د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره د یو شمېر افغانانو خوش بیني زیاته شوې او فکر کوي چې افغانستان به بیا د امریکا د کورنۍ او نړۍوالې اجنډا په سر کې واقع شي او افغانستان به دوی ته د طالبانو له خپسې څخه خلاص کړي.
ځینې ډلې چې په جنګ باور لري، له پخوانیو امریکایي چارواکو سره پخواني تصویرونه نشروي او فکر کوي چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا مخکې او دوی ورپسې وي او یا به دوی مخکې او امریکا ورپسې وي او دوی به د کابل ارګ ماڼۍ ته ورسوي
ځینې حتا د ټاکنو پپولیستي شعارونو پر اساس، فکر کوي چې نور د دوی پچه وتلې او دوی به د امریکا د نویو امنیتي چارواکو سلاکاران وي او څه چې دوی ورته وایي هغه به کوي.
د دې تر څنګ د طالبانو حاکمه ډله د امریکا د نوي جمهور رئیس د ټاکل کیدو په هکله بدبینه او په ویره کې ده چې ګوندې امریکا به یو ځل بیا افغانستان ته قوتونه ولیږي، دوی به له قدرته لرې او بیا سر بداله کړي ځکه دوی پوهیږي چې دوی د لنډکروزرو او نوي ژوند مزې وڅکلې او د پخوا په شان بیا جنګ نشي کولای او نه ورته په سیمه او نړۍ کې د پخوا په شان عقبه شته.
ځینې نور افغانان فکر کوي چې د ستاینو او ځانونو مطرح کولو په قطار کې باید وروسته پاتې نه شي څو د راتلونکو تحولاتو برخه اوسي. غویی لا حلال شوی نه دی خو دوی خانکي په سر نیولي دي.
دا خوش بیني او بدبیني د څه لپاره ده؟
ایا دا خوش بیني او بدبیني د یو څو کسو او ډلو د ګټو په خاطر ده او که دا خوش بیني او بد بیني د افغانانو د ګټو په محور ده چې افغانستان کې دایمي ثبات رامنځته شي.
افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ونه ګرځي او بالاخره افغانستان کې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي چې ټول افغانان پکې ځان وګوري او د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند وکړي.
که پورته اهداف تر سره نه شي او افغانستان بیا د نړۍ او سیمې د رقابتونو مرکز وګرځي نو بیا د امریکا د نوي جمهور رییس په راتګ سره خوش بیني او بدبیني د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.
دې کې شک نه شته چې د امریکا رول تر اوسه هم په نړۍ کې مهم دی خو دا چې د افغانستان په هکله د امریکا نوې اداره څه تصمیم نیسي، غواړم چې یو لړ واقعیتونو ته اشاره وکړم.
افغانان په کل کې او هم د سیمې او نړۍ هیوادونه په دې نظر دي چې د افغانستان موجوده حاکمه ډله د ټولو لپاره تهدید دی خو د دې بلا له شر نه د خلاصیدو په هکله بیلابیل متضاد نظرونه موجود دي اما عمومي ذهنیت همدا دی چې په دغه ډول چې د طالبانو حاکمه ډله له خپل ولس، سیمې او نړۍ سره چلند کوي، هیڅوک یې په رسمیت نه پېژني او د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی د زوال شپې رالنډیږي. په دې خاطر د امریکا موجوده او راتلونکې اداره هم طالبان په رسمیت نه پیژني او د بدیلې تګلارې په لټه کې به وي.
خو سیاست او سیاسي پرېکړې د احساساتو په اساس نه تر سره کیږي او د هرې پریکړې په هکله ګټه او تاوان سنجول کیږي. امریکا چې د دنیا لوی زبرځواک دی، د زبرځواکي تر څنګ، ډیر پیچلی سیستم لري چې هره پریکړه یو کس نشي کولاې او د جمهور ریئس ټرمپ د پریکړو په وړاندې ډیر حقوقي خنډونه شته دي او هغه به هغوی حل کوي خو دلته د افغانستان په هکله خبره مطرح ده.
د امریکا لپاره لومړی اپشن دا دی چې طالبان نور هم منزوي کړي، مالي او استخباراتي مرستې پرې بندې کړي او په رسمیت یې ونه پیژني. دا اپشن کافي نه دی ځکه د افغانستان مشکل په خپل ځای پاتې کیږي. افغانان له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي.
د طالبانو بدیل
اول د طالبانو په زور لرې کول او بدیل باندې کار کول دي لکه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې وکړل. دا اپشن بعید په نظر ښکاري ځکه د امریکا جنجالونه زیات دي او نه غواړي چې بیا پوځي مداخله وکړي. جمهور ریئس ټرمپ په کراتو ویلي چې دی غواړي جنګونه ختم کړي نه دا چې جنګونه زیات کړي. البته دا مسله مهمه ده چې د جنګونو ختم د چا په شرایطو غواړي؟ د جنګونو د ختمولو پریکړې یوازې امریکا په یو اړخیزه توګه نشي کولې ځکه هره جګړه پیچیدلې او مغلقه ده او زیاتو هڅو ته اړتیا لري چې دا جګړې ختمې شي.
دویم ښه اپشن د افغانانو او هم د سیمې هیوادونو او امریکا لپاره د یوې سیاسي پروسې تقویه کول دي. ځینې شاید ووایي چې سیاسي پروسه کار نه ورکوي او زور او ټوپک د افغانستان د مسایلو د حل لار ده، چې دا سمه نه ده.
د سافټ پاور په چوکاټ کې امریکا، د سیمې هیوادونه او افغانان په شریکه کولی شي چې په افغانستان کې مثبت تغییر رامنځته کړي. ټولې خواوې باید فکرا، ذهنا او په عملي توګه دغه وروستي بدیل ته ځانونه اماده کړي چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.
زما په اند همدا اخري بدیل د افغانانو په خیر دی او د جنګ نغارې غږول د افغانانو په خیر نه دي. په دې توګه نه زیاته خوش بیني په کار ده او نه زیاته بد بیني.
مارکو روییو تر دې وړاندې ویلي و، چې په غزه کې به د اوربند لپاره نظر پوښتنه و نه کړي او هغه په دې باور دی چې اسراییل باید د حماس «ټول غړي» له منځه یوسي. دونالډ ټرمپ دا رنګه د اسراییل بل ملاتړی مایک هاکبي په اسراییل کې د سفیر په توګه نومولی دی.
مایک هاکبي په فلسطین کې د دوو هېوادونو د رامنځته کولو مسله «د نه منلو او غیر عملي» بللې ده. د امریکا د مسلمانانو د ځواکمنولو او مشارکت د شبکې اجرایوي مشر رکسینالډو نازارکو ویلي، مسلکان رای ورکوونکي هیله من وو، چې ټرمپ به داسې کسان په کابینه کې ګوماري چې د سولې لپاره کار وکړي.
هغه وایي، داسې هېڅ نښې نښانې تر اوسه نه دي لیدل شوي. د مینه سونا د پوهنتون پخوانی استاد حسن عبدالسلام هم وایي، چې د ټرمپ د ګومارلو تګلارې د حیرانتیا وړ دي او هغه شان چې هغه فکر کاوه له هغې څخه ټرمپ ډېر «افراطي» عمل کوي. د ټرمپ ګڼو مسلمانو او عرب ملاتړو رویټرز ته ویلي، هغوی هیلهمن دي چې د دونالډ ټرمپ د ملي اطلاعاتو پخوانی مشر ریچارډ ګرنل چې د امریکا له مسلمانانو او عرب وګړو سره یې د اړیکو په جوړولو کې کار کړی، په دې برخه کې به رغنده رول ولوبوي. دغه کس امریکا مېشتو عربانو او مسلمانانو سره ژمنه کړې وه، چې ټرمپ به ډېر ژر په منځني ختیځ کې جګړه پای ته ورسوي.
د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ، د فاکس نیوز شبکې شنونکی دی او د امریکا په پوځ کې په افغانستان، عراق او ګوانتانامو زندان کې د کار کولو تجربه هم لري. هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې اسلام یو "متشدد ځواک دی چې امریکا ته ګواښ جوروي."
هغه په افغانستان کې د جګړې له لومړنیو کلونو راهیسې په ځانګړو ماموریتونو بوخت و او د افغان ځواکونو په روزنه، د یاغیانو پر ضد عملیاتو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ونډه لرله.
والټز په امریکا کې د هغو چارواکو له ډلې دی چې د افغانستان په مساله کې ځانګړې پوهه او تجربه لري او د دې مسالې په اړه یې څرګندونې او دریځونه په کانګرس کې د پام وړ ګرځېدلي دي.