کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر له امیرخان متقي سره د مخه ښۍ ناسته کړې

په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د خدای پامانۍ ناسته کړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو هم خبرې کړي.