• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په هرات کې پر انځور اخیستلو د طالبانو بندیزونه وغندل

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هرات ولایت کې پر انځور اخیستلو د طالبانو له لوري بندیز ته په غبرګون ویلي، چې طالبان دې د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی ولري.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست غړو په دغه ولایت کې په رسمي او نارسمي غونډو کې د خبریالانوو له لوري د طالب چارواکو پر انځور اخیستلو بندیز لګولی دی.

دغه سازمان د طالبانو پر یادې کړنې اندېښنه ښودلې او وايي، د طالبانو له لوري دا ډول بندیزونه د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي کار مخه نیسي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «د طالبانو له لوري پر خبریالانو دا ډول بندیزونه لګول نه یوازې د افغانستان د رسنیو پر ازادۍ بلکې د ولس پر اساسي حقونو هم مستقیم اغېز لري.»

یاد سازمان له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی ولري.

دوی همدارنګه له طالبانو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د مسلکي فعالیتونو لپاره دې خوندي چاپیریال برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تردې هم طالبانو، د کندهار، ننګرهار، هلمند په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر انځورونو او ویډیو اخیستلو بندیزونه لګولي وو.

د راپورونو له مخې، طالبانو په ګڼو ولایتونو کې انځوریزې رسنۍ تړلې او د ډیریو انځوریزو رسنیو خپرونې په غږیزه بڼه خپریږي.

د افغانستان پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي، چې له تېرو درېیو کلو راهیسې د لسګونو رسنیو فعالیتونه بند او سلګونه خبریالان وزګاره او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بغلان کې له څه باندې زرو ښوونکو څخه د «امارت پېژندنې کتاب» ازموینه واخیسته

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، چې په بغلان کې د طالبانو د پوهنې چارواکو له څه باندې زرو ښوونکو د «امارت پېژندنې» له کتابه ازموینه اخیستې ده. تر دې مخکې به طالبانو له زده‌کوونکو او محصلانو داسې ازموینې اخییستې.

باختر اژانس د طالبانو له قوله ويلي، چې لسو ګټونکو کسانو ته به جایزې هم ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانسنن یکشنبه د (لړم ۲۷مه) په ایکس پاڼه د بغلان د پوهنې چارواکو له قوله ویلي، چې په بغلان کې د طالبانو د پوهنې چارواکو له څه باندې زرو ښوونکو څخه د «امارت پېژندنې» له کتابه ازموینه اخیستې ده.

طالبان وایي، چې د دې سیالۍ يې موخه په «ټولنه کې فکري اصلاح، روزنه او د امارت اړوند د خلکو د معلومات زياتول دي.»

طالبانو له دغې ډلې ښوونکو څخه د ازموینې لسو ګټونکو ښوونکو ته د «لپ‌ټاپ کمپیوټر او ګرځنده ټلیفون» ډالۍ په پام کې نیولې دي.

طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له محصلانو او زده‌کوونکو د «امارت پېژندنې» ازموينه اخیسته او په دې ازموینه کې برياليو زده‌کوونکو ته جايزې هم ورکړې وې.

طالبان تر ازموینې مخکې په زده‌کوونکو او محصلانو د«امارت پېژندنې» په نوم د طالبانو له خوا چاپ شوی کتاب ویشي او د لوستلو سپارښتنه ورته کوي چې بیا وروسته ازموینه ترې اخلي.

په دې پوښتنو کې لیدل کېږي، چې د «امارت پېژندنې»په ازموینه کې له زده‌کوونکو او محصلانو څخه د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې کېږي.

طالبانو درې ورځې وړاندې په پنجشیر کې له شمېر ځوانانو د «له لوېدیځ سره د فکري جګړې» په برخه کې هم د ازموینه اخیستې وه.

د پنجشیر د اطلاعات او فرهنګ مشر نصر الله ملک زاده ویلي و:« فکري جګړه له پوځي جګړې ډېره خطرناکه ده.»

سره له دې چې په افغانستان کې د هلکانو لپاره زده کړې تر یوه بریده په عادي توګه روانې دي، خو له هغه راهیسې، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو یې بندیز لګولی او په دیني مدرسو کې یې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو پر ګومارلو تمرکز زیات کړی دی.

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۸ کورنۍ خپل هیواد ته راستنې شوې

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکسانه ۳۸ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۱۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۱۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکسانه، ۱۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې او درې کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.

دغه اژنس د طالبانو د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې تېره ورځ ۸۳ راستنو شویو کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي، ۴۳ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي او پر سلګونو نورو کورنیو مرستې وېشل شوي دي.

که څه هم طالبانو دا نه دې ویلي، چې دغه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه په خپله خوښه او که په زور راستنې شوې، خو د تېر یوه کال راهیسې پاکستان او ایران بې اسناده افغان کډوال په زور له خپل هېوادونو څخه افغانستان ته استوي.

له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
د لړم په ۲۲مه بیا ایراني رسنیو ویلي و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

ایران د یوه افغان په ګډون لس زندانیان بیا په دار ځړولي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د کرج په قزل‌حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لس تنه بندیان اعدام کړي دي. دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې افغان زنداني د ایران د قضایي ادارې له خوا د «قصدي قتل» په تور په اعدام محکوم شوی و.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي افغان نوم «خالد تاجک» ښودلی دی.

سازمان وايي، د دغو لسو زندانیانو تر منځ یوه یې ښځه وه او د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان دشنبې په ورځ د (لړم۲۶مه) راپور ورکړی چې دغه بندیان د «قصدي قتل» او د مخدره توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي دي، او تېره چهارشنبه د کرج د قزل‌حصار په زندان په دار ځړول شوي.

په همدې مهال د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د دغو بندیانو خپلوانو او ملګرو د اعدام د سزا پر ضد د اعتراض په توګه د دغه زندان مخې ته سوله ییز لاریون وکړ چې د امنیتي ځواکونو او زندان د ساتوونکو له لوري له تاوتزیخوالي سره مخ شول.

تروډو وايي، اوتاوا د طالبانو له لوري د پخواني کاناډايي پوځي د نیولو موضوع څاري

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هیواد یې د طالبانو له خوا د کاناډا د پخواني پوځي ډیویډ لاوري د نیول کیدو موضوع په جدي توګه څاري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د لاوري کورنۍ ته کونسلي مرستې چمتو شوي او کاناډا د طالبانو له لوري د ښاغلي لاوري د نیولو موضع څاري.

کاناډايي رسنۍ سي ټي وي نیوز د شنبې په ورځ د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړ، چې ډیویډ لاوري د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له پروازه وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو.

لاوري په تېرو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې د خپلې شخصي امنیتي کمپنۍ له لارې مشورتي خدمات وړاندې کوي.

تر دې مهاله طالبانو د پخواني کاناډايي پوځي ډیویډ لاوري د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه افغان کډوال خوشې شوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۰ GMT+۰

په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي. هغه وايي، د خوشې شویو ۱۱ زندانېانو په ډله کې یوه ښځه او اوه ماشومان شامل دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري وړمه ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي، چې په ډله کې یوه ښځه اوه ماشومان او درې سړي دي.

د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې د طالبانو حکومت سرکونسل د معلوماتو له مخې یواځې د پاکستان سند ایالت له زندانونو تر دې دمه څلور زره او ۲۵۸ افغان بندیان خوشي شوي دي.

‏د عبدالجبار تخاري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دا مهال یواځې د ۳۵ شاوخوا افغان زندانېان د سند په زندانونو کې پاتې دي.

‏د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې کابل ته د ایران راغلي پلاوي کابل کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په نږدې وختونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان کابل ته ولېږدول شي او د بند پاتې موده به یې افغانستان کې بشپړه شي.