په کورمه ولسوالۍ کې د روانو نښتو له امله څه باندې ۱۲۰ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د فرقهییزو نښتو له امله د پولیسو او د روغتیایي سرچینو په وینا، تراوسه ۱۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۸ نور ټپيان دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د فرقهییزو نښتو له امله د پولیسو او د روغتیایي سرچینو په وینا، تراوسه ۱۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۸ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د جګړو د بندېدو او د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو اترو بهیر هم دوام لري.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.دغه نښتې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې تر هغه وروسته پیل شوې، چې د یادې ولسوالۍ په مندوري اوچت سیمه کې د مساپرو پر کاروان د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان ووژل شول.د راپورونو له مخې، دغه نښتې په سنګینه، صدہ بالشخیل، خارکلی مقبل، کنج علی زی او بګن علی زی سیمو کې روانې دي.په دغه جګړه کې د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د لسو ورځو راهیسې د سیمې وضعیت کړکېچن شوې، لویې لارې تړل شوې او مخابراتي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.د پېښور - پاړه چنار ترمنځ د لارو د بندېدو له امله په سيمه کې د خوراکي توکو، سوند توکو او درملو ذخیرې هم په خلاصیدو دي.له دې سره، د خرلاڅي لارې په بندېدو سره بیا له افغانستان سره هم سوداګریزې چارې بندې شوې دي.د ټولنيزو چارو يو مشر مير افضل خان وايي، چې د شخړو له امله هره برخه په جدي توګه اغېزمنه شوې ده.د نوموړي په وینا، بهرني کاریګر د خپلو ويزو او ټکټونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.سیمه ییز چارواکي وایي، چې پولیس او پوځ بېلابېلو سيمو ته د اوربند د ټينګښت په موخه لېږل شوي دي او د اوربند او د سولې د ټينګښت په اړه د مهمو پرمختګونو تمې کېږي.پولیس بیا وایي، چې ډېری خلک غواړي د تاوتریخوالي له امله له سیمې وتښتي؛ خو د ناوړه امنیتي وضعیت له امله دغه چاره ناشونې شوې ده.تېره اوونۍ د ولایتي ادارې لهخوا د اوو ورځو اوربند اعلان شو؛ خو له دغه اوربند څخه په وار - وار سرغړونې وشوې.که څه هم ځیني سیمهییز خلک وایي، چې شخړه په عمومي ډول په غرنیو سیمو کې د ځمکې پر سر راپورته شوې؛ خو ګڼ سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې د دغو شخړو تر شا د سترو استخباراتي کړیو لاس دی او د یو شمېر هېوادونو لهخوا په جګړه کې د ښکېلو غاړو ته وسلې ورکول کیږي او مالي ملاتړ یې کېږي.