نظرپوښتنه: ۷۷٪ جرمنان له ۱۶ کلونو د کم عمر لرونکو لپاره د ټولنیزو شبکو د بندولو هرکلی کوي

په جرمني کې د یوې نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې د دې هېواد ۷۷ سلنه وګړي له ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو د نه کارولو سره موافق دي. د دغې نظر پوښتنې پایلې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) خپرې شوې او دیارلس سلنه ګډون کوونکو له دې طرحې سره مخالفت کوي.