• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د کابل په شیرپور کې د ۱۵۵ جریبه ځمکې غاصبان قانوني اسناد نه لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دوی د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د کابل په شیرپور کې ۱۵۵.۰۱۹ جریبه ځمکه «دولتي تثبیت» کړې ده. وزارت وايي، چې د دغو ځمکو غاصبان د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۸ مه)په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځمکې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند شیرپور سیمه کې دي.

وزارت زياته کړې، چې دغه ځمکې له ختيز څخه د وزير اکبرخان له ١٦مې، شپږمې او ١٥مې کوڅې، له لوېديز څخه د شهرنو قصابي له کوڅې او له سوېل څخه د شېرعلي خان له کوڅې سره نښلیږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په دې سیمه کې په غصب شویو ځمکو کې په «خپلسري ډول» د استوګنې کورونه او تاسیسات جوړ شوي دي.

طالبانو دا نه دي ويلي، چې دغه ځمکې د چا له خوا غصب شوې دي.

طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره دغه کورونه پرېږدي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ دوام لري.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د افغانستان په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او د ځمکو د پېژندنې او تثبیت پلاوي ګومارلي دي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په ټول افغانستان کې سلګونه جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې دي.

دې ډلې تر دې وړاندې په کابل، بلخ او ځینو نورو ښارونو کې یو شمېر ښارګوټي هم دولتي تثبیت کړي او ضبط کړي یې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو د دوحې پروسې لومړۍ کاري ډله جوړه کړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې پرانیستغونډه وشوه. دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شوې. یوناما ویلي، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږۍ خبرو اترو زمینه برابروي.

یوناما ویلي، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږۍ خبرو اترو زمینه برابروي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، چې د دې کاري ډلې د جوړولو پلان د خپلواکې ارزونې د هغو سپارښتنو پر بنسټ دی، چې امنیت شورا ته وړاندې شوې څو «د افغانانو د ګټو لپاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د لا ثابت، همغږي او منظم تعامل بهیر تعقیب کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه مساله وبلله، چې د هغې په وینا پر کلیوالي ټولنو او د سيمې پر سولې او ثبات دواړو اغېز کوي.

تر اوسه د دې کاري ډلې د غړو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

معلومه نه ده، چې په دې کاري ډله کې د افغانستان د مدني ټولنې او د طالبانو د مخالفو ډلو کوم غړی هم شته او که نه.

د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د اقتصاد په نوم یوه بله کاري ډله هم جوړه شي.

د دغو دوو ډلو تر جوړیدو وروسته به د دوحې څلورمه غونډه ترسره شي.

د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ (د چنګاښ ۱۰ او ۱۱) د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوه.

هغه مهال ملګرو ملتونو د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم اومنسجم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتوالی» اعلان کړ.

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په دې ناسته کې ښځو، مدني ټولنې او د طالبانو سیاسي مخالفانو ګډون نه درلود.

طالبانو په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې درې ښځې او ۷ نارینه د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې یې درې ښځې او ۷ تنه نارینه، د «اخلاقي فساد، زنا او لواط» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (لیندې ۸مه) په درېیو بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې یادو کسانو ته یې د “اخلاقي فساد، زنا او لواط” په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې په غور ولایت کې دوو ښځو او څلورو نارینه‌و ته د “اخلاقي فساد او لواط” په تور د دغه ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوه تنه مجرمانو ته یې د پنځه ـ پنځه میاشتو بند سزا تر څنګ هر یو یې په ۲۵ـ۲۵ دورې هم وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې درېیم تورن کس یې د دوه کاله بند د سزا ترڅنګ ۲۷ دورې وهلی، څلورم تورن کس یې د یو کال بند سزا تر څنګ ۳۹ دورې وهلی، پنځم کس څلور میاشتې بند او ۳۰ دورې وهل شوی او شپږم تورن کس یې یوازې ۳۹ دورې وهلی دی.

همدارنګه د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوه کسان چې په لواط تورن و د یاد ولایت د کوه البرز ولسوالۍ د ابتدایه محکمې له لوري هره یوه ته د ۴ـ۴ کاله بندې کېدو سزا د ورکولو ترڅنګ هر یو یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلی دی.
همدارنګه د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پر یوې ښځې او یو نارینه د “اخلاقي فساد” په تور د تعزیري سزا حکم عملي شوې دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ابتدایېه محکمې دغه نارینه او ښځه هر یو ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو د وهل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

په خبرپاڼو کې یو شمېر کسانو ته د تورن او یو شمېر ته د مجرم کلمې کارول شوې او وايي، چې یادو کسانو ته یې د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

طالبانو تېره ورځ په پروان ولایت کې هم یو کس په عام محضر کې ۸۰ دورې وهلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د دفاع بنسټونو او نړۍوالې ټولنې تل د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو د ورکولو کړنه غندلې؛ خو طالبانو نږدې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې یو یا څو کسانو ته بدني سزاوې ورکړې او وايي، په دې کار سره پر خلکو “شریعت “ عملي کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په تېرو ۹ میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په ۹ میاشتو کې یې له افغانستانه د ۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۴۶ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) د دغې ډلې د سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد له قوله ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له افغانستان څخه هندوستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، امریکا، کاناډا، هالنډ، ترکیې، جرمني او انګلستان ته ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي دي.

د ښاغلي جواد په خبره دغه زعفران اسیايي، امریکايي او اروپايي هېوادونو ته د ۳۶ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.

دمګړۍ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي او تر ټولو ډېر تولید یې په هرات ولایت کې کېږي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مسوولینو ویلي و، چې یوازې په هرات کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي او له دې لارې خپل اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل وايي، زعفران په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګرځېدلی دی.
نوموړی وايي:« زعفران په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت یو ښه بدیل شوی او د هېواد د ۲۸ ولایتونو تر څنګ په پاتې نورو ولایتونو کې چې موږ هلته تګ راتګ کوو، زعفران د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کېږي.»

سږکال د افغانستان‬ ‫زعفرانو‬ د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې په نړۍوال انسټیټیوټ کې په ټوله نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه انسټیټیوټ د افغانستان د هرات د زعفرانو لابراتواري ازموینه ترسره کړې، چې په پایله کې یې د افغانستان زعفران تر ټولو غوره خوندور زعفران نومول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپلو شمېرو له مخي ویلي و، چې په تېر یوه کال کې د ۴۹ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي، چې د تېرو کلونو پرتله په عایداتو کې یې ۱۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

روسیه: له طالبانو سره د ترهګر نوم نښلول د اړیکو د پراختیا مخه نیسي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، تر هغه چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه نه وي اېستل شوی، له دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده. ماریا زاخاروا زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د اړیکو پراختیا اړینه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ په وار - وار ویلي چې روسیه د نړۍ د نورو قدرتونو په څېر له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو او د نشه یي توکو د قاچاق په ګډون د ګډو ګټو په مسلو کې له کابل سره عملي همکاري کوي.»

هغې زیاته کړه: «دې موخې ته رسېدل تر هغې ناشونې ده، چې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې وي.»

زاخاروا د هغه لایحې یادونه هم وکړه، چې د نومبر په ۲۵ د روسیې دوما ته وړاندې شوې ده.

د روسیې د دوما ځینو استازو د یوې لایحې مسوده وړاندې کړه، چې له مخې یې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم په موقت ډول واېستل شي.

د روسیې د پارلمان ۱۲ غړو دغه طرحه پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د روسیې اوسني قوانین په موقتي توګه د منع شویو سازمانونو د فعالیتونو د ځنډولو وړاندوینه نه ده کړې.

طالبانو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره تر کتنې وروسته وویل، چې کرملین ژمنه کړې چې د روسیې د ممنوع الخروج سازمانونو له نوملړ څخه به د طالبانو نوم لرې کړي.

خو د کرملین ویاندې ټینګار کړی، چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

مسکو: په افغانستان کې ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ستر ګواښ دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې (اف اس بي) مشر وايي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دي. الکساندر بورتنیکوف داعش خراسان او القاعدې ډلو ته اشاره وکړه او له ګواښونو سره یې د مقابلې لپاره د طالبانو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې د روسیې د امنیتي خدماتو مشر په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي سازمانونو د مشرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د ترهکریزو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "له داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو ډلې اقداماتو ته په پام سره، ښایي چې په دې برخه کې د افغان چارواکو (طالبانو) او استخباراتو سره رغنده تعامل او د ناقانونه وسلو او نشه یې توکو له قاچاق سره مبارزه وشي."

الکساندر بورتنیکوف د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه: «د بهرنیو هېوادونو امنیتي ځواکونه له نړۍوال ترهګرۍ په استفادې سره د نړۍ د بېلابېلو سیمو د ناامنه کولو هڅه کوي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې له ترهګرو سره پر مبارزې او د نشه يي توکو او وسلو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو کوله، د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ملا یعقوب او سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو له چارواکو سره جلا - جلا کتنې وکړې.

په دې وروستیو کې د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان عمومي منشي ایمانقلي تاسماګامبتوف اعلان وکړ، چې اوس هم په افغانستان کې د پام وړ شمېر ترهګرې ډلې شتون لري.

ایمانقلي تاسماګامبتوف په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره یوه جدي ستونزه وبلله.

په دې لړ کې هغه اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د ټینګولو پلان به د ۱۴۰۳ کال د اکټوبر په اتمه تصویب شي.