امریکا ته په ناقانونه توګه د افغانانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې ده

د امریکا د کډوالۍ فدراسیون وايي، د هغو افغانانو شمېر چې د پاناما-کولمبیا پر پوله له یوې مهمې لارې څخه امریکا ته د رسېدو لپاره تېرېږي، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.