د هواپوهنې اداره: په ۲۳ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم ۲۵ نېټه) په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم ۲۵ نېټه) په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو لپاره شوې ده.د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.تر دې وړاندې هم دغې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو, تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.د هواپوهنې ادارې له خلکو غوښتي و، چې په ولایتونو کې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لهخوا پر ورکړل شویو لارښوونو عمل وکړي او سېندونو ته دې له نږدې کېدو ډډه وکړي.

رویټرز لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ د واک د لېږد ډله د امریکا دفاع وزارت د افسرانو نوملړ چمتو کوي چې هغوی ګوښه کړي. ټرمپ ژمنه کړې وه چې که بېرته راستون شي، د پنټاګون یو شمېر چارواکي به له دندو ګوښه کړي، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په بهیر کې هم ښکېل وو.
د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د یو شمېر مشرانو نومونه به هم په دغه نوملړ کې دي.
د رویټرز په وینا، د پنټاګون د چارواکو ګوښه کول په دې اداره کې بې ساري بدلون رامنځته کولی شي.
دوو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا ډونالډ ټرمپ به پخپله دا پلان تصویب کړي او که نه.
ډونالډ ټرمپ په وار، وار د بایډن پر ادارې نیوکه کړې چې د پنټاګون چارواکي یې نه دي ګوښه کړي. نوموړي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په ځانګړي ډول له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په بهیر کې د ښکېلو کسانو د ګوښه کولو غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې وه چې که ټاکنې وګټي نو دغه کسان به له دندو ګوښه کړي.
یوې سرچینې وویل، احتمال شته چې ټرمپ، د امریکا د پوځ پخوانی مشر مارک میلي ته نږدې خلک له دندې ګوښه کړي، ښاغلي میلي په دې وروستیو کې د باب ووډوارډ په کتاب «جنگ»، کې ټرمپ «بنسټیز فاشیست» بللی و.
سرچینې وویل: «هر هغه څوک چې د میلي له خوا ټاکل شوي او یا لوړو څوکیو ته رسیدلي، له دندو به ګوښه شي. د ټولو هغو کسانو یو لوی نوملړ شته چې له میلي سره تړاو لري، او دوی به ټول له دندو ګوښه شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وايي، تمه کېږي، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې امنه بلوچ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن پنچشنبه د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانکړی استازی ضمیر کابلوف به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نن په اسلام باد کې له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
اغلې بلوچ وویل، چې کابلوف به نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې امنه بلوچ او د دغه وزارت د وزیر د مرستیال او د افغانستان او سویلي اسیا په چارو کې د پاکستان د استازي سره د افغانستان د وضعیت او سیمهییزې سولې او ثبات په اړه د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي.
ضمیر کابلوف په داسې مهال د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي، چې پاکستان په وار، وار ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړي.
خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوز رد کړې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ایران د عدلیې وزارت پلاوی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغې ډلې له چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.
تېره ورځ ایران اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې زر تنه بندي افغانان افغانستان ته ستنوي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) د طالبانو د ویاند مرستیال یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې نوموړي په کې ویلي، چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د دواړو هېوادونو د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرو لپاره کابل ته ورغلی.
نوموړي زیاته کړي، چې دغه ایرانی پلاوی به د طالب چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.
دغه ایرانی پلاوی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالې برخې د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغانستان ته استوي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران لهخوا د افغان بندیانو د انتقال د پرېکړې هرکلی کړی دی.
که څه هم ایران، افغانستان ته د ۱۰۰۰ تنه افغان بندیانو د استولو په اړه خبر ورکړی؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې په دغه هېواد کې څومره نور افغانان بندیان دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مرستیال وايي، د نړۍوالو د بمباریو په پایله کې معلول شوي کسان باید له نړۍوالو هېر نه شي.
نوموړی وايي، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زدهکړو د امکاناتو برابرولو په موخه یې تېرې دوه ورځې د ناروې او اندونیزیا سره یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مرستیال غلام سعید احساس وايي، په تېرو څو کلونو کې نړۍوالو “اشغالګرو” په افغانستان کې بېلابېل بمونه کارولي، چې په پایله کې یې ډېر کسان معلول شوي دي.
نوموړی وايي، اوس د نړۍ مسوولیت دی چې د معلولینو سره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړی وايي، دمګړۍ په افغانستان کې د معلولو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
ښاغلی احساس د معلولو وګړو د زدهکړو، هوساینې او کار په برخه کې له نړۍوالو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
نوموړی وايي، نړۍوال دې د افغانستان د معلولینو لپاره د امکاناتو د برابرولو مسله له سیاسته بېله کړي او په دې برخه کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.
خو نوموړي دا په ډاګه نه کړه، چې دمګړۍ په افغانستان کې د معلولینو شمېر څومره دی.
په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زدهکړو، کار او نورو برخو کې د امکاناتو برابرولو په برخه کې تېرې دوه ورځې د ناروې کمېټې، اندونیزیا او طالبانو ترمنځ درې اړخیز سمپوزیم جوړ شوی و.
په افغانستان کې د ناروې کمیټې عمومي رییس تاریا واتر دال چې نن پج شنبه یې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې له مرستیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې معلومات وړاندې کول وویل، په یاد سمپوزیوم کې د افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د امکاناتو برابرولو لپاره د ناروې او اندونیزیا په ګډون د شاوخوا سلو هېوادونو، نړۍوالو او سیمهییزو مرستندو ادارو ګډون کړی دی.
نوموړي وویل، د دغه سمپوزیوم پر مهال د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زدهکړو په برخه کې د امکانانو برابرولو په موخه یو لړ ژمنې هم وشوې.
نوموړي وویل، په دغه سمپوزیم کې په دې هوکړه وشوه، چې ټول لندمهالي او اوږد مهالي بشري او تلپاتې پراختیایي پروګرامونه به معلوملیت لرونکي، ماشومان، ښځې او ټولو کسانو ته په خپله غیږ کې ځای ورکړي.
همدارنګه نوموړې زیاته کړه:«موږ هوکړه وکړه، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت چې، کله د پراختیايي پرواګرامونو پروژې تاییدوي باید د معلوملیت لرونکو کسانو د ونډې شتهوالی هم تضمین کړي. معلولیت لرونکي کسان باید د دغه ډول پروګرامونو په ټولو برخو کې ونډه ولري.»
نوموړي همدارنګه وویل، چې د طالبانو د تخیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره یې د معلولیت لرونکو ماشومانو د زدهکړو لپاره د برېل لیک لرونکي کتابونو د چاپ او د نصاب په برخه کې هم هوکړه کړې ده.
په افغانستان کې د ناروې کمېټې عمومي رییس وايي، دغه دوه ورځنی سمپوزیم به د افغان معلولیت لرونکو لپاره د غوره اقداماتو لپاره روښانه لاره پرانیزي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې دغه ډله په کندهار ولایت کې د ۷۹۱ کډوالو کورنیو لپاره یو ښارګوټی جوړوي.
دغه ټلویزیون پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د مشر د حکم له مخې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې ۷۹۱ کډوالو کورنیو ته یو ښارګوټی جوړوي.
د دغه خبر له مخې، د دغه ښارګوټي د جوړولو چارې د ۱۲.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د دغه خبر په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه ښارګوټی د طالبانو د کرنې او کور او ښار جوړونې د ریاستونو په ګډه همکارۍ پر ۸۶۰ جریبه ځمکه جوړیږي.
له تېر یوه کال راهیسې د دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ستنېدا لړۍ دوام لري او هره ورځ له بېلابېلو لارو له ایران او پاکستانه په سلګونه کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.
د ایراني رسنیو په وینا، د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
دغه کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې د شته ستونزو له امله اړ اېستل کېږي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو په افغانستان کې هم تر ډېره د دغو کډوالو لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی.
افغانستان ته ډېری بېرته ستانه شوي افغان کډوال لاهم په پنډغالو کې اوسېږي او هلته له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
