د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې تېر ماښام د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی.





