طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنو ته د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.