• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هکرانو د یوګانډا مرکزي بانک څخه د سیسټم په هک کولو سره شاوخوا ۱۷ میلیون ډالر غلا کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د یوګانډا رسینو د پنجشنبې په ورخ (لېندۍ ۸مه) راپور ورکړی، چې هکرانو د دغه هیواد د مرکزي بانک سیسټم هک کړی او له دې سره یې ۱۶.۸ میلیونه ډالر چې شاوخوا ۶۲ میلیارده یوګانډايي شیلینګ کیږي، غلا کړي دي.

دغه هکران، چې د ویسټ ځان معرفي کوي، د یوګانډا بانک معلوماتي سیسټمونو ته یې لاسرسی موندلی او د دې میاشتې په پیل کې یې په ناقانونه توګه پیسې انتقال کړي دي.

د یوګانډا دولتي ورځپاڼې په یو راپور کې د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې په سویل ختیځې اسیا کې میشتې دغې د هکرانو ډلې د غلا شویو پیسو یوه برخه جاپان ته استولې، خو بانک توانیدلی چې د غلا شویو پیسو نیمایي برخه بیرته راوګرځوي.

د دغه سایبري برید په ځواب کې ولسمشر یوري موسویني د څیړنو امر کړی.

د یوګانډا مرکزي بانک او پولیسو په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په یوګانډا کې د مخابراتي شرکتونو په ګډون بانکونه او نور د مالي خدمات وړاندې کونکي په مکرر ډول د سایبري بریدونو لاندې راغلي، خو چارواکي وايي، چې ځینې بانکونه په عامه توګه د داسې پیښو په تاییدولو کې زړه نازړه دي.

د یوګانډا تر ټولو لوې خپلواکې ورځپانې ډیلي مانیټر راپور ورکړی، چې ممکن غلا کې د بانک داخلي کسان هم ښکیل وي.

د انلاین مانیټر د راپور له مخې: «امنیتي ادارې له دې سره د داخلي دندې په توګه چلند کوي، دا د یوګانډا بانک، د مالیې وزارت د خزانې ریاست او د عمومي محاسبې دفتر ترمنځ د همکارۍ پایله وه.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

منظور پشتین: د استعماري ریاستي نظام ظلم اوج ته رسیدلی

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر غړو د پاکستان د حکومت برید غندلی او وايي، چې دولتي دستګاه د ولس مظلومیت د بري په توګه نمانځي خو دا کړنې به ددوی د ماتې او بد پای لامل شي.

پشتین د پي ټي ای لاریونونو ته د پوښښ ور کوونکي خبريال مطيع الله جان تښتول غندلي او له خبریالانو سره یې خپل پیوستون ښودلی.


منظور پشتین چې له اوږدې مودې وروسته یې پر خپل اېکس پیغام خپور کړی وايي، چې «خلک په ظلم او له واک څخه په ناوړه استفادې سره نه شي غلي کېدای».


نوموړي زیاته کړې « هرڅومره چې دا ظلمونه کوي هغومره به يې د زوال ورځې کمې وي، په دې شرط چې بېلابېلې ولسي کړۍ د دوی پر وړاندې مبارزه کې خپل مورال لوړ وساتي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي».

د عمران خان په غوښتنه راغوښتل شوی لاریون او پرلت په اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له مرګ ژوبلې سره مل پای ته ورسېد. په دغه لاریون کې ګڼ کسان وژل شوی او ټپیان دي، خو حکومت یې د نړیوالو غبرګونونو له ویرې تراوسه کره شمېر نه دی ډاګیز کړی.

د منځنۍ اسیا شنونکي: په افغانستان کې د جماعت انصارالله حضور د تاجکستان امنیت ګواښي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله تقویه شي.د یاد تړون غړو هیوادونو یو پریکړه لیک لاسلیک کړ چې د افغان-تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره د ډله ییز امنیت تړون سازمان په نښه شوی پروګرام تاییدوي.

د تړون غړو هېوادونو دغه راز د نړیوال او سیمه ییز امنیت په تړاو ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.

د یاد تړون عمومي منشي، ایمانګلي تاسماګامبیتوف، ویلي، چې د افغان-تاجک پولې د تنظیم او امنیت هوکړه لیک یو بین ‌الحکومتي پروګرام دی.

د اذربایجان کالیبر رسنۍ ددې ناستې په درشل کې په یوه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې میشتې وسله‌ والې ډلې جماعت انصارالله، چې د "تاجک طالبانو" په نوم هم پېژندل کېږي، د تاجکستان پر وړاندې د نظامي عملیاتو لپاره خپلې تیارۍ چټکې کړې دي.

د روسیې د عصري افغانستان مطالعاتو مرکز په وینا، دې ډلې ته له سوریې، عراق او افغانستان نه د جګړه‌ مارو د ورتګ شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، چې د سیمې لپاره یې د امنیتي ننګونو کچه لوړه کړې ده.

یادې رسنۍ د افغان-تاجک پولې د امنیت او په افغانستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو د حضور په تړاو د منځنۍ اسیا ځینې شنونکي غږولي.

د تاجکستان سیاسي شنونکي پروېز ملوجانوف په باور، د افغان-تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره یو نړیوال توافق شته. هغه کالیبر ته وویل: « له همدې امله به د دې موخو لپاره له بېلابېلو سرچینو څخه بودجه ځانګړې شي. د دې نړیوال توافق دلیل دا دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړیواله ټولنه او ګاونډیو کې اعتماد نه‌ دی رامنځته کړی».

د ملو جانوف په وینا، که د تاجک-افغان پولې په اوږدو کې کومه جدي شخړه رامنځته شي، د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه به د موجوده تړونونو پر بنسټ تاجکستان ته د نظامي او تخنیکي مرستې په ورکولو مکلف وي. هغه زیاته کړه، « په تاجکستان کې د ټولنیزو رسنیو او انلاین رسنیو تحلیلونو ته په کتو، عامه نظر په پراخه توګه د طالبانو پر وړاندې سخت دی. له همدې امله، د احتمالي برید په صورت کې به د تاجک ځواکونو لپاره پراخ ولسي ملاتړ موجود وي».

د قرغزستان سیاسي کارپوه او تاریخپوه، اسکر جاکیشیف، وویل چې له افغانستان سره د نږدې ۱۴۰۰ کیلومترو اوږده پوله درلودونکی تاجکستان د سی.ایس.ټي.او په سرحدونو کې تر ټولو زیانمن ټکی دی. هغه زیاته کړې « دا اندېښنې د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، چې په ځانګړو نظامي عملیاتو کې ژوره ښکېلتیا لري، په ګډه هڅوي چې د تاجکستان د پولې د امنیت لپاره پراخ اقدامات وکړي».

د قزاقستان سیاسي شنونکي، ګزیز ابیشیف، خبرداری ورکړ چې تاجکستان ښايي یوازې د افغانستان له اړخه د افراطیانو پر وړاندې له ستونزې سره مخ شي. هغه ویلي، چې « افراطیان نه یوازې ایدیالوژیکي او مادي انګېزې لري، بلکې د جګړې تجربه او پرمختللې وسلې هم لري، چې د تاجکستان لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کوي، خو زه باور لرم چې د تاجکستان ملګري به یې یوازې پرېنږدي».

ابیشیف زیاته کړې چې په تاجکستان کې بې‌ثباتي به ټولې مرکزي اسیا ته لوی ګواښ پېښ کړي، په ځانګړي ډول قزاقستان او روسیې ته. هغه وویل، « له همدې امله ډېر احتمال شته چې د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه د تاجک-افغان پولې په امنیت کې زیاته پانګونه وکړي».

جرمني په پولنډ کې پټریاټ هوايي دفاع سیسټم بېرته ځای پر ځای کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۰

جرمني پلان لري چې په پولنډ کې خپل پټریاټ هوايي دفاع سیستم په لنډمهالې توګه ځای پر ځای کړي. د دې ماموریت د پيل لپاره به د جرمني پوځ «بوندس‌ویر»په نږدې راتلونکو ورځو کې لومړنی تیاری او څیړنې ترسره کړي او اصلي عملیات به په جنوري میاشت کې پیل شي.

دغه ماموریت به د پولنډ په جنوب ختیز کې د رزیژوف ښار په شاوخوا کې ترسره شي.

دا سیمه د یوه هوایي ډګر کوربه ده چې د امریکایي پټریاټیونټونوله خواساتل کېږي او امریکایي ځواکونه هم پکې مېشت دي. سربېره پر دې، دغه سیمه د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد لپاره یوه مهمه نقطه ګڼل کېږي.

د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، د پولنډ د شوروي پېر پټلۍ، چې د ۶۵م نمبر ګاډي کرښې په نوم یادېږي، د زاموش ښار له لارې د اوکراین پولې ته رسېږي او د وسلو لېږد ته اسانتیا برابروي.

دا دویمځل دی چې جرمني خپل پټریاټ سیستمونه په پولنډ کې ځای پر ځای کوي.

پولنډ، چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د اوکراین لپاره یو مهم سیاسي او نظامي متحد دی. دغه هېواد د لوېدیزو پوځي مرستو لپاره د لوژستیک مرکز په توګه مهم رول لري.

د سمیع سادات له خوا لیکل شوی کتاب په امریکا کې د غوره پوځي کتابونو نوملړ کې شامل شو

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د "میلټري" وېبپاڼه چې په امریکا کې پوځي خبرونه خپروي، د جنرال سمیع سادات له خوا لیکل شوی کتاب "د افغانستان وروستی قوماندان: د افغانستان تېره او راتلونکې جګړه" په ۲۰۲۴کال کې په پوځي ډګر کې د ۹ غوره کتابونو په نوملړ کې راغلی دی.

دا کتاب د زمري د میاشتې په پنځلسمه نېټه په انګلیسي ژبه په امریکا کې خپور شو.

میلټري وېبپاڼې لیکلي، چې کتاب لوستونکي د افغان پوځ د سقوط د څو اونیو پېښو په اړه وایي.

په دې کتاب کې جنرال سمیع سادات له طالبانو سره د جګړې او د پخواني افغان حکومت د ړنګېدو یادونه کوي.

نوموړی په افغانستان کې د امریکا د حضور وروستۍ ورځې هم څېړي او د افغان امنیتي ځواکونو د یوه مهم قوماندان په توګه د خپلو ننګونو او تجربو په اړه یې لیکلي دي.

میلټري وېبپاڼه چې د پوځي مسايلو په برخه کې تر ټولو مشهوره وېبپاڼه ده، خبر پاڼه يې دوه ميليون لوستونکي لري.

جنرال سادات اوس په متحده ایالاتو کې د "افغانستان متحدې جبهې" په نوم د سیاسي جریان مشري کوي.

نوموړي د امریکا په وروستیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کړی او باور لري، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال به امریکا د طالبانو د مخالفو جبهو ملاتړ وکړي او طالبان به له واکه وغورځوي.

د لبنان له اوربند سره په غزه کې د جګړو د ګړندي پایته رسېدو هر ډول هیلې پای ته رسېدلي ښکاري

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د څه باندې یو کال جګړې له پایته رسېدو وروسته، پام بېرته د غزې تړانګې ته اړول شوی، خو د جګړې د ګړندي پای ته رسېدو هر ډول هیلې پای ته رسېدلي ښکاري. د اسراییل او حزب الله ترمنځ اوربند د چهار شنبې په ورځ له غرمې مخکې تصویب شو.

د سې شنبه په ورځ د لبنان د موافقې په اعلانولو سره، د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وویل، چې هغه به اوس په غزه کې د یوې موافقې لپاره خپل فشار نوی کړي او له اسراییل او حماس څخه یې وغوښتل، چې له دې شېبې څخه ګټه پورته کړي.

د رویټرز د خبر له مخې، داسې کومه نښه نه لیدل کیږي، چې اسراییلي مشران دې د حماس پر وړاندې نرمښت وښیي.

اسراییلي وزیرانو هم ویلي، چې د غزې لپاره د دوی د جګړو موخې د لبنان په پرتله خورا توپیر لري.

د اسراییل د کرنې وزیر ایوي ډیچټر چې د کورني امنیت د کابینې غړی هم دی، وویل: « غزه به بیا هېڅکله د اسراییل لپاره ګواښ نه شي. موږ به هلته یوې پرېکنده بریا ته ورسېږو. لبنان توپیر لري.»

هغه په دې اونۍ کې د بهرنیو خبریالانو یوې ډلې ته وویل: "ایا موږ (د غزې د کمپاین) پای ته رسېدو په پیل کې یو؟ یقیناً نه. موږ لاهم ډېر څه د کولو لپاره لرو."

په غزه کې شاوخوا ۱۰۱ اسراييلي يرغمل پاتې دي او د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو ژمنه کړې، چې دا ټول به کور ته راولي او حماس به له منځه وړي.

د دواړو خواوو تر منځ خبرې اترې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د حماس یوه چارواکي سامي ابو زهري د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دوی ډله لا هم د یوې معاملې غوښتونکې ده.

د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي، چې دواړه لوري پر یو بل د کړکېچ پړه اچوي.

د حماس یوه چارواکي سامي ابو زهري د چهارشنبې په ورځ پر اسراییل تور پورې کړ، چې د دوی ډله لاهم د یوې معاملې غوښتونکې ده.

هغه رویټرز ته وویل: "موږ هیله لرو چې دا تړون (له حزب الله سره) به یوې موافقې ته د رسېدو لپاره لاره هواره کړي، چې په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې د نسل وژنې جګړه پای ته ورسوي."