د طالبانو د پوهنې وزیر خوست کې یوې غونډې ته ويلي چې په «مغرضو رسنیو» باور ونه کړي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، چې د دغې ډلې د پوهنې وزیر خوست ولایت کې د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې «موږ عصري علومو ته ډیر پام کوو خو مغرضې رسنۍ منفي تبلیغات راپسې کوي.»