د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېټه وايي، په غزه کې د اسراییل جګړه «نسل وژنه» ده

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمیټې ویلي، چې د غزې په جګړه کې د اسراییل له‌خوا د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستل، د عامو خلکو مرګ ژوبله او په قصدي ډول د فلسطین په خاوره د وژونکو شرایطو وضعه کول د «نسل وژنې» په معنا دي.