• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عوامي نېشنل ګوند په کورمې ولسوالۍ کې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره کمېټه جوړه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند خبر ورکړی، چې په کورمې ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو او د ستونزې د حل په موخه یې د سناتور باز محمد په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړې. دغه ګوند ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به له ټولو خواو سره خبري کوي.

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د شنبې په ورځ ويلي، چې د پښتونخوا ایالت مشر میا افتخار حسين د ایمل ولی خان په هدایت دغه کمېټه جوړه کړې، ترڅو په کورمې ولسوالۍ کې وضعت کابو او په جنګ کې د ښکيلو قومونو سره خبري وکړي.

د ګوند په دې کمېټه کې شاهي خان شيراني، حميد طوفان، نثار مهمند، ګل صاحب خان خټک، شېخ جهانزاده، شاه حسين شينواری، ایاز وزير، خلیل وزیر، حيدرعلي شاه داوړ او ابن علي ګډون لری.

عوامي نېشنل ګوند ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به د پېښور باچاخان مرکز سره په تماس کې وي او وخت پر وخت به مالومات وسره شریکوي.

د راپورنو پر بنسټ د کورمې ولسوالۍ د علیزیو او باغان قومونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړه خواوې د یو بل پر ضد له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

یو دولتي سرچینه وايي، چې د خیبرپښتونخوا حکومت له خوا هم یوه دولتي جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د خیبرښتونخوا مشر وزیر ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل دي.

دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه به خبرې پیلوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

محسن داوړ: پاکستانی ریاست په کورمه کې د شیعه او سني په نوم پښتانه سره جنګوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د ملي ډېموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ په کورمه کې روانو نښتو ته په غبرګون کې وايي، چې پاکستانی ریاست د شیعه او سني په نوم پښتانه سره جنګوي. محسن دواړو وايي په کورمه کې د وژل شوي کسانو د موټرو د کاروان ساتنه د پاکستان امنیتي ځواګونه کوله.

ښاغلي داوړ نن شنبې په ورځ «د لیندۍ۳مه» ملي ډېموکراتیک غورځنګ د غړو له خوا د کورمې روانو حالتو په غبرګون کې شوي لاریونوالو ته په وینا کې وویل چې تېره ورځ کومې ډلې د ځايي خلکو کورونه او مارګیټونه سوځول پاکستانی ریاست چېرته و؟

محس داوړ وايي: «باید د پښتون بچی بچی په دې پوه شي، چې دا ریاست زمونږه دوښمن دی له ده څخه د خیر تمه نشته او دی غواړي زما وینه تویه کړي ځګه د دوی پروژه مخکې ځي.»

دغه پښتون سیایستوال په ټینکار سره وايي چې که پاکستانی پوځ نن وغواړي چې په پښتونخوا کې روانه جګړه پای ته ورسوي نو نه به د ټي ټي پي په نوم کومه ډله وي او نه به د زینبیون په نوم ډله وي.

محسن داوړ چې تېره دوره کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی و، وايي چې کله یې هم په تېرو پنځو کالو کې په اسمبلۍ کې د ترهګرۍ پرضد خبره کړې ده نو «زما مایک یې رابنداوه.»

دواړ زیاتوي ترهګري پالل او د دې مخنوی نه کول دا د پاکستان رسمي پالیسي ده ځګه دوی په روانو حالتو خاموشه دي.

محسن داوړ د کورمې له خلکو غواړي چې د روانو نښتو د پای ته رسولو لپاره له یو بل سره مخامخ خپلې ستونزې د خبرو له لارې د تل لپاره حل کړي او د چا په تمه دې نه پاتې کېږي چې د دوی جګړه به ختموي.

یو ځايي خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په باړه چینار کې د شیعه او سني قومي مشرانو تر منځه ناسته شوې ده، چې په ناسته کې د دواړو خواو ۲۰ قومی مشرانو کډون درلود.

تر دې دمه د جګړې د ودرلو او یا هم پای ته رسولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

پرون په دغه سیمه کې بیا نښتو زور واخیست او تر دې دمه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

په کورمه کې روانه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.

په کورمه کې د دولتي جرګې د غړو پر چورلکه ډزې شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۱ GMT+۰

د پښتونخوا په کورمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په باړه چینار کې د پاکستاني پوځیانو مرکز ته څېرمه د دولتي جرګې پر چورلکه ډزې شوې دي. تر دې پېښې وړاندې یوې دولتي سرچینې ویلي و، د روان تاوتریخوالي کرارولو لپاره د صوبايي حکومت یوه جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.

د پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن شنبې «د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه برید کې د حکومتی جرکې د غړو چورلکې ته کوم زیان نه دی اوښتی او بېرته له کورمې پيښور ته رسېدلې ده.

د پښتونخوا ایالتي حکومت د دې برید په اړه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم په کورمه کې د روانو جنجالونو په اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د ښتونخوا چیف سکیرټري ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل وو.

دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه خبرې پیل کړي.

ځايي سرچینو وویل چې دغه جرګې غړو د اهل تشیع او سني ځايي قومي مشرانو سره لیدلي دي.

دې جرکې دواړو اړخونو ته ویلي:« هېڅ چا ته اجازه نشته چې امنیت خراب کړي.»

100%

د پښتونخوا حکومت له هغه وروسته باړه چینار ته د جرګې لېږلو پرېکړه وکړه چې پرون په دغه سیمه کې بیا نښتو زور واخیست او تر دې دمه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

په کورمه کې روانه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.

په کورمه کې د روانو نښتو له امله تر دې دمه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ کمېشنر جاوید الله مسعود ځايي خبریالاتو ته منلې ده، چې د کورمې په روانو نښتو کې تر دې دمه ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي. دغه نښتې د پنجشنبې د ورځې له وسلوال برید وروسته پیل شوه، چې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۵ کسان په کې وژل شوي وو.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ د کورمې ولسوالۍ د علیزیو او باغان قومونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړه خواوې د یو بل پر ضد له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

د کورمې په زیاترو سیمو کې ټلفونونو شبکې بندې شوي دي.

یوه دولتي سرچینه وايي چې د خیبرپښتونخوا حکومت له اخوا یوه دولتي جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د خیبرښتونخوا چیف سکیرټري ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل دي.

دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه به خبرې پیلوي.

دغه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.

عاصم منیر: د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو او ترهګرو شبکو رېښې به وباسو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۰

په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا وايي، «د ترهګرو شبکو او د ملي امنیت ګواښونکو عناصرو جرړې به وباسي.»

عاصم منیر نن د پښتونخوا مرکز پېښور کې له پوځي چارواکو سره په خبرو کې دا هوډ بیا تکرار کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، ښاغلی منیر د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي اپېکس کمېټې د غونډې د تعقیب او د ورته صوبايي غونډو د ژر تر ژره جوړېدو لپاره تللی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پوځ او ملت ټولیز هوډ وباله او زیاته یې کړه چې د دوښمنو عناصرو له منځه وړل یې لا هم لومړیتوب دی.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ له قانون پلي تابه ادارو سره په همغږۍ او قوي عملیاتو سره د سولې د دوښمنانو له منځه وړلو پسې دی چې تلپاتې امنیت او ټیکاو ډاډمن کړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې یې استخباراتي عملیاتو سره اوه وسلوال وژلي دي.

په دغو دوو صوبو کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله ورځ تر بلې امنیت خرابېږي.

پاکستان پر افغان طالبانو او هند تور لګوي چې د دوی د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي، خو دواړه لوري دا تورونه ردوي.

ځايي سرچینې: په لکي مروت کې یو سیاسي فعال د دوو وسلوالو له خوا ووژل شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن ماښام د لکي مروت کمبېله سیمه کې د پاکستان پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د دوه تنو ناڅرګندو وسلوالو له لخوا په ډزو ووژل شو. سرچینې زیاتوي مشال ازاد هغه وخت وژل شو، چې له جومات څخه د کور په لور روان و.

سرچینې وايي چې د پېپلز ګوند ځايي مشر مشال ازاد د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې وژل شوی دی.

د مشال ازاد خپلوان وايي چې نوموړي له چا سره شحصي دوښمني نه درلوده.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم تر دې دمه پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه څه ویلي دي.

یوه اونۍ وړاندې د داعش خراسان په یوه برید کې د جماعت اسلامي د باجوړ ولسوالۍ مسوول صوفي حمید د وژلو پړه پر غاړه واخېسته.

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اسلامپالې او بېلتون غوښتونکې ډلې په پرله پسې ډول د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.

تحریک طالبان پاکستان یوه له هغو ډلو ده، چې د پښتونخوا امنیت یې ننګولی دی.

اسلام اباد تل افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان سره په همکارۍ او دغې ډلې ته د پټنځیو په برابرولو تورنوي.

پاکستاني چارواکي وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په کابل کې د طالبانو په څېر ایډیالوژي تعقیبوي.

افغان طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.