• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له روسیې سره جګړه کې د اوکراین تر ۶۰ زرو ډېر پوځيان وژل شوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د خپرو شویو رپوټونو له مخې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې تر دې دمه له ۶۰ زرو ډېر اوکرایني سرتېري وژل شوي او د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. د روسیې د وژل شویو سرتېرو شمېر له ۱۴ تر ۱۶ زره تنو اټکل کیږي.

ایکانومسټ وايي، چې په خپلواکه توګه ددې شمېرو تاییدول سخت دي، خو دا شمېرې د خبري اژانسونو، دفاع وزارت او څیړونکو د موندنو پر بنسټ راغونډې شوې دي.

شنونکي دغه راز د یو اې ویبپاڼې پر معلوماتو تکیه کوي چې د ۶۰ زره او ۴۳۵ اوکرایني سرتېرو د وژل کېدو خبر یې ور کړی.

خو له دې سره سره، ایکانومسټ دا شمېرې بشپړې نه ګڼي او وايي چې رښتینی شمېر ښايي له دې لوړ وي.

د ایکانومسټ د ۲۰۲۴ کال د جولای رپوټ له مخې، په دې جګړه کې د روسي ځواکونو د تلفاتو شمېر د ۱۴ او ۱۶ زره تنو په شاوخوا کې ښودل شوی.

دغه رسنۍ وايي چې د روسیې د مرګ ژوبلې شمېر په ویتنام کې د متحده ایالتونو د مرګ ژوبلې شمېرو ته نږدې کېدونکی دی.

دمګړۍ د روسیې د وژل شویو سرتېرو شمېر له ۱۹۴۵ کال نه را په دې خوا د مسکو د ټولو جګړو تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا پارلمان کې د افغان الاصله سناتورې افغان تابعیت ناندرۍ را پارولې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د افغان الاصله سناتورې فاطمه پیمان د تابعیت په اړه د یو ملت ګوند مشرې پاولین هانسون څرګندونو د استرالیا په پارلمان کې جنجال او تاوتریخوالی راوپاراوه، چې په پایله کې یې د سناتورې لیډیا تورپ غړیتوب له یوه سخت غبرګون وروسته وځنډول شو.

هنسون غوښتل چې پیمان د پارلمان یوې کمیټې ته واستوي او د اسټراليا له قانون سره د هغې د افغان تابعیت او غړیتوب په اړه پوښتنه راپورته کړي. د اسټرالیايي رسنیو د رپوټ له مخې، پیمان، چې په استرالیا کې لومړۍ افغانی الاصله سناتوره ده، د دغه هېواد اساسي قانون ټول شرایط پوره کړي، خو د هانسون دې هڅې د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه را وپارول.

سناتورې تورپ، چې د نژادپالنې پر وړاندې روښانه دریځ لري، د پیمان ملاتړ وکړ او پر هانسون یې د "نژادپالې" تور ولګاوه. هغې د اعتراض په ډول هانسون ته کاغذونه ور وغورځول او د پارلمان تالار یې له ګډوډۍ سره مخ کړ.

د دې چارې په غبرګون کې، د کارګر ګوند مشرې پني وانګ د تورپ د لنډمهاله ځنډولو غوښتنه وکړه، چې په پایله کې یې دغه پرېکړه په ۴۶ مثبتو او ۱۱ منفي رایو سره تصویب شوه.

د تورپ د غړیتوب ځنډولو په پرېکړه کې د حکومت او ایتلاف استازي او خپلواک سناتوران همغږي شول او یوازې زرغون ګوند د دې پرېکړې مخالفت وکړ او دا یې یو غیر متناسب ګام وباله. سناتورې تورپ په رای اچونه کې ګډون ونه کړ، خو د هغې ملګري د هانسون د وینا پرمهال د اعتراض په توګه له تالاره ووتل.
هنسون د خپل دریځ دفاع کړه او ویې ویل: "دا مساله نژادپالنه نه ده؛ دا د اساسي قانون له پیروۍ نه ډاډ ترلاسه کول دي." هغې زیاته کړه: "هر څوک حق لري چې په خوندي او بې ګواښه چاپېریال کې کار وکړي."

په ورته وخت کې، د کارګر ګوند مشرې پني وانګ وویل چې په پارلمان کې کرکجن چلند او شخصي بریدونه د زغم وړ نه دي. هغې وویل: "دا پارلمان باید د هر ډول کرکې او ناوړه چلند څخه پاک وي."

د افغان الاصله سناتورې فاطمه پیمان په نښه کول، چې په استرالیا کې د کډوالو او مسلمانې ټولنې لپاره یوه مخکښه څېره ګڼل کېږي، له پراخو نیوکو سره مخ شوي.

فاطمه پیمان په خپلو خبرو کې په سخته لهجه نژادپالنه وغندله او ویې ویل چې سناتوره هنسن وېش او تعصب ته لمن وهي.


د اسټرالیا د اې اې پي په باور، ډېر خلک د هانسون دغه اقدام د استرالیا په سیاست کې د ګڼ توکمې او ګڼ فرهنګي استازولۍ پر وړاندې د تعصب یوه بڼه ګڼي.

پیمان په تېره جولای میاشت کې د فلسطینینانو د ملاتړ له امله تر غبرګونونو وروسته له کارګر ګوند ووتله او اعلان یې وکړ چې د خپلواکې سناتورې په توګه به کار ته ادامه ور کړي.

امریکا: د مقاومت له بریدونو سره - سره طالبانو خپل پوځي حاکمیت ساتلی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۴ GMT+۰

د متحده ایالاتو عمومي مفتش په یوه راپور کې لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي او دغه ډله توانېدلې، چې په افغانستان کې خپله پوځي او امنیتي واکمني وساتي.

هغه وړاندوینه کړې، چې طالبان د دې توانایي لري چې د یوه کال نور لپاره هم دغه واکمني وساتي.

د متحده ایالاتو عمومي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د جولای څخه تر سپټمبر میاشتو پورې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

دا راپور د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۵مه) خپور شو.

همداراز په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د ازادۍ او د مقاومت جبهو له بریدونو سره - ره بیا هم دغه جبهې طالبانو ته جدی ګواښ نه دي رامنځته کړي.

د عمومي مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان توانېدلی چې له پولو بهر خپل ګواښونه زیات کړي او په سیمه ییز او نړۍوال ګواښ بدل شي.

په دغه راپور کې له داعش خراسان سره د مقابلې لپاره د طالبانو د وړتیا په اړه شک څرګند شوی دی.

د متحده ایالاتو د مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان شاوخوا دوه زره ځواکونه لري او د طالبانو له فشارونو سره - سره دغه ډله خپل نفوذ او قوت پراخوي.

د متحده ایالاتو مفتش راپور ورکړی، چې القاعده په افغانستان کې پرته له دې چې پام ځانته جلب کړي، خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو مشرانو احتمالاً پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لیک تعقیب کړي او القاعدې ته د فرامرزي بریدونو اجازه ور نه کړي.

په راپور کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د القاعدې ځینو مهمو څېرو افغانستان ته سفر کړی، چې ممکن دا د روزنې، استخدام او بیا تنظیم کولو فعالیتونو نښه وي.

راپور د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

د دغه راپور له مخې، دا همکاري کولای شي له سیمې بهر ګواښ رامنځته کړي.

د متحده ایالاتو د مفتش په راپور کې راغلي، چې القاعده له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له "ستراتیژیک صبر" څخه کار اخیستی دی.

د راپور له مخې، امریکا د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي او تر هغو به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، څو چې دغه حقوق نه وي تامین شوي.

په راپور کې راغلي: «که څه هم طالبان د نړۍوالو نیوکو سره حساس دي، خو د نړۍوالو تر فشار لاندې د خپلو کورنیو سیاستونو د بدلولو لپاره د لېوالتیا نښې نه لیدل کېږي.»

د عمومي مفتش د راپور له مخې، د سیمې هېوادونه د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي.

له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په ساتلو سره - سره دغه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له پراخېدو اندیښمن دي.

د سیمې هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې له ترهګرو ډلو سره په کلکه مبارزه وکړي.

د متحده ایالاتو عمومي مفتش د هېواد د امنیتي او دفاعي عملیاتو په اړه د څار د راپورونو او ارزونو د همغږي کونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د اسراییل امنیتي کابینې له لبنان سره د اوربند تړون تصویب کړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۰

رویټرز د اسراییل چینل ۱۲ نومې رسنۍ د راپور له مخې خبر ورکړی، چې د اسراییل امنیتي کابینې له لبنان سره د اوربند تړون تصویب کړ.

دا اوربند د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسول لپاره لاره هواروي، کوم چې له تېرو ۱۴ میاشتو د غزې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.

نتنیاهو وايي، چمتو دی چې په لبنان کې اوربند پلي کړي.

خو نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې که حزب الله دغه تړون مات کړي، اسراییل به پرې برید وکړي.

دا خوشبیني د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب له خوا شریکه شوې وه، چې په ایټالیا کې د جي ۷ غونډه کې دا هیله څرګنده کړې وه، چې د سې شنبه په شپه به اوربند وشي.

د لبنان څلورو لوړ پوړو سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا به د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا د اوربند اعلامیې ته لاره هواره کړي.

تر دې مخکې، د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورخ وویل: «موږ نږدې یو، خو تر هغې چې هر څه ترسره شوي نه وي، هېڅ هم نه شته.»

د فرانسې ولسمشرۍ مانۍ ویلي، چې د اسراییل او ایران په ملاتړ د حزب الله ترمنځ د اوربند خبرو کې د پاو وړ پرمختګ شوی دی.

چارواکي وایي، دغه هوکړه لیک له اسراییل څخه غواړي چې د ۶۰ ورځو په موده کې له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي او د لبنان پوځ په سیمه کې ځای پر ځای کړي.

حزب الله به د لیتاني سیند په سویل کې د پولې په اوږدو کې خپل وسله وال شتون پای ته ورسوي.

زلمی خلیلزاد: په پاکستان کې باید زر د پخلاینې پروسه پیل شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت پخوانی ځانګړی استازی وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته پر سوله ییزو لاریون کوونکو د ډزو امر ورکول یوه فاجعه زیږوونکې تېروتنه ده. خلیلزاد وايي، چې زر باید پاکستان کې د پخلاینې بهیر پیل شي.

زلمی خلیلزاد پر خپل ایکس لیکلي چې دا د قانون د پلیتابه لاره نه ده او د پاکستان او ددغه هېواد د راتلونکي لپاره باید دغه امر زر لغو شي.

خلیلزاد وايي، « له پاکستان نه د ملګرو په همکاري باید زر د پخلاینې یو بهیر پیل شي».

نوموړي دغه راز پوښتلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې به دا اوسنی مسیر بدل کړي او یوه عاقلانه لاره به غوره کړي؟

خلیلزاد په دې وروستیو کې په مکرر ډول د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د هغوی د سیاستونو له امله نیوکې کوي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر هم ویلي و، چې له سوله ییزو لاریونونو سره باید د ولسواکۍ په اډانه کې چلند وشي.

بلوچستان کې محکمې علي وزیر بېرته پولیسو ته سپارلی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی او د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان مخکینی استازی علي وزیر په بلوچستان کې محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته یوځل بیا د اوو ورځو لپاره بېرته پولیسو ته سپارل شوی.

علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې ونیول شو او تر اوسه د پنجاب او بلوچستان په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کیږي.

د علي وزیر یو نږدې همکار او موټرچلوونکی بادشاه پشتین وايي، چې علي وزیر لس ورځې مخکې د بلوچستان لسبیله ولسوالۍ ته لېږدول شوی او په پټه محکمې ته وړاندې کړای شوی و، خو محکمې بېرته د اوو ورځو پلټنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

نوموړی وايي، چې علي وزیر په دې ولسوالۍ کې دوه ځله محکمې ته وړاندې شوی، خو د قضیې له اورېدو وروسته بېرته پولیسو ته سپارل شوی.

نوموړي د علي وزیر له قوله ویلي چې « د پنجاب په جيلونو کې یې دوايي او د صحت يو شی هم نه راکولو، ډير تکليفونه يي راکړي، د ظلم او جبر ټولې حربې يې استعمال کړې خو ما يوه خبره ورته کوله چې زه به د قام او وطن خبره تر مرګه پورې کوم او يو قدم به هم نه پر شا کېږم».

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی دی چې په تېرو څو کلونو کې دا څویم ځل دی چې زنداني کیږي.

پر هغه تور دی چې د حکومت خلاف پاروونکې ویناوې کوي او امنیتي ادارې بدناموي.