په پاکستان کې د روان کال د پولیو ۵۶مه پېښه ثبت شوه

په خیبر پښتونخوا کې تازه د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته لوړ شو.

په خیبر پښتونخوا کې تازه د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته لوړ شو.
دغه تازه پېښه د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یو ۲۷ میاشتني ماشوم کې لیدل شوې ده.
له دې سره د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیو د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷ ته لوړ شو او په ټول خیبرپښتونخوا کې بیا ۱۵ ته رسېدلی دی.
تېره اونۍ هم په بلوچستان کې د پولیو دوه پېښې او په خیبر پښتونخوا کې یوه پېښه ثبت شوې وه.
روان کال بلوچستان د پولیو له امله تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې صوبه ده.
د دغو ۵۶ پېښو له ډلې ۲۶ په بلوچستان کې، ۱۵ په خیبر پښتونخوا کې، ۱۳ په سند کې، پنجاب او اسلام اباد کې بیا د پولیو یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
روغتیایي چارواکي د دغې د مخنیوي وړ ناروغۍ د خپرېدو د ورکولو لپاره د واکسین کمپاین پر اهمیت ټینګار کوي، چې په پاکستان کې د عامې روغتیا د برخې لپاره یوه لویه ننګونه ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په پر له پسې توګه د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې له روغتیایي کارکونکو سره مرسته وکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې په یوه خبرپاڼه کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال اسلام اباد کې د دوو خبریالانو مطیع الله جان او ثاقب بشیر پر نیولو خواشینې ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره یې خوشې کړي.
دغې کمېټې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د بیان ازادۍ ته درناوی ولري او د رسنیو د مسلکي کار څخه د مخنیوي هڅه دې نه کوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د اسیا څانګې نن پنجشنبه د (لیندۍ اتمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند لاریونونو پر مهال د دوو خبریالانو مطیع الله جان او ثاقب بشیر پر نیولو خواشینې ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره یې خوشې کړي.
د نومبر په ۲۴مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویان شنوي و د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره له ټول پاکستان څخه خپل پلویان پلازمینې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ور وبلل او حکومت یې د مخنیوي لپاره لویې لارې بندې کړې او پر لاریون کوونکو یې د پاشل کېدو پل ه موخه ډزې وکړې چې ويل کیږي په دغو ډزو کې زیات شمېر لاریونوال وژل شوي هم دي.
یو شمېر پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه دوه خبریالان د اسلام اباد له (ایف ۱۰) سیمې څخه هغه مهال ونیول شول چې هڅه یې کوله د تحریک انصاف په لاریون کې د وژل شویو کسانو اصلي شمېرې وپلټي او د رسنیو له لارې یې خپرې کړي.
دغه خبریالان دا هم وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې هغو خبریالانو ته چې هڅه یې کوله د اسلام اباد په روغتونونو کې د وژل شویو او ټپیانو ټوله شمېره کره کړي، ورته له نا څرګندو ټیلیفوني شمېرو د مرګ ګواښونه شوي.
په پاکستان کې تر هر وخت د خبریالانو کارته ستونزې ډیرې شوې او د فزیکي نیولو، ډبولو او وژلو تر څنګ پر دوی خواله رسنیو ته لاسرسی او پوښښ هم ګران شوی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) د چمن د قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او پاکستاني پوځیانو د یوې ګډې غونډې ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې تېره ورځ په چمن کې امن جرګه ترسره شوه.
پاکستان د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، په دغې جرګه کې د ډیورنډ پر کرښه د مدیریت او امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.
په دغه جرګه کې په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ یو لوړپوړي جنرال عابد مظهر ویلي، چې « په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې د ساتنې لپاره ټولې وسیلې په کار اچوي.»
د راپور له مخې په یاده جرګه کې د سوېلي پښتونخوا د چمن قومي مشرانو ویلي، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د ترهګرۍ د پای ته رسولو په کار کې د پاکستان د پوځ تر شا ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.
بل خوا د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون څه د پاسه له یوه کال راهیسې پرلت وهل شوی.
د دغه پرلت غړو د چمن د قبایلي مشرانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د ناستې په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
د دغه پرلت غړي وايي، د قومي مشرانو په نوم ځیني کسان د پاکستاني پوځ لاس پوڅي دي او د خپلو شخصي ګتو لپاره د امن په نوم په مصنوعي جرګو کې ګډون کوي.
پرلتوال وايي، د پاکستاني پوځیانو، حکومت او یو شمېر مشخصو کسانو ترمنځ پر دغه ډول جرګو او ناستو د چمن د خلکو ستونزې نه هوارېږي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پي ټي ای په پلمه د افغان کډوالو ځورولو او هغوی ته له اسلام اباده د وتلو ضرب الاجل ټاکل له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېره ورځ چهارشنبه په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستيو سیاسي ناکراریو او ناامنيو په اړه یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د ډیسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه تر لاسه کړي او له هغې پرته به له دغه ښاره وایستل شي.
محسن داوړ نیوکه کوي او وايي چې په «پاکستان کې د افغان کډوالو په نښه کول او وهل ټکول او یا په زوره کوچېدل یو معمول ګرځېدلی چې دا د شرم وړ او له نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه ده.»
پنځه ورځې وړاندې د نومبر په ۲۴مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو لپاره له ټول پاکستان څخه خپل پلویان پلازمینې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ور وبلل او حکومت یې د مخنیوي لپاره لویې لارې، حکومتي ادارې، کاروبار، ټیلیفوني شبکې او انټرنیټ بند کړل او لاریون د تاوتریخوالي له امله وپاشل شو.
په پاکستان کې له وروستيو پرله پسې لاريونونو، سیاسي ناکراریو او ناامنیو وروسته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د پي ټي ای په وروستي لاریون کې یې نږدې زر تنه لاریونوال نیولي چې ۳۷ هغه یې افغانان دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د راتلونکې میاشتې تر پايه دې افغانان یا د پولیسو سره راجسټر شي او ییا دې له اسلام اباده ووځي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې او خبرداری خواشینونکی بولي او وايي، چې دوی په اسلام اباد کې د اوسېدو ټول قانوني اسناد لري او د پاکستان په سیاسي مسایلو کار نه لري.
د رحمت الله په نوم یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې هغه او د ده په څېر نور افغانان اسلام اباد کې په قانوني ډول اوسیږي: «دا نا انصافي ده چې د پاکستان حکومت خپلمنځي مسلې افغانانو ته پلمه کوي، لاریونونه د دوی کورنۍ موضوع ده، افغانانو ته د پاکستان کورنیو چارو وزیر خبرداری د نړیوالو اصولو خلاف خبره ده، دوی باید په خپله دغسې ویناو ته بیا له سره کتنه وکړي.»
د فرشتې په نوم یوې بلې افغانې کډوالې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې دي، افغان کډوال دې د دغه وزارت له اجازه لیک پرته په اسلام اباد ښار کې نه اوسي وايي: «موږ قانوني وېزې لرو او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو راجستریشن پاڼه هم لرو نو ولې اوس بیا له سره یو بل د اوسیدو سند جوړ کړو، په راجستریش پاڼه کې زموږ ټول معلومات لیکل شوي او قانوني بڼه هم لري.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه خبرداری چې په یوه خبري کنفرانس کې یې اعلان کړ، تر اوسه پورې یې ټول جزیات نه دي خپاره شوي چې هدف یې په اسلام اباد کې کوم ډول افغان کډوال دي. هغه کډوال چې په موقت ډول پاکستان کې بهر ته د تلو په تمه اوسیږي او که له پخوا په دغه ښار کې کډوال شويدي.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د امریکا ماموریت له لوري په خپاره شوي خبرداري کې لیکلي چې د نومبر له ۲۷مې د ډیسمبر تر ۱۶مې دې د امنیتي ګواښ له امله د پېښور له سرینا هوټل او شاوخوا سیمو لرې پاتې شي.
په دغه خبرداري کې لیکل شوي چې ټول امریکايي وګړي چې په سرینا هوټل او شاوخوا سیمو کې اوسیږي ژر تر ژره دې دغه سیمه پریږدي او له دغه امنیتي ګواښ دې ځان وساتي.
په یاد خبرداري کې دا نه دي ویل شوي، چې امنیتي ګواښ څه ډول او د کومې ډلې له لوري موجود دی خو یوازې یې امریکايي وګړي دغې سیمې ته له ورتلو او اوسیدو منعه کړي دي.
پاکستان کې د امریکا ماموریت په خبرداري کې له امریکايي وګړو غوښتل شوي چې په دې موده کې خپل امنیتي پلان بدل کړي، ځانونه عادي وښيي، د تازه معلوماتو لپاره ځايي رسنۍ وڅاري او د پاکستان په اړه د امریکا امنیتي راپور وڅاري.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي او ورسره سیاسي ناکرارۍ په ډیرېدو دي.
د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونه د ناامنۍ او سیاسي ناکراریو له امله ورځ تر بلې د ناامنۍ لور ته روان دي او په کې سیاسي او اقتصادي بې ثباتي په زیاتېدو ده.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د امریکا ماموریت خپلو وګړو ته د امنیتي ګواښ له امله د ځان خوندینې په اړه سپارښتنې کوي، تر دې وړاندې هم په اسلام اباد، پېښور او د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د امنیتي ګواښ له امله امریکايي وګړو ته د نه ګرځېدو او اوسیدو سپارښتنې شوې وې.

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو د تلفاتو شمېر ۱۱۱ کسانو ته ورسېد. د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د اوربند سربېره د شیعه او سوني وګړو ترمنځ لا هم نښتې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د یادې ولسوالۍ د پولیسو مسوولینو بیا ویلي و، چې په روانو نښتو کې ۱۳۸ تنه ټپيان شوي هم دي.
اخوا په کورمه کې د روغتون سرچینو ویلي، چې د شیعه مساپرو پر موټریز کاروان د برید په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نن چهارشنبې ۵۲ ته لوړ شو.
دغه نښتې په یاده ولسوالۍ کې تر هغه وروسته پیل شوې دي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسلهوال برید وشو.
د راپورونو له مخې: «اوسمهال د یرغمل شویو کسانو او د جسدونو د تبادلې پر سر د پام وړ اختلافونه شته.»
سرچینې وایي، چې دمګړی د اتو ښځو په ګډون ۱۸ تنه یرغمل شوي دي.
همدارنګه له پاړه چنار څخه سرچینې وايي، چې په کورمه کې د تېرو څو ورځو راهیسې انټرنیټي خدمتونه بند شوي او هلته ټولې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.
د پاکستاني رسنیو په خبره، له افغانستان سره سوداګري هم د لارو د بندېدو له امله ځنډېدلې ده.
کورمه ولسوالۍ چې شیعه مېشته سیمه ده، وخت ناوخته په کې قومي جګړې رامنځته کېږي.
کارپوهان وایي، چې په پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ تر شا نړۍوال قدرتونه او د هغوی ملاتړ کوونکي دي.
د دوی په خبره، په پاړه چنار کې هڅې روانې دي، چې تاوتریخوالي په مذهبي او فرقه یي جنګ بدل کړي.
