• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بنېټ : څه چې په افغانستان کې روان دي د هرچا وجدان نارامه کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په جنیوا کې د جندر د عدالت او حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان خلک د نړیوال ملاتړ مستحق دي او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د هرچا وجدان نا ارامه کوي.

دا کنفرانس د افغانستان لپاره د چیلي او هسپانیا په همکارۍ د ښځو د فورم له خوا جوړ شوی و.

د جندر د عدالت او حساب ورکولو کنفرانس د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۸ مه) په جنیوا کې جوړ شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې افغانان عدالت، تحقیقات او د هغو کسانو محاکمه غواړي چې په دې برخه کې مسوولیت لري.

بنېټ د بنسټیزو حقونو لکه د لاریونونو، زده کړې او کار په ازادۍ هم ټینګار وکړ.

نوموړي حساب ورکول او جنسیتي عدالت د افغانانو د هیلو یوه مهمه برخه ګڼلې ده.

په دې ناسته کې د شکریې بارکزۍ، شهرزاد اکبر، اصیلا وردګ، حبیبه سرابي، زهرا جویا او فوزیه کوفي په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو استازو او د سیاسي، بشري او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ګډون کړی و.

د دې ناستې هدف د طالبانو له خوا حساب ور کول او د ستونزو د حل لارو لټول و.

په دې ناسته کې د هسپانیا او چیلي هېوادونو سفیرانو د افغان ښځو پر ملاتړ او په افغانستان کې د عدالت پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

د چيلي سفير د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل، چې افغان مېرمنې خواخوږۍ ته نه بلکې پيوستون او عدالت ته اړتيا لري.

د هغه په ​​وينا، د افغان مېرمنو لپاره د عدالت تامين تر بل هر وخت ډېر مهم دى.

فوزیې کوفي د دې ناستې په اړه وویل: «موږ باید له هغو کسانو سره حساب وکړو چې د جنسیت، مذهب او قوم پر بنسټ ظلمونه کوي.»

هغې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې «د انسانیت پر وړاندې جنایت زموږ د پیړۍ غچ دی.»

کوفي وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پر نړیوال قانون او عدالت باور بېرته راشي.

هغې وويل، له نړيوالې ټولنې د ښځو غوښتنه دا ده، چې سياست پرېږدي او د عدالت د تامين لپاره اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان په اشکاشم کې د ریښتر په کچه ۵،۱ درجې زلزله شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د بدخشان په اشکاشم کې د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه یو درجې زلزله شوې، چې ټکانونه یې په پاکستان او د هند په جمو او کشمیر کې هم احساس شوي.

د امریکا د جیولوژیکي څارنې ادارې (USGS) په وینا، د زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې بدخشان ولایت و او د سیمې خلکو دغه ټکانونه د ماسپښین په ۴:۱۹بجو احساس کړي.

د جرمني د جیولوژیکي څېړنو له مرکز (GFZ) څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د زلزلې مرکز د ۷۱.۳۲ درجې ختیځ طول البلد او ۳۶.۶۲ درجې شمالي عرض البلد په موقعیت کې و، چې ژوروالی یې ۲۰۹ کیلومتره ښودل شوی.

تر دې دمه له دې زلزلې نه د تلفاتو یا مالي زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.

متحده عربي امارات کې د طالبانو سفیر له بيرغ پرته له یوې ښځې سره اوږه پر اوږه ولاړ دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د متحده عربي امارات ددولت رییس د چار شنبې په ورځ د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل. د شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ماڼۍ کې د سفيرانو اخستل شوي ګډ عکس کې د طالبانو سفیر «مولوي بدرالدین حقاني» له بیرغ پرته او له یوې ښځې سره اوږه په اوږه لیدل کیږي.

د طالبانو د استازي ښي اړخ ته د استونیا سفیره ماریا بلواس او کیڼ اړخ ته یې د تاجکستان سفیر اشرفجان ګلوف لیدل کيږي.

په دغه عکس کې هر سفیر د خپل ملي بیرغ مخې ته ولاړ دی، خو د طالبانو د سفیر تر شا هیڅ بیرغ نه لیدل کیږي.

د متحده عربي اماراتو دولتي رسنۍ خبر ورکړ، چې شیخ ال نهیان د ابوظبي په الوطن ماڼۍ کې د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفیرانو ته هرکلی ووایه او د هغوی باورلیکونه یې ومنل.

آل نهیان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نوي سفیران به په دغه هېواد کې له هر راز اسانتیاوو او د متحده عربي اماراتو د حکومتي مسوولانو له ملاتړه برخمن وي.

په دې ناسته کې د نایجریا، استوانیا، پیرو، تاجکستان، مالدیف، کینیا، بروني دارالسلام، السلوادور، مالي، باربادوس، فیجي، مالیزیا، جاپان او موزمبیک هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منل شوي دي.

طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپل سفیر مولوي بدرالدین حقاني متحده عربي اماراتو ته ور پېژندلی و او هغه مهال یې خپل باورلیک د یاد هېواد د تشریفاتو مرستیال وزیر سیف عبدالله الشامسي ته سپارلی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دوی سفیر به خپل باور لیک په نږدې راتلونکې کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو امیر ته وړاندې کړي.

متحده عربي اماراتو هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ متحده عربي امارات په نړۍ کې یوازیني هېوادونه وو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

طالبان وايي د کابل په شیرپور کې د ۱۵۵ جریبه ځمکې غاصبان قانوني اسناد نه لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دوی د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د کابل په شیرپور کې ۱۵۵.۰۱۹ جریبه ځمکه «دولتي تثبیت» کړې ده. وزارت وايي، چې د دغو ځمکو غاصبان د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۸ مه)په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځمکې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند شیرپور سیمه کې دي.

وزارت زياته کړې، چې دغه ځمکې له ختيز څخه د وزير اکبرخان له ١٦مې، شپږمې او ١٥مې کوڅې، له لوېديز څخه د شهرنو قصابي له کوڅې او له سوېل څخه د شېرعلي خان له کوڅې سره نښلیږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په دې سیمه کې په غصب شویو ځمکو کې په «خپلسري ډول» د استوګنې کورونه او تاسیسات جوړ شوي دي.

طالبانو دا نه دي ويلي، چې دغه ځمکې د چا له خوا غصب شوې دي.

طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره دغه کورونه پرېږدي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ دوام لري.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د افغانستان په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او د ځمکو د پېژندنې او تثبیت پلاوي ګومارلي دي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په ټول افغانستان کې سلګونه جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې دي.

دې ډلې تر دې وړاندې په کابل، بلخ او ځینو نورو ښارونو کې یو شمېر ښارګوټي هم دولتي تثبیت کړي او ضبط کړي یې دي.

ملګرو ملتونو د دوحې پروسې لومړۍ کاري ډله جوړه کړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې پرانیستغونډه وشوه. دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شوې. یوناما ویلي، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږۍ خبرو اترو زمینه برابروي.

یوناما ویلي، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږۍ خبرو اترو زمینه برابروي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، چې د دې کاري ډلې د جوړولو پلان د خپلواکې ارزونې د هغو سپارښتنو پر بنسټ دی، چې امنیت شورا ته وړاندې شوې څو «د افغانانو د ګټو لپاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د لا ثابت، همغږي او منظم تعامل بهیر تعقیب کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه مساله وبلله، چې د هغې په وینا پر کلیوالي ټولنو او د سيمې پر سولې او ثبات دواړو اغېز کوي.

تر اوسه د دې کاري ډلې د غړو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

معلومه نه ده، چې په دې کاري ډله کې د افغانستان د مدني ټولنې او د طالبانو د مخالفو ډلو کوم غړی هم شته او که نه.

د دوحې د درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د اقتصاد په نوم یوه بله کاري ډله هم جوړه شي.

د دغو دوو ډلو تر جوړیدو وروسته به د دوحې څلورمه غونډه ترسره شي.

د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ (د چنګاښ ۱۰ او ۱۱) د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوه.

هغه مهال ملګرو ملتونو د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم اومنسجم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتوالی» اعلان کړ.

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په دې ناسته کې ښځو، مدني ټولنې او د طالبانو سیاسي مخالفانو ګډون نه درلود.

طالبانو په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې درې ښځې او ۷ نارینه د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست، غور او بلخ ولایتونو کې یې درې ښځې او ۷ تنه نارینه، د «اخلاقي فساد، زنا او لواط» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (لیندې ۸مه) په درېیو بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې یادو کسانو ته یې د “اخلاقي فساد، زنا او لواط” په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې په غور ولایت کې دوو ښځو او څلورو نارینه‌و ته د “اخلاقي فساد او لواط” په تور د دغه ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوه تنه مجرمانو ته یې د پنځه ـ پنځه میاشتو بند سزا تر څنګ هر یو یې په ۲۵ـ۲۵ دورې هم وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې درېیم تورن کس یې د دوه کاله بند د سزا ترڅنګ ۲۷ دورې وهلی، څلورم تورن کس یې د یو کال بند سزا تر څنګ ۳۹ دورې وهلی، پنځم کس څلور میاشتې بند او ۳۰ دورې وهل شوی او شپږم تورن کس یې یوازې ۳۹ دورې وهلی دی.

همدارنګه د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوه کسان چې په لواط تورن و د یاد ولایت د کوه البرز ولسوالۍ د ابتدایه محکمې له لوري هره یوه ته د ۴ـ۴ کاله بندې کېدو سزا د ورکولو ترڅنګ هر یو یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلی دی.
همدارنګه د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پر یوې ښځې او یو نارینه د “اخلاقي فساد” په تور د تعزیري سزا حکم عملي شوې دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ابتدایېه محکمې دغه نارینه او ښځه هر یو ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو د وهل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

په خبرپاڼو کې یو شمېر کسانو ته د تورن او یو شمېر ته د مجرم کلمې کارول شوې او وايي، چې یادو کسانو ته یې د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

طالبانو تېره ورځ په پروان ولایت کې هم یو کس په عام محضر کې ۸۰ دورې وهلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د دفاع بنسټونو او نړۍوالې ټولنې تل د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو د ورکولو کړنه غندلې؛ خو طالبانو نږدې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې یو یا څو کسانو ته بدني سزاوې ورکړې او وايي، په دې کار سره پر خلکو “شریعت “ عملي کوي.