طالبان د حلال تجارت له لارې غواړي چې نړۍوالې اړیکې جوړې کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د ترکیې په ګډون بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د ترکیې په ګډون بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي د اسلامي پانګونې او حلال تجارت له لارې له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره اغېزمنې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.
نورالدین عزیزي د حلالې نړۍوالې غونډې په څنډه کې وویل: «غواړو د کرنې د سکتور پیاوړتیا، د زیربناوو پراختیا، د کورنیو صنعتونو ملاتړ، د مالي ثبات ټینګښت، د کورنیو او بهرنیو پانګونو هڅول او ټولو برخه والو ته د ګټو برابرولو زمینه برابره کړو.»
عزیزي دغه څرګندونې په استانبول کې د یوې څلور ورځینۍ غونډې په ترڅ کې چې د حلال تجارت پر موضوعاتو څرخي، وکړې.
عزیزي دغه غونډه په اسلامي نړۍ کې یوه ستره سوداګریزه غونډه یاده کړه او ویې ویل، چې د نړۍوال حلال تجارت د پیاوړتیا لپاره یو پلاټفورم دی.
هغه زیاته وکړ، چې حلال صنعت، حلال تجارت او حلال محصولات نه یوازې د اسلامي نړۍ او مسلمانانو بلکې د ټول بشریت لپاره خدمت کوي.
عزيزي دې ته په اشارې سره چې سيمه ييز او نړۍوال پانګه وال کولى شي په خوندي توګه په افغانستان کې پانګونه وکړي همداراز وويل: «افغانستان او ترکيې د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه د تاريخ په اوږدو کې په اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې ښې اړيکې ساتلي دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د کابل د سناتوریم ۳۰ اوسېدونکي د کورونو د نه تخلیه کولو له امله نیولي دي. سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو عدليې وزير دغه کسان د خپلو ځمکو د اسنادو د تاييد په موخه خپل کور ته بللي او بيا يې امنيه قوماندانۍ ته سپارلي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د غصب شویو ځمکو د څیړلو ځانګړې محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په سناتوریم سیمه کې له ۲۰ جریبه زیاته غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
سرچينو زياته کړې، چې د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ ۶ مه) نېټه عبدالحکيم شرعي د کابل ښار د سناتوريم سيمې تر ٣٠ زيات اوسېدونکي خپل کور ته ورغوښتي او له هغوى يې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته د يادو ځمکو د سپارلو اړوند سند لاسليک کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د سند له لاسلیکولو سره د مخالفت له امله د طالبانو عدليې وزير نيولي او د دې ډلې امنيه قوماندانۍ ته یې سپارلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دې سيمې اوسېدونکو ته يوه اونۍ وخت ورکړى او ګواښ يې کړى، چې که د يادې مودې تر پايه له دې سيمې ونه وځي، کورونه به يې وران او دوی به بنديان کړي.
دغه ځايي سرچينې وايي، هغه سيمه چې طالبان يې د دولتي ځمکې ادعا کوي، د کابل په دارالامان کې د افغان جاپان روغتون ته څېرمه ٢٣ جريبه ځمکه ده، چې د دې ډلې د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي هم پکې اوسېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبانو درې مياشتې وړاندې ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې دا ځمکې «دولتي» دي او بايد له دې سيمې ووځي.
له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې یو شخصي زندان جوړ کړی دی.
د یادې ډلې عدلیې وزارت ویلي، چې د طالبانو د مشر د امر له مخې عبدالحکیم شرعي واک لري، چې د ۱۰ ورځو لپاره غاصبان بندي کړي.
عبدالحکیم شرعي، چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له نږدې کسانو ګڼل کېږي او د دې ډلې د حکومت په تېره دوره کې یې د عدلیې د وزیر په توګه هم کار کړی دی.
نوموړي له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دې ته اړ اېستی و، چې کور او دفتر تخلیه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د جرمني د اې ار ډي تلویزیون دوو خبریالانو ته امر شوی چې د روسیې د لومړي چینل د دفتر تړلو په غبرګون کې ددغه هېواد خاوره پرېږدي.
له دې وړاندې د روسیې لومړي چینل اعلان کړی و چې برلین ددوی د خپرونو دفتر تړي او خبریال او کمره مین به یې د ډسمبر په لومړیو کې له هېواده ووځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جرمني د دغه اقدام په غبرګون کې وویل چې دا ګام د روسي خبریالانو پر وړاندې د برلین د غیر دوستانه ګامونو له امله اخستل شوی.
زاخارووا ریاته کړه، چې مسکو به روسي خبریالانو ته په جرمني کې د کاري شرایطو له برابریدو وروسته د اې ار ډي شبکې خبریالانو ته هم د کار اجازه ور کړي.
د روسیې د"چینل ون" خبري شبکې غړي "ایوان بلاګووی" په یوه ژوندۍ خپرونه کې اعلان کړی و چې برلین ده او په جرمني کې د دې شبکې د دفتر یوه بل کارکوونکي "دیمیتري ولکوف" ته امر کړی چې د جرمني خاوره پریږدي.
د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکړ، چې اې ار ډي تایید کړې چې ددوی یوه خبریال او تخنیکي کارکوونکي ته د ډسمبر تر ۱۶مې له روسیې د وتلو امر شوی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په افغانستان کې د نشه یي توکو او جرمونو د زياتېدو اړوند د ملګرو ملتونو راپور «له حقیقت نه لرې» بللی دی. دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده د امر له مخې پر دې کښت بنديز دی او په ټول هېواد کې يې د مخنيوي هڅې روانې دي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د چارشنبې په ورځ وویل چې « د کورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ادارې ادعا (چې د نشه يي توکو په کښت او توليد کې زياتوالى ښيي) ردوي او له حقيقت نه یې لرې ګڼي.»
نوموړي ويلي، چې د دوی د ارزونو له مخې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د نشه يي توکو د کښت او توليد په برخه کې پام وړ کموالی راغلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، ځواکونه یې په ټول افغانستان کې د نشه یي توکو د له منځه وړو په برخه کې یو شان عمل تر سره کوي او په هيڅ سيمه کې چا ته د کر اجازه نه ورکوي.
دغه طالب ویاند زياتوي، چې نړيوالو له افغان بزګرانو سره هيڅ بديلې مرستې نه دي کړې او دوی په يوازې سر د نشه يي توکو د کر او توليد مخنيوی کوي.
اعلامیه زیاتوي، «د دې پدیدې د له منځه وړو او د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې له هېوادونو او سازمانونو د همکارۍ تمه کیده، له بده مرغه تر اوسه کومه همکاري نه ده شوې.»
د نوموړي په خبره، د هبت الله د فرمان له مخې د نشه يي توکو د کښت او تولید مخینوی یې د اساسي اقداماتو یوه مهمه برخه ده.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر تازه رپوټ څرګندوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین تولید ۴۳۳ټنو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی.
رپوټ وایي، اوس دوه پر درېیمه برخه نشه يي توکي د هېواد په شمال ختیز کې تولیدیږي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې کروندګرو پر ۱۲,۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکښت، توليد، کاروبار او قاچاق بندیز ولګاوه.
وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول، چې په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو سيمه یيزو قوماندانانو په کورونو کې کوکنار کرلي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" د طالبانو له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره لیدلي دي. د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې دغه لیدنه د ملا یعقوب په کاري دفتر کې شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړي او زیاته کړې یې ده، چې« دواړه هېوادونه ډير ګډ مشترکات لري او همدا ګډې او دوامداره اړیکې د دې لامل شوې چې د ګاونډیتوب د حس او متقابل احترام پر بنسټ د اقتصادي، تجارتي او نورو ګډو موضوعاتو په برخو کې همکاري سره ولري».
طالبان وايي، د پاکستان سفیر هم پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د پاکستان د سفیر او طالبانو ددفاع وزیر دا لیدنه داسې مهال ده، چې پر دې ډلې د اسلام اباد له اړخه د پاکستاني جنګیالیو د کنټرول په برخه کې فشارونه ډېر شوي.
پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې خپل بریدونه چټک کړي دي.
تېره ورځ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستان د یوه چینايي پلاوي له لارې د طالبانو مشرتابه ته خپل پیغام استولی چې پاکستاني طالبان د اسلام اباد خلاف د افغانستان د خاورې له کارولو را وګرځوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه مقاله کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو راټولولو او د حساب ورکولو د پیاوړتیا لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د داسې میکانیزم نشتوالی په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو شواهد له منځه وړي او د قانون د پلیتابه پر وړاندې خنډ ګرځي.
د بشري حقونو د څار اداره د افغانستان لپاره د حساب ورکونې د یوه خپلواک میکانیزم د رامنځته کولو د اړتیا په اړه د پوښتنې په راپورته کولو سره ټينګار کوي، چې دا میکانیزم باید د بشري حقونو پخوانۍ او اوسني سرغړونې وڅیړي او د قربانیانو لپاره عدالت او جبران تضمین کړي.
دغه سازمان په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو، د «LGBTQ» خلکو، پخوانیو دولتي کارکوونکو، مذهبي او قومي لږه کیو، خبریالانو او لاریون کوونکو ښځو پر وړاندې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته اشارې کړي دي.
د بشري حقونو د څار اداره باور لري، چې دا میکانیزم کولی شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت بشپړ کړي او د جرمونو نړیوالې محکمې، د عدالت نړیوالې محکمې او کورنیو محکمو کې د اوسنیو او راتلونکو هڅو ملا وتړي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د حساب ورکونې خپلواک میکانیزم باید د حقایقو د څېړلو، پېژندلو، د شواهدو د راټولولو، ساتنې، تحلیل او د بشري حقونو د سرغړوونکو د پېژندلو مسوولیت ولري.
د بشري حقونو د څار راپور وايي، چې دا میکانیزم باید د خپل ماموریت د ترسره کولو لپاره په اړینو منابعو سمبال وي او د ډیجیټل مهارتونو او جرمي تحقیقاتو په کارولو سره له قوي جنايي څېړنو ګټه پورته کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان لیکلي چې «د دې میکانیزم رول د شواهدو بیاکتنه، راټولول، تحلیل او ساتل دي چې په محکمه کې ومنل شي او له نړیوالو معیارونو سره مطابقت ولري.»
دغه سازمان همداراز زياتوي، «د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه مخکې د طالبانو جرمونه هم باید وڅېړل شي، ځکه چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ناکامي ښايي قربانیان حاشیې ته کړي»
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې قربانیان باید عدالت ته لاسرسی ولري.
