طالبان: تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر او نور اساسي حقونه تامین شوي

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، په افغاني ټولنه کې د ”ناسمو دودونو، رواجونو او بې مانا غیرتونو“ د مخنیوي په موخه یې هڅې ګړندۍ کړي دي.