مولانا فضل الرحمان، اسلام اباد کې پر لاریونوالو برید د تاوتریخوالي تر نورو بده پېښه بللې

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په اسلام اباد کې د پي ټي ای پر لاریون کونکو د حکومت له لوري شوی تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې پر لاریون دغه شوی برید د تاوترخوالي تر نورو ټولو بده پېښه ده. مولانا فضل الرحمان، پر خلکو مخامخ ډزې د حکومتي چارواکو ناپوهي بللې.