طالبان: په روانه میاشت کې د سپین بولدک له لارې تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د روانې لړم میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه ۷۲۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د روانې لړم میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه ۷۲۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
په کندهار کې د کډوالو اړوندو کمیټو مسوولینو دغه اژانس ته ویلي، دغه ۷۲۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۷۴۸ کسان کېږي په تېرې یوې میاشت کې راستنې شوې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په دې موده کې۲۲۲ تنه بنديان هم افغانستان ته را اړول شوي دي.
دغه راستنې شوې کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه بېلابېلو بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي.
همدا نن د دغه اژانس په یو بل خبر کې راغلي، چې تېره ورځ ۲۵۶ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې.
د دغه خبر له مخې، د دغو کورنیو له ډلې د تورخم له لارې ۱۶، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷۵ کورنۍ بېرته راستنې شوې دي.
له بل پلوه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، روان کال له ایران څخه د افغان کډوالو په راستنېدو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په غور ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې یې د جبري ودونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو د حقونو تر ۶۰۰ ډېرې قضیې څېړلې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو سره په غور ولایت کې د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د مطبوعاتو مسوول شمس الحق په خبرو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» له مخې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
هغه وایي: «موږ د اسلامي ارزښتونو او احکامو په بنسټ د ښځو حقونو ته رسېدنه کوو.»
د هغه په وینا، په غور ولایت کې یې د جبري ودونو، ښځو ته د میراث د حقونو د نه ورکړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پېښو مخنیوی کړی او دغه ډول ۶۰۰ پېښې یې څېړلې دي.
د طالبانو د امربالمعروف هغه اداره ده، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو راهیسې یې پر ښځو لسګونه فرمانونو او بندیزونه لګولي دي، چې ان دغه ښځې یې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې کړې هم دي.
طالبان داسې مهال د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، چې همدا تېره ورځ په خوست او بغلان ولایت کې طالبانو دوه ښځې د «بداخلاقۍ» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې دي.
که څه هم چې نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونه د طالبانو پر دغو کړنو سختې نېوکې کوي؛ خو هغوی وایي چې دا هر څه د «شریعت» د پلي کېدو په موخه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ويلي چې، کابل کې د ترکیې سفیر او د دغې ډلې د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکو د افغانستان او ترکیې تر منځ د ځمکني ټرانسپورټ د فعالولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۲۹مه) کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي او د دوه اړخیزو ټرانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا یې ورسره خبرې کړې.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د ترکیې سفیر له قوله ویل شوي، هڅه کوي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ځکمني ټرانسپورټ د فعالولو لپاره زمینه برابره کړي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، «د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو ټرانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د اسانتياوو راوستلو، د لاجوردو لارې فعالولو او همدارنګه د هوايي چلند برخې پياوړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.»
د ۱۴۰۳ کل د غوايي په میاشت کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې د لاجورد له لارې د سوداګرۍ د پیل تر څنګ په ترکیه کې د سوداګرۍ د ګډو نندارتونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې.
د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۶،۸ میلیارده ډالره وه چې ۷۶ سلنه یې د ترکیې صادرات وو.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د اذربايجان د لومړي وزير مرستيال له ملابرادر سره په ليدنه کې د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې وه.
د افغانستان مخکني ولسشمر محمد اشرف غني د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې په کابل کې له افغان سوداګرو سره په ناسته کې ویلي و، چې د لاجورد لارې په پرانیستو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا په څلورلاري بدلوي او په دې اړه یې د ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او ګرجستان هیوادونو سره ګټورې خبرې کړې وې، او دغه هیوادونه هم د لاجوردو لارې پرانېستو سره لیوالتیا ښودلې وه.
دغه لاره د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان هیوادونو څخه تورې بحیرې ته رسيږي او بیا د ترکیې له لارې افغانستان د ازادو اوبو سره نښلوي.
د سوداګریزو چارو کارپوهان وايي، د لاجوردو لاره د کراچۍ بندر په نسبت افغانستان ته ډيره ګټوره تماميږي.
له تورغونډۍ د ترکیې تر بحیرې پورې څه باندې دوه زره کیلومتره لاره ده، چې د یو موټر سوداګریزو توکو پر سر څه باندې درې زره ډالره لګښت راځي او بیا د کراچۍ له بندره تر جلال اباد ښاره پورې په یو موټر سوداګریزو توکو څه باندې پنځه زره ډالر لګښت راځي او لږ تر لږه ۱۴ ورځې وخت نیسي.

د پاکستان د کډوالو عالي کمېشنر تېره ورځ ویلي، چې د لوېدیځو هېوادونو له خوا په پاکستان کې د ډېر شمېر افغان کډوالو د منلو لپاره باید یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. محمد عباس خان وویل لوېدیځ هیوادونه باید له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د منلو بهیر چټک کړي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د محمد عباس خان له قوله ویلي، په دغه کنفرانس کې به افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه ستنېدو او په درېیمو هېوادونو کې د هغوی د استوګنې په څېر ننګونې و ارزول شي.
نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به له طالبانو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره درې اړخیزه غونډه جوړه شي، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر ستونزو خبرې وشي.
عباس خان وړاندې وايي، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتېدو شاوخوا ۶۰۰ زره افغان پناه غوښتونکو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمېشنرۍ کې نوم لیکنه کړې ده.
دغه پاکستاني چارواکي روان کال د نړۍ د هیوادونو له خوا د افغان کډوالو په کم شمېر منلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې سږ کال د بیا مېشتیدنې لپاره له ملګرو ملتونو سره د راجستر شویو غوښتنلیکونو له ډلې یوازې اته زره کسان منل شوي.
نوموړي د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره د افغانستان کمزوري حالت او محدودو زېربناوو ته په اشارې سره وويل، چې خپل هېواد ته د افغان وګړو د بېرته ستنېدو وړاندیز له ننګونو ډک او دغه کار ستونزمن شوی.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې د بیرته ستنېدونکو کډوالو د منلو لپاره د افغانستان ظرفیت ډېر محدود دی.
د شمېرو له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو د تېر کال په تلې میاشت کې پیل شو، چې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه وایستل شول.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې اوسمهال ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د (پي او ار) کارتونو لري، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت له خوا د دغو کارتونو د ختم موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو له پخوانیو غړیو څخه دی؛ خو ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.
نوموړي دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د نوموړي له قوله ویلي، چې ښاغلي شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه په خپل دریځ کې له سره غور وکړي.
تېره ورځ ملګرو ملتونو په اېکس پاڼه لیکلي و، چې له نن څخه ۷۸ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ مه افغانستان د ملګرو ملتونو غړی شو.
د دغه سازمان لهخوا په خپور شوي تصویر کې ښکاري، چې سفیر عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور ته د پابندۍ سند لاسلیک کوي.

دغه سازمان وړاندې لیکلي و، چې په همدغه کال کې د ایسلنډ او سویډن ترڅنګ افغانان د نړۍوالې ټولنې ویاړلي غړي شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۷۸مې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له ویاړه ډک غړی دی.
یوناما زیاته کړې: «په وروستیو کلونو کې د دغه سازمان فعالیتونه د افغانستان د خلکو لپاره د باثباته سولې او تلپاتې پراختیا په رامنځته کولو راټول شوي دي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، ۷۸ کاله وړاندې افغانستان په ویاړ سره د هغو ملتونو په ډله کې شامل شو چې د یووالي، عدالت او نړۍوالې همغږۍ لپاره یې هڅې کولې.

نوموړي په دې اړه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، سږکال دغه ورځ یو ځل بیا د افغانستان د تاریخ ترټولو تیاره دورو کې راځي.
هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د بنسټیزو حقونو او ارمانونو ملاتړ ته د یووالي او همغږۍ له لارې خپله ژمنتیا یو ځلې بیا ثابته کړي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د نړۍالې جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې او د نجونو د تعلیم لپاره یې د هغې مبارزه ستایلې ده.
ملالې یوسفزۍ د سې شنبه په ماښام پر اېکس پاڼې کاږلي: «زه درباندې ویاړم چې د طالبانو په وړاندې ولاړه یې او د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې.»
هغې نیلا ته په خطاب کې ویلي: «ستا زړورتیا د نجونو او د نړۍ رهبرانو ته مثال دی.»
ملالې یوسفزۍ وایي: «کله چې مې په نیویارک کې له نیلا سره ولیدل، د افغان ښځو او نجونو د ځواکمنولو لپاره د هغې هوډ ډېره هڅولې وم.»
نیلا ابراهیمي د سې شنبه په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړۍواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.

ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.
نوموړې په داسې حال کې دغه جایزه ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څه موده مخکې ویلي و، چې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.
