طالبانو په پروان ولایت کې هغه کس ۸۰ دورې وهلی، چې پر بل کس یې د ”زنا“ تور ثبوت نه شو کړای

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې یې پر یوه کس له هغه وروسته د «حد قذف» حکم عملي کړ او ۸۰ دورې یې وواهه، چې پر بل تن یې د “زنا” کولو تور په ثبوت نه شو کړای.