د طالبانو د ټولګټو وزارت پلاوی د نړۍوالې ټولنې ۳۴‌مه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د ریل پټلۍ د معین په مشرۍ یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د نړۍوالې اتحادیې په ۳۴مه سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته په سفر تللی دی.