ملابرادر له روسي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د طالبانو ارګ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له روسي او افغان سوداګرو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو ارګ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له روسي او افغان سوداګرو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د طالبانو ارګ د یکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې ملابرادر د یو شمېر طالب وزيرانو په ملتيا له افغان او روسي سوداګرو سره د افغانستان د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکتورونو کې پر پانګونې او دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړې دي.
ملابرادر په دې ناسته کې زياته کړې چې «افغانستان د پانګونې لپاره غوره فرصتونه لري او کورني او بهرني پانګوال کولای شي پکې پانګونه وکړي.»
طالبان په خپله اعلاميه کې زياتوي، چې روسي پانګوالو هم په ورته برخو کې لیوالتياوې وښودلې.
طالبانو د افغانستان کانونو، د کانونو استخراج او له بهرنیو شرکتونو سره قراردادونو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
شنونکي ا پر طالبانو نيوکه کوي، چې له زيات شمېر بهرنيو پانګوالو سره ليدنې، همکارۍ او قراردادونه کوي خو ولس ته پوره معلومات نه ورکول کيږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي امریکا او ناټو له افغانستان سره مرستې او تعامل ته وهڅول. ستانکزی وايي، «د نړيوالو اصولو، ډيپلوماسۍ او دوحې د هوکړې له مخې دا د هغوی مسووليت دی، چې افغانستان سره مرستې او تعامل ته را ودانګي څو د دوی وېجاړۍ بېرته جوړې شي».
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي دا څرګندونې نن «د لړم۲۷مه» په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د افغانستان د غوره نوښتونو د دویم ملي نندارتون پرانېستغونډه کې وکړې.
ستانکزي زیاته کړې: «هغوی چې شل کاله د بمباريو او چاپو له کبله افغانستان وران کړ، د نړيوالو اصولو، ډيپلوماسۍ او دوحې د هوکړې له مخې دا د هغوی مسووليت دی، چې له افغانستان سره مرستې او تعامل ته را ودانګي، څو د دوی له لوري رامنځته شوې وېجاړۍ بېرته جوړې شي».
د ستانکزي اشاره په نامستقیم ډول متحده ایالتونو او ناټو ته ده.
عباس ستانکزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد په رسمیت نه پېژني.
عباس ستانکزي د وینا په یو بله برخه کې وویل، چې «افغانانو د اشغال پر وړاندې د مسلحانه جهاد بريا خپله کړې او اوس يو بل ستر مسووليت ور په غاړه دی، چې بايد د علم او پوهې په مرسته افغانستان په خپلو پښو ودروي او د نورو له احتیاج څخه يې خلاص کړي.»
طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام د نجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتوي.
دغه طالب چارواکي د ځینو نورو طالب چارواکو برعکس چې نومهالې زدکړې مباح ګڼي، په ځلونو د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ ټينګار کړی.

د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، په کابل کې د کمپلو جوړولو یوه فابریکې په کار پیل وکړ. د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د فابریکې د پرانیستې پرمهال وویل چې ددې فابریکې په تولیداتو کې به د هېواد له اومو توکو، وړیو او پنبې څخه ګټه اخستل کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه «د لړم۲۷مه» پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي چې د کمپلو جوړولو فابریکې فعالیت به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر وايي، دوی هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

برادر زیاتوي چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخستل شوي څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي.
دغه طالب چارواکي پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه دلته پانګونه وکړي، حاکمه اداره به اسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.
ملا برادر د کمپلو جوړولو فابرېکې مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د بخت په نوم د کمپلو جوړولو پر دې فابریکه شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پنځه زره کمپلو د تولید ظرفیت لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

په ۲۰۲۴ کال کې د جرمني د کار په مارکېټ کې د افغانانو بوختیا د تېر کال په پرتله ۱۶ اعشاریه پنځه سلنه ډېره شوې ده. د جرمني د فدرال احصایې دفتر یوې مسوولې له افغانستان انټرنشنل سره ځینې معلومات شریک کړل، چې ښيي د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې ټول په کار بوخت افغانان ۱۰۷ زره او ۹۸۲ تنه دي.
دا وده د افغانانو په کارموندنه کې د تېر کال په پرتله۱۶ اعشاریه پنځه سلنه ډېروالی ښيي، چې ۱۵ زره او ۲۹۷ تنه پرې ور ډېر شوي.
د کار په لټه کې
خو له دې سره سره د افغانانو ترمنځ د بېکارۍ کچه لا هم اندېښمنوونکې ده.
د انیا هاردیل د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په جون کې د هغو افغانانو شمېر چې خپل لګښتونه ټول پخپله نه شي پوره کولای ۸۶ زره او ۱۳۹ تنو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۱۱ زره او ۳۶۳ تنه پرې ډېر شوي دي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې په جرمني کې۱۰۴ زره او ۶۱۶ تنه افغانان د کارموندونکو په توګه ثبت شوي چې تراوسه کار نه لري، خو دغه شمېر تېر کال ۱۰۸ زره او ۷۷ تنه و. په ورته وخت کې د وزګاره شویو کسانو شمېر ۵۸ زره او ۵۷ تنه ثبت شوی.
پر دې سربېره ټولنیز ملاتړ ته د افغانانو اړتیا لا هم پرخپل ځای ده. دا ډول افغانان د جرمني د ټولنیز دویم کوډ (SGB II) پر بنسټ ټولنیزې مرستې ترلاسه کوي. په دې کې د هغوی د کور، ژوند او نورو اړتیاوو لګښتونه شاملیږي چې دولت یې ور کوي.
د جرمني د فدرال دفتر د شمېرو له مخې، چې له افغانستان انټرنشنل سره یې شریکې کړې، د ۲۰۲۴ کال تر جون پورې ۲۰۰ زه او ۴۵۶ تنه افغانان د بنسټیزو امتیازاتو ( آر اېل بي) د ترلاسه کولو جوګه ګڼل شوي، چې۱۷زره او ۷۸۴ تنه سږ کال پرې ور ډېر شوي او د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی ښيي.
پر دې سربېره د هغو افغانانو شمېر چې د کاري امتیازاتو په شرایطو(اي ایل بي) برابر دي ۱۳۱ زره او ۸۳۲ تنه دی چې د تېر کال په پرتله ۱۳ اعشاره یو سلنه ډېروالی ښيي. د اي اېل بي تر چتر لاندې کسان د کار وړ دي، خو د اوسمهال لپاره د وزګارو کسانو په کټګورۍ کې شامل دي. دغو کسانو ته د اي اېل بي ترنامه لاندې دولت د کارموندنې، زده کړو او مالي مرستو پروګرامونه لري، چې بېرته د کار مارکېټ ته د تګ جوګه شي.
په داسې حال کې چې د کارموندنو او ټولنیز ملاتړ په شرایطو د برابرو کسانو شمېر د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه والی ښيي، خو د بیکارۍ نرخ ښيي چې افغانان لاهم د کار په مارکېټ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
۹ زره تنه افغانان «ډولډونګ» لري
د جرمني د کډوالو چارو وزارت ویاندې لینا ټرېس افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بهرنیو وګړو د ثبت د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په دغه هېواد کې ټول ۴۳۷ زره او ۸۵۰ تنه افغانان اوسیږي، چې په دې کې ۱۱ زره او ۱۱۷ تنه له دغه هېواده په وتلو مکلف دي او ۹ زره او ۷۶۲ تنه د زغم وړ استوګنې اجازه (ډولډونګ) لري.
د جرمني د استوګنې قانون د ۶۰ مې مادې له مخې، د دا ډول کسانو اخراج په لنډمهالي ډول تعلیق شوی وي، خو په وتلو مکلف دي.
د جرمني د کډوالو چارو وزارت په وینا،په روان کال کې له افغانستان نه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه کم شوي. په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ زره او ۵۳ تنو افغانانو د پناه غوښتنې وړاندیز کړی، چې د تېر کال په پرتله ۲۹ اعشاریه اووه سلنه کموالی ښيي.
دغه راز سږ کال په جرمني کې د پناه غوښتونکو ۱۶ زره ۱۷۲ تنه ماشومان زیږیدلي چې د پناه غوښتونکو کورنیو د شمېر ډېروالی ښيي.
د جرمني د کډوالو وزارت د افغان کډوالو ۳۲ زره او ۹۹۹ دوسیو په اړه تصمیم نیولی چې ۷۵ اعشاریه اته سلنه ملاتړی نرخ ښيي. دا لوړوالی د افغانستان له وضعیت سره اړیکه لري.
د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې په جرمني کې ۲۲۶ زره او ۶۰۷بهرنیانو د پناه غوښتنه کړې، چې درې سترې ډلې۳۷ اعشاریه اووه سلنه سوریایان، ۱۴ اعشاریه پنځه سلنه ترکان او ۱۲ اعشاریه اووه سلنه پکې افغانان دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې ۳.۵ میلیونو میندو او میندواره ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. دغې ادارې ويلي، له افغان ښځو سره شوې دغه مرستې یې د لسو میاشتو په موده کې کړې دي.
دغې ادارې ویلي، یادې مرستې د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتې د امریکا د نفوسو، کډوالو او پناه اخیستونکو چارو وزارت په مرسته شوې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د یکشنبې په ورځ د (لړم۲۷ مه) په ایکس پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې هغه میندواره ښځې او هغه ښځې چې تازه میندې شوې د اوسني ناورین له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.»
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په داسې حال کې افغان مېرمنو ته د ژوند ژغورلو د مرستو برابرولو ویلي، چې تر دې مخکې یادې ادارې ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د مخکنیو تدابیرو د نه شتون او اختلالاتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اروپايي ټولنه وايي، په سلو کې ۹۰ښځې اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کې د ميندو او ماشومانو د مړينې تر ټولو د لوړې کچې هېوادونو په کتار کې دی.

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې دوه کسانو ته د «لواطت او غلا» په تور په عام محضر کې تعزیرې سزا ورکړې ده. په نړۍوالو فشارونو سربېره طالبانو په افغانستان کې بدني سزاګانې ډیرې کړې دي.
د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د (لړم ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ابتداییه محکمې نن دوه کسان د«لواطت او غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو ووهل.
خبرپاڼه زیاتوې، چې تورن کسان یې د دغې دلې تر واک لاندې د سترې محکمې تر تایید وروسته هر یو ۳۹ـ ۳۹ دورې وهلی دی.
طالبانو د تورونو کسانو د پيژندګلوی په اړه څه نه دي ویلي، خو یادو کسانو ته یې د متهم اصطلاح کارولې ده.
طالبانو درې ورځې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.
همدارنګه طالبانو د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه په پکتیا کې هغه ته د «قصاص» سزا ورکړه چې د یوه طالب په وژلو تورن و.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدنې سزاګانو او «قصاص» ته سخت غبرګونونه ښودل کیږي.
خو دغه ډله نږدې هره ورځ د افغانسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته بندنې سزاګاني ورکوي او وايي، دا کار د «اسلامي شریعت» د پلې کولو په موخه تر سره کوي.
