په پاکستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ماشومانو ۴۹مه مثبته پېښه هم ثبته شوه

په پاکستان کې د پولیو یوه بله تازه پېښه هم ثبت شوې، چې له دې سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته لوړ شو.

په پاکستان کې د پولیو یوه بله تازه پېښه هم ثبت شوې، چې له دې سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته لوړ شو.
د پولیو دغه وروستۍ پېښه د پاکستان د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې ده.
روان کال بلوچستان د پولیو له اړخه د پاکستان ترټولو ډېره ځپل شوې صوبه ده، چې لږ تر لږه ۲۴ پېښې په کې ثبتې شوې دي.
تېره اونۍ، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د روان کال د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې وه.
په روان کال کې د ټولو ۴۹ پېښو له ډلې ۲۴ یې په بلوچستان کې، ۱۳ یې په سند کې، ۱۰ یې په خیبرپښتونخوا کې او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په مکرر ډول د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمیټې ویلي، چې د غزې په جګړه کې د اسراییل لهخوا د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل، د عامو خلکو مرګ ژوبله او په قصدي ډول د فلسطین په خاوره د وژونکو شرایطو وضعه کول د «نسل وژنې» په معنا دي.
د اسراییل د کړنو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې کمیټې ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې اسراییلي چارواکو په عامه توګه د هغو پالیسیو ملاتړ کړی چې فلسطینیان یې له لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو، اوبو او تېلو څخه بې برخې کړي دي.
ځانګړې کمیټې زیاته کړه، چې د اسراییلي چارواکو څرګندونې او غزې ته د بشري مرستو د رسولو بندول په ښکاره توګه د اسراییل اراده څرګندوي، چې د سیاسي او پوځي ګټو لپاره د وسیلې په توګه له دغو کړنو کار اخلي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۶۸ کال کې د ګولان په لوړو، لوېدیځه غاړه، د غزې تړانګې او بیت المقدس کې د بشري حقونو د څارنې لپاره کمیټه جوړه کړې وه.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴کال له پیله په غزه کې له ۲۵زرو ټنو څخه ډېر چاودېدونکي توکي کارول شوي.
کمیټې زیاته کړې، دا په بشپړ ډول له غړو هېوادونو سره تړاو لري چې د نړۍوال قانون اطاعت او د سرغړونو لپاره حساب ورکونه یقیني کړي.
دغه کمېټه به په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۹مې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.

د نیویارک ټایمز د یو راپور له مخې، د منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ لوړ پوړی سلاکار ایلن ماسک په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر سره د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په لارو چارو خبرې کړي.
ایراني چارواکو ویلي، چې ایلن ماسک او د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ترمنځ کتنه تر یو ساعت ډېره وه او په یو پټ ځای کې ترسره شوې. هغو دوو ایرانیاني چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نیویارک ټایمز سره په خبرو کې دا لیدنه «مثبته» او «ښه خبر» بللی دی.
د ټرمپ د مخابراتو رییس سټیون چیونګ د دې پوښتنې په ځواب چې ایا داسې کومه غونډه ترسره شوې یا نه وویل:«موږ د شخصي کتنو په راپورونو تبصره نه کوو چې ترسه شوي ده یا نه.»
ایلن ماسک په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو لوړ پوړي ایراني چارواکي او ښاغلي ماسک تر منځ لومړنۍ مستقیمه ناسته د ټرمپ د ادارې په چوکاټ کې د تهران او واشنګټن تر منځ د اړیکو د بدلون احتمال زیاتوي.
یو بل ایراني چارواکي ویلي، چې ایلن ماسک د دغې کتنې غوښتنه کړې وه او سفیر یې ځای غوره کړی و.
دغو دوو ایراني چارواکو ویلي، چې له ښاغلي ماسک سره لیدل ایران ته د امریکايي چارواکو سره په مستقیم ډول له ناستې پرته د حل لار په توګه په پام کې نیول کیدای شي. خو ښاغلی ماسک به ډېر ژر خپله رسمي دنده پیل کړي. ټرمپ ویلي، چې ماسک به د هغه په حکومت کې د نوي «دولتي موثریت څانګې» مشري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې سفیر ایرواني ښاغلي ماسک ته د کتنې پر مهال ویلي، چې ایران غواړي د امریکا د خزانهدارۍ وزارت له بندیزونو معافیت ترلاسه کړي او له هغه یې غوښتي خپل یو شمېر تجارتونه تهران ته هم وغځوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت ویلي، چې د غونډې په اړه به کومه تبصره ونه کړي.

نړۍوال بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حزب الله ترمنځ جګړو د لبنان زیربناوو ته اته نیم میلیارده ډالره زیان اړولی دی. دغه بانک د دې جګړې اقتصادي زیانونه پنځه میلیارد ډالره او فزیکي زیان یې ۳.۴میلیارد ډالره اټکل کړي دي.
د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ جګړه نږدې یو کال مخکې په غزه کې د اسراییل له پوځي عملیاتو سره پیل شوه. دغه جګړه د سپتمبر په میاشت کې د هوایي بریدونو له زیاتیدو او د لبنان سویلي سیمو ته د اسراییلي ځمکنیو ځواکونو له استولو سره زیاته شوه.
د نړۍوال بانک د ارزونې له مخې، لبنان په ۱۲ میاشتو کې د ۵،۱ میلیارد ډالرو اقتصادي زیان سره مخ شوی دی، چې په عمده توګه د سوداګرۍ، سیاحت او کرنې په برخه کې د جګړې د سختو اغیزو له امله رامنځته دی. دې بانک په لبنان کې مستقیم فزیکي زیان لږترلږه ۳،۴میلیارد ډالر اټکل کړی.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، تر ټولو زیات زیان د کورونو په برخه کې رامنخته شوی، چې ۲،۸میلیارده ډالره اټکل کیږي. له ۹۹ زره څخه ډېر د استوګنې کورونه په جزوي یا بشپړ ډول زیانمن شوي دي.
د کرنې په برخه کې زیانونه، په ځانګړې توګه د لبنان په سویلي سیمو کې، چې ډېری یې د بریدونو هدف وې، له ۱،۱ میلیارد ډالرو څخه ډېر دي.
همدا راز د سوداګرۍ په برخه کې ١٧٨ ميليونه ډالره، اقتصادي زيان ١،٧ ميليارد ډالره، د پوهنې په برخه کې ٢١٥ ميليونه ډالره او د چاپېريال په برخه کې ٢٢١ ميليونه ډالره تاوان شوى دى.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د روغتیا برخه کې د زیان اټکل ۳۳۸ میلیون ډالره دی، د سیاحت او هوټلونو په برخه کې، چې د لبنان یو مهم اقتصادي سکټور دی، ۱،۱ میلیارد ډالره زیان شوی دی.
په ورته وخت کې، نړۍوال بانک وړاندوینه کوي چې د لبنان اصلي ناخالص تولید به په ۲۰۲۴ کال کې د روانې جګړې له امله لږترلږه ۵،۷ سلنه کم شي. د جګړې پرته لبنان کې تمه کیده چې دا به ۰،۹ سلنه اقتصادي وده وکړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې شخړې په لبنان کې پراخې ټولنیزې او چاپیریالي پایلې لري او د خوړو کمښت یې لا پسې زیات کړی دی. تمه کیږي چې د جګړو په دوام سره به د دې جګړې د زیانونو اندازه نوره هم لوړه شي.

د فرانسې خبري اژانس د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هیواد مشر کیم جونګ اون د پنجشنبې په ورځ په یوه فابریکه کې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کوونکو بې پیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینه لیدلې.
نوموړي د دغې ازموینې له لیدلو وروسته دې فابریکې ته امر کړی چې په “پراخه کچه” د دغو الوتکو تولید ته لومړیتوب ورکړي.

اسراییل وايي، چې د غزې په تړانګه کې د دوی له خوا د خلکو د جبري بې ځایه کولو او د "بشریت ضد جرمونو" د ترسره کولو په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ واقعیت نه لري.
په دې اړه د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اورن مارمورشتاین پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «په غزه کې د اسراییلو د چلند په اړه د بشري حقونو د څار ادارې څرګندونې په بشپړه توګه دروغ او له واقعیته لرې دي».
هغه زیاته کړه، چې د دغه سازمان د ادعاوو پر خلاف، د اسراییلو کوشش یوازې د حماس د ترهګریزو وړتیاوو له منځه وړل و، او د غزې خلک یې نه دي په نښه کړي.
مارمورشتاین، حماس تورن کړ چې له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي او ټینګار یې وکړ: “اسراییل به د جګړې له قوانینو سره سم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې په خواله رسنیو کې په وار وار خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې اسراییلو په قصدي ډول ملکي خلک په نښه کړي، ماشومان یې وژلي او په روغتونونو یې بریدونه کړي. د ملګرو ملتونو د یو وروستي راپور له مخې، په غزه کې د اسراییل په بمباریو کې د وژل شوو کسانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
