طالبان: هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د دغه اژانس د راپور له مخې، دغه برېښنا تېره ورځ غرمه مهال پرې شوې وه.
د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د برېښنا مزي یخ وهلي، چې ورسره د برېښنا مزي پرې شوي دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې د مزو د بیا نښلولو لپاره په هرات ولایت کې د طالبانو د برېښنا ریاست هلې ځلې روانې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د ځینو ولایتونو څخه د برېښنا د اوږدې پرچاوۍ ستونزې هم خلک تر پوزې رسولي دي.
خلک شکایت کوي، سره له دې چې ټوله ورځ برېښنا نه لري؛ خو بیا هم د برېښنا بېلونه یې ډېر لوړ راځي.


د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، په روان کال کې یې څه د پاسه لس مېلیارده افغانۍ پر معلولینو، یتیمانو او کونډو ښځو وېشلې دي.
د ډیسمبر ۳مه نېټه د معلولیت لرونکو وګړو د نړۍوالي ورځې په نوم نومول شوې ده.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې ۱۸۹۶۳۵ تنه معلول وګړي د یاد وزارت سره ثبت او راجسټر شوي دي.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو مشر فیصل خاموش وايي، په یادو کسانو کې د طالبانو معلول جنګیالي، د تېر حکومت معلول سرتېري او د طبیعي پېښو له امله معلول شوي کسان شامل دي.
نوموړی وايي، یادو کسانو ته له تبعیض پرته د بانکي سیسټم له لارې میاشتیني امتیازات ورکول کېږي.
خو د تېر حکومت یو شمېر معلول شوي سرتېري وايي، د طالبانو له لوري پر دوی د معلولیت لرونکو ټول امتیازات بند شوي او طالب چارواکي یوازې خپلو معلولیت لرونکو جنګیالیو ته دغه امتیازات ورکوي.
همدارنګه ښاغلی خاموش وايي، د روان کال په څو میاشتو کې یې ۱۰ مېلیارده او ۹۰۶ مېلیونه افغانۍ د بانکي سیسټم له لارې پر معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو وېشلې دي.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونېو ګوټرېش د معلولیت لرونکو وګړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې سږکال د معلولیت لرونکو وګړو نړۍواله ورځ موږ ته رایادوي چې موږ د پخوا پرتله د معلولیت لرونکو خلکو رهبرۍ ته ډېره اړتیا لرو.
نوموړی وايي:« معلوملیت لرونکي کسان لا له وړاندې په ټولنه کې د تبعیض، اقلیمي بدلون او لوږې له امله بنسټیزو خدمتونو ته لاس رسی نه لري او د طبیعي پېښو له امله ډېر ځپل شوي هم دي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د نړۍ هېوادونو د یوه تړون له مخې ژمنه کړې ده، چې د هر عمر لرونکو معلولینو په وړاندې به هر ډول بې عدالتي له منځه یوسي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له پاکستان او ایرانه ۲۱۲ کورنۍ راستنې شوې.
دغه اژانس له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۲۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۲۰ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستانه، دا رنګه ۳۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۳۰ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې راستنې شوې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور د یادو هېوادونو څخه راستنې شوې دي؛ خو ډېری وخت د دغو ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.
طالبانو ویلي، چې د تازه راستنو شویو کډوالو له ډلې له اړمنو سره مرستې شوې او ۲۴ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.
پاکستان او ایران د تېر یو کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو د لېندۍ په شپږمه رسنیو ته ویلي و چې د روان کال تر پایه به له دغه هېواده تر دوه مېلیونه ډېر بې اسناده افغان کډوال وباسي.
په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازي د دفتر مشر ویلي، چې دمګړی په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونه پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روغتیا په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا په اېکس پاڼه د خپور شوي دغه خبر په تصویر کې لیدل کېږي، چې ښاغلی جلالي په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي سره لیدلي دي.
په دغې لیکنه کې دارنګه راغلي، چې نوموړی به د دغه کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر روغتیایي ادارو له مسوولینو سره هم لېدنې کتنې ولري.
خبر زیاتوي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر به د دغو ناستو په ترڅ کې د افغانستان د روغتیایي نظام د معیاري کېدو او نړۍوالو همکاریو د راجلبولو په موخه له نړۍوالو روغتیايي ادارو سره خبرې اترې وکړې.
ښاغلی جلالي تر دې وړاندې (د نومبر په ۱۴مه) د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته هم تللی و.
که څه هم چې چین د طالبانو د ډلې ډېر خواخوږی هېواد ګڼل کېږي او له دغې ډلې سره تاوده اړیکي هم پالي؛ خو لا یې هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی، چې د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړېږي.
دغه غونډه به د روان کال د کب میاشتې په پنځمه او شپږمه د «افغانستان: رستاخیز امید؛ تلاش مشترک» تر سرلیک لاندې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سږنۍ غونډه به د ترهګرۍ د مطالعاتو د نړۍوال سازمان (OIET) په همکارۍ جوړه شي.
د دغه انسټیټیوټ په وینا، په دې غونډه کې به یو شمېر بحثونه او لېکچرونه د ځینو کارپوهانو لهخوا وړاندې شي.
د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا د پلازمېنې مادرید د ایتینیو دی په فرهنګي مرکز کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، د هرات د امنیتي غونډې له جوړېدو څخه یې موخه دا ده چې د پالیسي جوړونکو او کارپوهانو د بېلابېلو نظرونو سره یو ځای د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه کارپوهان په خپلو کې سره نظرونه شریک کړي.
د دغه انستيتوت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، سيمهييزو او لوېديځو هېوادونو کارپوهان، پاليسۍ جوړوونکي، د مدني ټولنې استازي، اکاډميک شخصیتونه، خبريالان، د ښځو د حقونو مدافعان او د بشري حقونو مدافعان او همدارنګه د نړۍوالو او سيمهييزو سازمانونو کارپوهان ګډون ولري.
د هرات امنیتي غونډه د افغانستان د تېر حکومت پر مهال له نږدې یوې لسیزې راهیسې هر کال په هرات کې جوړېدله.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هرات امنیتي ناسته دوه ځله په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.

په کندهار کې ځايي سرچېنې وايي، چې د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتې او له امله یې په دغه خونه کې درې خویندې مړې شوې دي.
سرچېنې وايي، دغه پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي چې د بام له درنېدو له امله بام پرېوت او په خونه کې درې تنه ناستې خویندې تر لاندې شوې.
سرچېنې وايي، چې د دغو مړو شویو نجونو عمرونه د شپوږ او دیارلسو کلونو تر منځ وو.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله ځیني کسان وژل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان وو.