• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې محکمې علي وزیر بېرته پولیسو ته سپارلی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی او د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان مخکینی استازی علي وزیر په بلوچستان کې محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته یوځل بیا د اوو ورځو لپاره بېرته پولیسو ته سپارل شوی.

علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې ونیول شو او تر اوسه د پنجاب او بلوچستان په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کیږي.

د علي وزیر یو نږدې همکار او موټرچلوونکی بادشاه پشتین وايي، چې علي وزیر لس ورځې مخکې د بلوچستان لسبیله ولسوالۍ ته لېږدول شوی او په پټه محکمې ته وړاندې کړای شوی و، خو محکمې بېرته د اوو ورځو پلټنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

نوموړی وايي، چې علي وزیر په دې ولسوالۍ کې دوه ځله محکمې ته وړاندې شوی، خو د قضیې له اورېدو وروسته بېرته پولیسو ته سپارل شوی.

نوموړي د علي وزیر له قوله ویلي چې « د پنجاب په جيلونو کې یې دوايي او د صحت يو شی هم نه راکولو، ډير تکليفونه يي راکړي، د ظلم او جبر ټولې حربې يې استعمال کړې خو ما يوه خبره ورته کوله چې زه به د قام او وطن خبره تر مرګه پورې کوم او يو قدم به هم نه پر شا کېږم».

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی دی چې په تېرو څو کلونو کې دا څویم ځل دی چې زنداني کیږي.

پر هغه تور دی چې د حکومت خلاف پاروونکې ویناوې کوي او امنیتي ادارې بدناموي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: د تحریک انصاف ګوند د مخنیوي لپاره له زور کارولو پرته بله لاره نه ده پاتې

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، چې اوس هغه حالت رسېدلی چې پرېکنده عمل وکړو، ځکه تر اوسه د مذاکراتو خبرې اترې مو بې پایلې پاتې شوې.

نوموړي دغه څرګندونې له جیونیوز سره په یوې مرکه کې کړې دي.

هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې له تحریک انصاف سره نور مذاکرات نه کوي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي و، چې اسلام اباد ته د تحریک انصاف ګوند د کاروانونو په راتګ کې کومه ستونزه نه لري؛ خو د بې نظمۍ مخه به نیسي.
په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف د لاریونونو په لړ کې د سري نګر په لويه لار د پولیسو په ګاډي ډزې شوې، چې په پایله کې یې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغو لاریونونو کې له سلو زيات پوليس ټپيان شوي.
ه بل پلوه بشرا بي بي وایي:« ځيني فرصت طلبه عناصر غواړي، چې موږ د ډي چوک پرځاى په بل ځاى کې اعتراض وکړو؛ خو عمران خان راته په هر صورت ډي چوک ته د تلو سپارښتنه کړې.»
د پاکستاني سرچينو له مخې، د خيبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور د مذاکراتو په مسله کې په بشپړ توګه خاموشه پاتې شوى او د پي ټي ای سرپرست هم کومه پرېکړه نه ده کړې.
له بل پلوه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پولیس د وژنې په تور د پي ټي ای د مشرتابه پر ضد د مقدمې درج کولو خبر ورکړی دی.
هغه ویلي، چا چې د لاريون غږ اوچت کړ، چا چې خلک يې وربللي، هغوى به ټول تر عدالته راکاږي.
له بل پلوه د پاکستان لومړي وزیر د مظاهره کوونکو له‌خوا د پوليس وژنه غندلې ده.

د جرمني د دفاع وزیر وايي اروپا به له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د جرمني د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل، چې اروپا به له خپلو بریتانیاوي، فرانسوي، ایټالوي او پولنډي سیالانو سره تر خبرو وروسته له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي. بوریس پیستوریوس وویل: "زموږ هدف دا دی چې اوکراین وکولای شي چې په ځواکمنه توګه عمل وکړي."

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس وویل، چې د جرمني په ویسباډن ښار کې د ناټو یوه اډه به د جنوري په میاشت کې اوکراین ته د لویدیځ پوځي مرستې همغږي وکړي.

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته او له اوکراین سره د امریکا د مرستو د بندېدو له وېرې پر اروپا فشارونه زیات شوي چې کییف ته نورې وسلې ولېږي.

ټرمپ تل ویلي، چې لومړیتوب یې په اوکراین کې د جګړې ژر پای ته رسول او پر دغه هېواد فشار راوړل دي چې له روسیې سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د پولنډ د دفاع وزیر ټینګار کړی چې "اروپا باید خپلې هڅې لا همغږې کړي او له اوکراین سره مرستې زیاتې کړي."

تر دې مخکې فرانس پرس خبري اژانس د خپلو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د ناټو او اوکراین د شورا بیړنۍ غونډه به د نومبر په ۲۶مه جوړه شي.

د دغه راپور له مخې، په دې غونډه کې به د اوکراین پر وړاندې د روسیې له خوا د هایپرسونیک توغندیو د کارولو په اړه خبرې وشي.

پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان منظرخېلو کې امنیتي پوستې سوځولې دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په منظرخېل سیمه کې پاکستاني طالبانو پرون هغه امنیتي پوستې وسوځولې، چې تازه د پاکستان امنیتي ځواکونه ترې وتلي دي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پوستې پرون د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالیو سوځولې دي.

سرچینه وايي، چې یادې ډلې دغه پوستې ځکه سوځولې دي، چې پوځ او امنیتي ځواکونه یې بیا ونه کارولای شي.

سرچینې د پوستو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو په انځور کې یوازې له یوې پوستې لوګي پورته کیږي.

د منظرخېل غرنۍ سیمه کې دغه پوستې له دې امله مهمې وې چې په درو او شاوخوا سیمو کې ترې په اسانه د جنګیالیو د تګ او راتګ څار کېده.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو تراوسه ددې پوستو د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

ټي ټي پي: پاکستانۍ استخباراتي ادارې خلک په کورمه کې په خپلو کې سره جنګوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د خپلې ماتې پټولو لپاره غواړي په کورمه کې ځايي اوسېدونکي په خپلو کې سره وجنګوي. ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وايي، چې ډېر ژر به یې له دې خاورې وباسي او پاکستان به د سولې ټاټوبی وګرځوي.

تحریک طالبان پاکستان نن دوشنبه «د لیندۍ۵مه» په یوه اعلامیه کې د کورمې پر روان کړکېچ خواشيني څرګنده کړې ده.

یادې ډلې د شیعه وو له خوا د سني مسلمانانو د ښځو نیول او وژل غندلي او دا یې د اسلامي او پښتني دودونو خلاف کار بللی دی.
دغه ډله چې د کورمې له جګړې نه یې د تېر اپوټه فاصله اخستې، وايي، « دا د پاکستان د پټو ادارو کار دی او د خپلې ماتې پټولو لپاره یې د خلکو او طبقو د جنګولو تاکتیک خپل کړی دی».

ټي ټي پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې دوی د پاکستانیانو د سر او مال دفاع لپاره جګړه کوي او خپلې موخې ته تر رسېدو پورې به جګړې ته ادامه ورکوي.

دې ډلې یوځل بیا خپله جګړه « دفاعي جهاد» ګڼلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس په خیبر پښتونخوا کې د یوه ځايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د کورمې په درې ورځنیو شخړو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان دي.

د دغه سیمه ییز چارواکي په وینا، په وژل شویو کې ۱۶ سني او ۶۶ یې شیعه وو.

محمود خان اڅکزی: پښتانه قتل عام کېږي او د ترهګرو په نوم بدنامیږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پښتانه قتل عام کېږي او د ترهګرو په نوم بدنامیږي. اڅکزي پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي چې د پښتنو په یو شمېر سیمو کې ترهګري روانه ده او په کورمه کې د فرقه پالنې په نوم د اور او وینې لوبه روانه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» پر خواله رسنۍ اېکس په کورمه کې د روانو مذهبي جګړو او په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند لاریون پر وړاندې د خنډونو په اړه غبرګون ښودلی.

محمود خان اڅکزی وايي، له سیاسي پلوه د ځواکمنو او خپلواکو ولسونو لپاره د دوی طبیعي زیرمې د ابادۍ او هوساینې سرچینه ده، خو د پښتنو ولسونو لپاره د دوی خپلې طبیعي سرچینې یو عذاب ګرځېدلی دی.

اڅکزی وايي، په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍ قدرتونو او د هغوی سیمه ییزو نیابتي ډلو افغانستان د خپلو نړیوالو سیاسي، ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د جګړې ډګر ګرځولی.

نوموړی زیاتوي، چې «دا د افغانستان د بربادۍ مسوول وحشیان نه دي، بلکې له بده مرغه د نړۍ د متمدنو ولسونو دولتونه او د هغوی اشرافیان دي.»

اڅکزي په یوه بل یادښت کې د تحریک انصاف د لاریون د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د ځمکنیو لارو د تړلو پرېکړه په کلکه غندلې ده. هغه وايي، «دا ډول کړنې د ډېموکراتیکو اصولو خلاف دي.»

د تحریک انصاف ګوند غړو تر دې وړاندې ویلي و، چې د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې د عمران خان د خوشې کېدو په موخه اعتراضي لاریون کوي او تر هغه به بیرته نه ګرځي چې حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.

دا مهال د پاکستان په ډیرو سیمو کې اسلام اباد ته غځېدلې لارې او بازارونه تړلي او په دغه ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی.