د پاکستان د راولپنډۍ په چکري سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې د راولپنډۍ په چکري سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د درېیو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ. د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې دغه عملیات تر هغه وروسته ترسره شول، چې د یادو وسله والو په اړه امنیتي ادارو ته له مخکې راپور ورکړل شوی و.