جرمني په پولنډ کې پټریاټ هوايي دفاع سیسټم بېرته ځای پر ځای کوي

جرمني پلان لري چې په پولنډ کې خپل پټریاټ هوايي دفاع سیستم په لنډمهالې توګه ځای پر ځای کړي. د دې ماموریت د پيل لپاره به د جرمني پوځ «بوندسویر»په نږدې راتلونکو ورځو کې لومړنی تیاری او څیړنې ترسره کړي او اصلي عملیات به په جنوري میاشت کې پیل شي.