طالبان: په تېرو ۲ کلونو کې مو په کابل کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې

د طالبانو د عدلیې وزرا ت وایي، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزرا ت وایي، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.
د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پر اېکس خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې کابو ۶۶ زره او ۱۳۵ جریبه ځمکه د کابل په کچه راګرځول شوې ده.
برکت الله رسولي زیاته کړې، چې یاده اندازه ځمکه د کابل په مرنجان تپه، ده کیپک، چهل دختران، څرخي پله، پغمان ولسوالۍ او په بېلابېلو نورو برخو کې موقعیت لري، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ راګرځول شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزرا ت ویاند وایي، چې دغه ډله هڅه کوي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته را وګرځوي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي.
ښاغلی رسولي وایي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه ځمکې د بېرته را ګرځولو خبر ورکړی و.
دغه وزارت همداراز ویلي و، چې تر ټولو زیاتې ځمکې یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړي، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبو ته رسیږي.
که څه هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېره اندازه ځمکې د زورواکو، جهادي مشرانو، د ولسي جرګې د پخوانیو غړو او د لسګونو نورو چارواکو له خوا غصب شوې وې، خو اوس طالب چارواکي هم د ځمکو په غصب تورن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغه کمېسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت شوي، چې له دغې اندازې بیا دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.

د تهران یو امنیتي چارواکی داوود معظمي ګودرزی وایي، چې افغانانو ته د سیمکارټ ورکول او د بانکي حسابونو جوړول جرم دی او سخت مجازات لري. نوموړی وایي، چې یو شمېر ایرانیان په خپل هویت افغانانو ته بانکي حسابونه او سیمکارټونه جوړوي او غیر قانوني افغانانو ته یې ورکوي.
ښاغلی ګودرزی زیاتوي، چې یاد ایراني وګړي غیر قانوني افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د سپارلو او د سیمکارټونو د ورکړې له قانوني چلند څخه خبر نه دي او په دې کار لاس پورې کوي.
یاد ایراني چارواکي خبرداری ورکړ، هغه جرمونه چې په دې حسابونو او سیم کارټونو کېږي، د ایراني وګړي د مسوول پېژندلو لامل کېږي.
نوموړي غیر قانوني افغان کډوالو ته د سیمکارټونو، د بانکي او د صرافۍ حسابونو په کرایه ورکول دروند جرم بللی دی او ادعا یې کړې، چې په تېرو وختونو کې په همدې حسابونو ډېر سایبري جرمونه ترسره شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د سیمکارټونو او د بانکي حسابونو په برخه کې تور تجارت زیات شوی دی.
افغان کډوال په ځانګړې توګه هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه په ایران کې اوسېږي د سیمکارټونو د ترلاسه کولو په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، په ایران کې یوازې هغه افغانان بانکي حسابونه جوړولی شي، چې له اوږد مهال راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته شوي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې د روان کال په پیل کې د سختې هوا له کبله ۳۸ زره کسان، چې نیمايي یې ماشومان وو، بې ځایه شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۷ مه) پر خپله اېکسپاڼه په يوه يادښت کې ویلي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله زیات کړی دی.
سازمان په خپل يادښت کې وايي چې «د کاربن له کم اخراج سره سره، افغانستان د اقلیم د بدلون له منفي پایلو لکه وچکالۍ، سیلابونو او توپانونو سره مخ دی.»
د ماشومانو د ساتنې سازمان په وینا، افغان ماشومان به په خپل ژوند کې د نن ورځې د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله پنځه برابره له وچکالۍ سره مخ شي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشاد ملک خبرداری ورکړی، چې اقلیمي ناورین بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
هغه زیاته کړه: «اقلیمي ناورین د کورنیو د بې ځایه کیدو، د اوبو د سرچینو له لاسه ورکولو او د ماشومانو د زده کړې د ګډوډۍ لامل کیږي.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کیږي، چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیات ځپل شوی دی.
د ماشومانو د ساتنې ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د ۸۵۸ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله اغیزمن شوي دي.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين د محصلانو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلاميه کې ویلي، چې له طالبانو پرته د نړۍ په هيڅ ځای کې د نجونو پر مخ د زده کړو بنديز نه شته. دوی د طالبانو دغه کړنه د نړۍ په کچه د شرم او حيرانتیا موضوع بللې.
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين د یکشنبې په ورځ د محصلانو نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه یو ځل بيا د زده کړو پر ارزښت ټينګار کړی او دا يې د هر افغان انساني او اسلامي حق ګڼلی.
نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديزونه پلمې او بې اساسه منطق ياد کړي دي.
هغوی غوښتنه کړې: « موږ يو ځل بيا له چارواکو غوښتنه کوو، چې نور دې له ملي ګټو او د ملت له غوښتنو سره تقابل پرېږدي او په لوی لاس دې د ولس مخالفت او د بهرنيانو لاسوهنو ته زمينه نه برابروي.»
په اعلاميه کې راغلي، چې نړۍ د ډيجيټلي او مصنوعي ځيرکتيا په مټ د پرمختګ په حال کې ده او طالبان په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته د ګناه په سترګه ګوري.
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين زياتوي، چې له زده کړو د نجونو محرومول یوه مرموزه او خطرناکه دسیسه ده، چې بايد ټولې خواوې او عاملان یې افشا او مخه یې ونيول شي.
نجونو له ټولو افغانانو او نړیوالو غوښتي، چې د طالبانو له لوري د زده کړو د بنديز پر وړاندې غږ پورته کړي او د دې ډلې پر وړاندې ودريږي.

طالبان د یو افراطي اسلامي تحریک په توګه د خپل سیاسي او مذهبي تفکر له مخې، د نړۍ په کچه افراطي تحریک پېژندل شوی دی. د دوی افراطي نظریه د سخت دریځه دیني تفسیر، محافظهکارانه سیاسي ایډیالوژۍ او افراطي - طالبي ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړه ده.
دغې نظریې نه یوازې د افغانستان په خلکو له فکري، اقتصادي، سیاسي او بشري اړخه اغېز کړی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د دغې ډلې په بیا حاکمېدا سره په افغانستان کې د سیاسي طالبي اسلام نظریه د ترویج په حال کې ده او د دغې نظریې د لا ترویج لپاره د افغانستان په ګوډ – ګوډ کې افراطي دیني – جهادي مدرسې جوړې شوې دي.
۱. د طالبانو د افراطي نظریې بنسټونه
الف. دیني تعبیر:
طالبان په خپله ایډیالوژي کې د اسلام د شریعت سخت تعبیر ته ځانګړې پاملرنه کوي، خو دا تعبیر اکثره له اسلامي نړۍ د منل شوي فهم څخه خورا محدود او سخت دی. دوی په ځانګړې توګه د فقهي احکامو پر ټینګ عملي کولو ټینګار کوي، چې ځینې وختونه د اسلامي اصولو له اصلي روح څخه لرې وي.
•د ښځو د تعلیم بندیز
•د سزاګانو سخت دریځي (لکه په عام محضر کې قصاص او په دورو وهل)
•د کلتوري او عصري ژوند محدودیت
پوره مسایل د نړۍ د پرمختللو اسلامي ټولنو د پرمختګ اساس جوړ کړی او له سعودي عربستان نیولې تر مصر او مالیزیا پورې دیني علماو پرې کلکه کره کتنه کړې او دا چاره یې د اسلام له اساسي روح سره په ټکر کې بللې ده خو طالبانو بیا ويلي چې دوي په افغانستان کې حقیقي اسلام پلی کوي او بهرنیو ته د مداخلې حق نه ورکوي.
ب. سیاسي ایډیالوژي:
د طالبانو سیاسي نظر د “اسلامي امارت” په بڼه تنظیم شوی دی، چې پکې ټول ځواک د طالبي افراطي ملایانو په لاس کې دی او هر هغه څوک چې د دغې ډلې په دود فکر نه کوي حق نه لري چې د طالبانو د حکومت د تصمیم نیونې برخه وګرځیږي.
دوی ډېموکراتیک نظامونه، د خلکو د رایو حق، او د بشري حقونو نړیوال معیارونه ردوي او د نړۍوال نظم لپاره رامنځته شوي ټول قواعد د “کفر” زېږنده بولي.
ج. ټولنیز نظم
د طالبانو ټولنیزه نظریه په محافظهکارانه پالیسیو ولاړه ده چې د ښځو، مذهبي او قومي اقلیتونو او هغو خلکو حقونه محدودوي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره همغږي نه لري.
د ښځو د کار او تعلیم پر بندیز سربېره، دوی د رسنیو او ازاد بیان پر وړاندې هم سخت دریځ لري. د فردي ازادۍ ګڼې برخې یې محدودې کړې دي، د امربالمعروف په نامه د افغانستان په هرې سیمې او ښار کې ځانګړي محتسبین د افغانستان خلک څاري او هر هغه عمل چې د طالبي افکارو خلاف وي د سزا وړ ګڼل کیږي.

۲. د طالبانو افراطي نظریه په عمل کې
الف. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه:
طالبانو د خپلو افراطي باورونو له مخې، د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي او ښځې نه شي کولی په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، زده کړې وکړي، کار وکړي او ان د خپل فزیکي وجود د تقویې لپاره سپورت وکړي، بالاخره مېرمنو ته یوازې په کور کې د پاتې کېدو او کورنیو چارو ترسره کولو حق ورکوي.
دا فکر د طالبي حاکمیت د اوسنۍ دورې زېږنده نه دی بلکې د طالبانو په لومړۍ دورې کې هم مېرمنو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق نه لاره نو ځکه ویلی شو چې د مېرمنو پر وړاندې سخت دریځ د طالبانو د اسلامي تحریک فکري بنسټ جوړوي.
ب. د تعلیم او بیان ازادي ځپل:
طالبانو د خپلو نظریاتو د پلي کولو لپاره د تعلیم او بیان ازادي تر جدي محدودیتونو لاندې راوستې ده. دوی د هغو تعلیمي نصابونو او خپرونو د خپرېدو مخه نیسي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره په ټکر کې وي.
طالبانو د افغانستان د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون راوستی، یو شمېر مضامین یې له تدریسي نصاب څخه ویستي دي او په پوهنتونونو کې یې د اساسي مضامینو ۲۶ سلنه هغو دیني مضامینو ته ځانګړې کړې ده چې پکې طالبي – افراطي تفکر تدریسږي.
پر رسنیو یې د تصویر او ویډیو اخیستو بندیزونه لګولي دي او دا مهال د افغانستان له نیمايي په زیاتو ولایاتو کې خبریالان د تصویر اخیستو حق نه لري.
په افغانستان کې رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو د مشر په ګډون طالب چارواکي نقد کړي او که چېرې دا چاره ترسره شي نو رسنۍ تړل کیږي او خبریالان یې ګواښل کيږي.

ج. فرهنګي ورانۍ:
د طالبانو د لومړۍ دورې په جریان کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا مجسمو ورانول او د موسیقۍ، هنر او پر کلتوري جشنونو بندیز د دوی د افراطي نظریې څرګندې بېلګې دي، چې په دې توګه دوی د فرهنګي میراثونو پر وړاندې هم زغم نه لري.
طالبانو د نوروز د جشن سربېره ګڼ نورو فرهنګي ارزښتونه محدود کړي دي او په افغانستان کې څوک حق نه لري چې د افغانستان لرغوني جشنونه ونمانځي.
دا ډله په رسمي مراسلاتو کې د هجري لمریز کالیز پر ځای چې د افغانستان رسمي کالیز و، هجري سپوږمیز کالیز کاروي او ان یو شمېر پښتو نومونه یې هم عربي کړي دي.
۳. د طالبانو د نظریې سیمه ییز او نړۍوال اغېز
الف. د سیمهییز امنیت لپاره ګواښ:
د طالبانو د افراطي نظریې شتون د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی. د دوی له راتګ سره په افغانستان کې سختدریځه ډلې لا فعاله شوې دي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدو امکان زیاتوي.
همداراز د جهادي او نورو مدرسو په اساس هر کال زرګونه طالبي ملایان فارغیږي چې د افغانستان سربېره یې سخت دریځ د سیمې هېوادونو ته هم ځانګړی زیان لري.
که چېرې د افراطي نظریاتو تولید په همدې دود روان وي دا طالبي افراطیت د سیمې سربېره نړۍ ته هم په اسانۍ انتقالېدلی شي.
ب. د بشري حقونو نقض:
د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو له امله د بشري حقونو نقض په پراخه کچه ترسره کېږي. نړۍوالې ټولنې په پرلهپسې توګه د دوی د بشري سرغړونو غندنه کړې، خو دوی خپلو پالیسیو ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو د سرغړونو پالیسۍ د دې سبب ګرځي چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې هم دا سرغړونې زیاتې شي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهیر لا پیاوړی شي او د افغانستان کادرونه لا ډېر فرار ته مجبور کړی شي.
ج. نړۍواله انزوا:
د طالبانو افراطي نظریې د دې سبب شوي چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي پاتې شي. اقتصادي بندیزونه او د مرستو کمښت د دې وضعیت لا خرابېدو لامل ګرځېدلی دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدا سره پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې مرستې بې سارې کمې شوې دي او که څه هم په نړۍواله کچه امریکا یوازینی هېواد دی چې د بشري مرستو په برخه کې له نورو ټولو هېوادونو زیاته مرسته کوي خو د بشري حقونو، بیان ازادۍ، مېرمنو او د افراطیت د ترویج په اړه د طالبانو خشن دریځ د دې لامل کیږي چې بشري مرستې ختمې، افغانستان لا منزوي او د افغانستان خلک لا وږي شي.
۴. پایله
د طالبانو افراطي نظریې نه یوازې د افغانستان خلکو ته ستونزې راولاړوي، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم یو ستر ګواښ دی. دا نظریه د دیني اصولو د سخت تعبیر، د بشري حقونو د نقض او د نړۍوالو اصولو له مخالفت څخه سرچینه اخلي.
د دې لپاره چې دا ډول نظریې محدودې شي، نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي او په عین حال کې د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله ملاتړ چمتو کړي.
که څه هم د طالبانو په اړه د ۲۰۲۱ کال تصور دا و چې دا ډله به د نړۍ له اوسنيو واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د افراطیت پر ځای د اعتدال او پرمختګ لارې ته مخه کړي خو وروستیو درېیو کلونو وښوده چې طالبان له خپلې لومړۍ دورې لا افراطي شوي، بندیزونه یې لا سخت شوي او هڅه کوي چې خپل فکر په زور بیا هم پلی کړي.
د طالبانو دا افراطي فکر د اوږدمهال لپاره د تطبیق وړ نه دی، د افراطیت د ترویج په تړاو د سیمې د هېوادونو سربېره نړۍوالې ټولنې ته ګواښونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او دا خطرونه کولی شي چې د طالبانو د حکومت لمن ورټوله کړي.

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبر کې ويلي، چې د دوی ابتدايه محکمې د فارياب په پښتونکوټ او دولت اباد کې یوه ښځه او نارينه له کور څخه د تېښتې او یوه ښځه د زنا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو هر یو ۳۹ دُرې وهلي.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له کوره د تېښتې په تور يې یوه ښځه د دُرو د وهلو ترڅنګ په یو کال او نارينه يې په دوو کلونو تنفيذي بند محکوم کړي دي.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې د زنا په تور یوه ښځه يې يوازې ۳۹ دُرې وهلې ده.
طالبانو ويلي، چې دغو کسانو ته یې د طالب چارواکو او عامو خلکو په مخ کې سزا ورکړې، څو د نورو کسانو لپاره د «عبرت» سبب شي.
طالبانو د تورنو کسانو د پيژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو یادو کسانو ته یې د متهم او مجرم اصطلاح کارولې ده.
د طالبانو د محکمې د معلوماتو له مخې، دوی نن د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم دوه کسان د «لواطت او غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ – ۳۹ دُرې وهلي دي.
طالبانو درې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې وهلي وو.
دې ډلې د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه په پکتیا کې هغه کس ته د «قصاص» سزا ورکړه، چې د یوه طالب په وژلو تورن و.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو او «قصاص» پېښو پر وړاندې په نړیواله کچه سخت غبرګونونه ښودل کیږي.خو دغه ډله نږدې هره ورځ د افغانسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته فزیکي سزاګانې ورکوي او وايي، دا کار د «اسلامي شریعت» د پليتابه په موخه تر سره کوي.
