• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له چین څخه د سوداګریزو توکو بار وړونکی اورګاډی د افغانستان شمال ته رسیدلی

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۰ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د مزارشریف ښار حيرتان بندر ته رسېدلې ده.

د دغې ډلې په وینا، دغه ریل ګاډی له قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی. په ۱۳۹۵ کال کې د چین لومړنۍ اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) وویل، چې په دې بار وړونکي اورګاډي کې ۵۵ کانټینرونو کې سوداګریز توکي بار وو. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې مناسبت په مزارشریف کې په جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ چې د دغې سوداګریزې لارې د پراختیا لپاره پلانونه عملي کیږي.

نوموړي له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له چین سره د هېواد د اورګاډي پټلۍ د نښلولو پروژې ته اجازه ور نه کړي، چې بنده شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي پټلۍ فعاله کیږي. د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ کال کې پرانیستل شوه. خو د لارې اوږدوالي، سیاسي او امنیتي کړکېچونو او سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې د کافي اسانتیاوو نشتوالي له امله دغه له دغې لارې سوداګرۍ دوام ونکړ.

عزيزي دغو تجربو ته په اشارې سره وويل: «په تېرو وختونو کې له چين څخه سوداګریز توکي د اورګاډي په واسطه افغانستان ته راوړل شوي وو، خو دغه بهير دوام ونکړ. اوس افغان سوداګرو باید د دغې سوداګریزې پټلۍ د بندولو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه: «له چين سره د افغانستان سوداګريز اورګاډي ليکه نه بايد غير فعاله شي. موږ له روسیې سره د اورګاډي پټلۍ د فعالولو په هڅه کې یو او موږ له ازبکستان څخه په دې برخه کې د خپلو اوږدمهالو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوو.»

د اورګاډي دغه لار د چین له نانتونګ ښار څخه پیل او د بلخ ولایت په د حیرتان بندر کې پای مومي.

د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د بیا پیل رسمي پرانیسته د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر او د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي په حضور کې ترسره شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

داعش په بغلان کې پر زیارت د برید مسوولیت ومانه

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د داعش خراسان څانګې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې په یوه زیارت کې د لسو کسانو د وژلو مسوولیت ومانه. طالبانو پرون ویلي و چې د دې برید په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دغه وژنه غندلې او له طالبانو یې د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې ده.

تر دې برید نږدې ۳۰ ساعته وروسته داعش ته نږدې اعماق د یوه پیغام خپرولو سره ویلي چې دې ډلې د دغو کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.

د داعش په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو شمېر لس ښودل شوی دی.

ناپېژاندو وسله‌والو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ یوه زیارت کې په ډزو ووژ.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ له دې پېښې څو ساعته وروسته د ۱۱ کسانو وژل تایید کړل او ویې ویل د دغه برید په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.


کندهار کې طالبانو د امنيت د ټينګښت په موخه د تورو ښيښو پر ګاډو او وسلو ګرځولو بنديز لګولی

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

طالبانو بیا په کندهار کې د تورو ښيښو د ګاډو پر چلولو او د ډاياګ مديريت له اجازې پرته د وسلو پر ګرځولو بنديز لګولی. طالبانو ويلي، چې د مخنيوي لپاره يې په ښار کې د تلاشۍ مرکزونه هم زيات کړي.

د طالبانو امنيه قومندانۍ د شنبې په ورځ د يوې خبرتيا په خپرولو له خلکو غوښتي، چې د وسلو ګرځولو لپاره د ډاياک يا بې وسلې کولو مديریت له کارت پرته نور ټول کارتونه اعتبار نه لري.

کندهار کې طالبانو ويلي: «د تورو موټرونو ښيښې سپينيږي، له موټرونو څخه غيري ضروري وسایل لکه انتنونه او اشارې ليري کيږی او د اسلحو د جواز کارډ لپاره باید د ډایاک مدیریت څخه رسمي کارډونه ترلاسه شي.»

کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ ويلي، چې نن يې په عينومېنه کې د تلاشۍ پر مهال د یو شمېر موټرونو ښیښې هم سپينې کړې او له خلکو يې د نه تکرار ژمنې اخيستې.

طالبانو ويلي، چې دغه اقدام د امنيت د ټينګښت او ټولنيز نظم د راوستلو په موخه کوي.

طالبانو د همدې کال په اکتوبر میاشت کې هم په کندهار کې د یو کمپاين پر مهال د هغو ګاډو ښيښې سپينولې، چې تورې وې.

د چين استازي پاکستان ته له سفر وروسته له مولوی کبير او ملا یعقوب سره وکتل

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۰

طالبان وايي د افغانستان لپاره د چين استازي د پاکستان له سفر وروسته له ملا کبير او ملا یعقوب سره ليدنه کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پر ښه کولو خبرې کړې.

د یو شایو یونګ سفر پسې پاکستاني رسنیو وویل، پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړي.

هغه مهال د ایکسپرېس ټرېبیون لیکلي و، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ور کړي دي.

په هغه سفر پسې د چین ځانګړی استازی کابل ته ستون شو او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

طالبانو ويلي، په دې لیدونو کې نوموړي د پاکستان د سفر مالومات له دوی سره شریک کړي او پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سرحدونو پر ساتلو خبرې شوې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوشيایونګ له قوله ليکلي: «چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دريځ ملاتړ کوي او لېوال دی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.»

د دې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او تفاهم ټينګار کړی او زياته کړې یې ده: «چين له افغانستان سره د اقتصادي پياوړتيا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.»

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي کبير په دې ليدنه کې يو ځل بيا ګاونديو او نړيوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هيڅ ګواښ پېښ نه شي.

هغه ويلي: « له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او په تېرو دریو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده.»

100%

د طالبانو د فاع وزارت هم په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي ترڅنګ چنايي سفير د ملایعقوب سره د دوه اړخيزو اړیکو پر پياوړتيا، د سرحداتو د ساتلو او پانګونې اړوند خبرې کړې دي.

ملا یعقوب چین د افغانستان یو شریک ګانډی او مهم همکار بللی دی.

دغه چينایی استازی په داسي مهال له پاکستان څخه تر سفر وروسته له طالبانو سره د درېيو هېوادو د همکاريو د پياوړتيا اړوند ليدنې کوي، چې د پاکستان په ډېرو برخو کې ناامنيو زور اخيستی.

پاکستاني چارواکو ډېره ځله ويلي، چې د دغه هېواد په ناامنۍ کې افغان طالبان لاس لري او په خپله خاوره کې يې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی.

د پاکستان دا ډول څرګندونې بیا طالبانو رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي، چې خپله ملامتيا دي پر دوی نه اچوي.

د طالبانو د امر په معروف وزیر: هغوی ډارن دي چې د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سم عمل غواړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د امر په معروف او نهې له منکر وزیر په هرات کې يوې غونډ ته ويلي، ځینې خلک فکر کوي، چې که طالبان د نړیوالې ټولنې «فرمایشونه» ونه مني نو کمزوري، یوازې او انزوا کې به پاته شي. محمد خالد حنفي ويلي، هغه کسان، چې دا ډول فکرونه لري « غلط او ډارن» دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خيبر د جمعې په ورځ (د ليندۍ ۲ مه) پر خپله اېکس پاڼه د خالد حنفي د وينا یوه ږغيزه برخه نشر کړې او ورسره یې لیکلي، چې د دوی وزير په هرات کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دا ډول فکر غلط دی.

سیف الاسلام خيبر لیکلي،د امربالمعروف وزیر ویلي، چې ځینې خلک فکر کوي که طالبان د دین ټول احکام پلي کړي او له نړیوالې ټولنې سره لکه څنګه، چې دوی یې غواړي تعامل ونه لري، دوی به ضعيف، یوازې او منزوي پاتې شي.

د خالد حنفي ویاند د هغه له قوله ليکلي، چې دا ډول خلک «ډارن»، له «مجازي ډار» اغیزمن او د «حقیقي ځواک» يې له پامه غورځیدلی دی.

خالد حنفي ټینګار کړی، چې طالبان به تر هغو بریالي نه شي، چې «د خدای د رضا لپاره د مخلوقاتو (خلکو) خوښي له پامه ونه غورځوي.»

د امربالمعروف وزیر ویلي چې طالبان به «د خدای له رضا پرته ځواکمن، متمدن او مطرح نه شي.»

د دغه طالب وزير په خبره، په دې برخه کې د هیچا د تهمتونو، بد ویلو او ملامتيو پروا نه لري.

خالد حنفي دا هم ويلي، که «الله ج، د دوی شهیدانو او ملت» ته وفاداره پاته شي نو «نظام به دایم او قایم» وي.

نوموړي زياته کړې: «که دوی د اغيارو په وجه په اسلامي نظامي کې سستي راوستل الله مو بیا دغو خلکو ته پرېږدي او نظام به له منځه ځي.»

د امربالمعروف وزارت د ویاند په خپاره شوي متن کې د کوم مشخص کس یادونه نه ده شوې؛ خو راپورونه ښیي، چې طالب مشران له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د څرنګوالی او د دې ډلې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په برخو کې اختلاف لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره اختلاف لري.

د ۱۹ کلنو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ عزیز الله میاخېل د زنګون د ټپ له کبله له سیالیو بهر شو

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې توپوهونکی عزيز الله مياخېل د زنګون د ټپ له کبله له لوبو بهر او پر ځای يې له احتیاطي لوبغاړو روح الله عرب لوبډلې ته شامل شوی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي امارتو ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ شروع ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عزيز الله میاخېل تر ټپي کېدو وروسته د ښې درملنې په موخه هېواد ستون شوی.

بورډ ويلي، چې عزيز الله مياخېل به د راتلونکو درې اونيو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې په مرکز کې تداوي کېږي.

افغانستان کرېکت بورډ د لړم په ۲۴ مه د دغه یو ورځنۍ درې اړخيزه لوبلړۍ لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې په کې احتیاطي لوبغاړي هم شامل دي.

افغان لوبډلې تر دا مهال په دې سياليو کې درې لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او په يوه کې يې ماتې خوړلې.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، چې له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرېکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.