اروپايي ټولنې د ماشومانو نړېوالې ورځې په مناسبت له افغان ماشومانو سره خپلې ژمنې تازه کړې

اروپايي ټولنې د ماشومانو نړېوالې ورځې په مناسبت له افغان ماشومانو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې له سره تازه کړې او د پوهنې، روغتیا او ساتنې په برخو کې یې له دوی سره په مرستې او همکارۍ ټینګار وکړ.







