منظور پښتین: نړۍ په لاریونوالو د پوځ ظلم ولیده خو دوی پرې اعتراف نه شي کولای

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي؛ سره له دې چې ټولې نړۍ د تحریک انصاف په لاریونوالو د پاکستان د پوځ ظلمونه ولیدل، خو دوی دومره ډارن دي چې په خپل ظلم اعتراف هم نه شي کولای.