جنګي الوتکو د حزب الله د رضوان ځواک د یو کنډک د عملیاتو مشر، د الوتکې ضد د کنډک مشر او د ټولی قومندانان ووژل.
خو تر اوسه د حزب الله ډلې د اسراییل او خپل لوري ته د تېرې یوې اونۍ د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د سپاه پاسداران د قوماندان ځای ناستي سردار فدوي ویلي، چې اسراییل ته به پېښمانوونکی ځواب ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په قم کې د حسن نصرالله د مړینې د څلوېښتۍ مراسمو کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
هغه د اسراییل د برید په اړه ویلي، چې اسلامي انقلاب په خپلې ۴۵ کلنې موده کې هیڅ «تېری» بې ځوابه نه دی پرېښی او خامخا به د اسراییل دغې کړنې ته پېښمانوونکی ځواب ورکړي.
هغه اسراییل ته په اشارې سره وویل:« د انقلاب له پیل راهیسې زموږ په وړاندې جنګېدلي؛ خو بریا تل زموږ وه.»
نوموړي له حزب الله څخه پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار سره وویل، له حزب الله څخه به د تېر پرتله ژورې او چټکې مرستې وکړو او هر اړخیز ملاتړ ته بې دوام ورکړو.
له بل پلوه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي ویلي:« تر پایه به له اسراییل سره جنګېږو او اجازه نه ورکوو، چې د مسلمانانو پر برخلیک ولکه ټینګه کړي.»
هغه زیاته کړه: «تاسو به له سختو ګوزارونو سره مخ شئ او موږ به غچ واخلو، په تمه اوسئ.»
