• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

استادانو ته د پکتیا پوهنتون د طالب رییس ګواښ: که ږیرې نه پرېږدئ نو محکمې ته مو معرفي کوو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د پکتیا پوهنتون طالب رییس ملا عبدالحکیم حمدي د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې که خپلې «ظاهرې بڼې په اسلامي شریعت برابرې نه کړي» محکمې ته به وپېژندل شي او یا دې خپلې دندې پرېږدي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د پکتیا پوهنتون د طالب رییس هغه غږیز پیغام تر لاسه کړی، چې پکې د پکتیا پوهنتون د استادانو په ګډون ټول دولتي کارکوونکي ګواښل کیږي او ورته ویل کېږي، چې په ولایتي اداري جلسه کې پرېکړه شوې چې سرغړوونکي به محکمې ته پېژندل کیږي.

نوموړی په دغه غږیز پیغام کې وايي: "ما خو مخکې هم درته ویلي وو چې ځان او سیرت د اسلامي شریعت په بڼه جوړ کړئ، خو نن په اداري جلسه کې دا قاطع پرېکړه وشوه چې که څوک دا پرېکړه نه مني امربالمعروف یې محکمې ته معرفي کوي".

ملا حمدي زیاتوي، چې که هر څوک دا پرېکړه نه مني خپلې دندې دې پرېږدي او دوی دې طالب مشرانو ته نه بدناموي.

هغه په دغه غږیز پیغام کې ویلي چې په نېږدې وخت کې به یو پلاوی پکتیا پوهنتون ته ورځي او ټول استادان او کارکوونکي به ګوري او ښايي ځینې کسان له دندو لرې کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په پوهنتوني چاپیریال کې ورته ګواښونه پېښیږي؛ بلکې له دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون له استادانو هم د امربالمعروف د محتسبینو له خوا ازموینه اخیستل شوې وه او د هغوی د ظاهري بڼې په اړه یې یو شمېر استادان ګواښلي هم وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیا کې د کورمې جګړو د یوه افغان قوماندان ورور نیولی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د پکتیا ولایت استخباراتو دوه اونۍ وړاندې د تېر حکومت د محلي پولیسو د قوماندان پړوچکي منګل ورور نیولی. پړوچکي نن په یوه ویډیويي پیغام کې د کورمې د زینبیون ډلې قوماندان تهران توري او د انجمن حسینیه پخواني مشر عنایت علي توري ته ګواښ کړی چې پاړاچینار به ترې ونیسي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې جګړو له پیلیدو سره هممهاله طالبانو د محلي پولیسو ددغه پخواني قوماندان ورور کوګه منکل په خپل کور کې نیولی او په زندان کې یې ساتلی دی. د سرچینې په باور، « طالبان ویریږي چې نوموړی پخواني پولیس د سنیانو په ملاتړ د کورمې جګړې ته جذب نه کړي».

پړوچکی منګل د جمهوري نظام له سقوط وروسته په ننګرهار کې طالبانو نیولی و او وروسته د منګل قبیلي د مشرانو په منځګړتوب خوشی شو.

د محلي پولیسو دغه پخوانی قوماندان د طالبانو له بند نه تر خوشي کېدو وروسته ترې منګل ته لاړ او هلته یې د جماعت اسلامی له مخکښ غړي عید نظر فاروقي منګل سره پناه واخسته او وروسته د کورمې ولسوالۍ په فرقه یي شخړو کې ښکیل شو.

نوموړي نن سه شنبه ( لړم پر ۱۳مه) په یوه ویډیويي پیغام کې خپلو مخالفانو ته خبرداری ورکړی او د جګړې یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده.

سرچینه وايي، چې « ښايي طالبانو داسې وېره احساس کړې وي چې پړوچکی د شیعه وو خلاف د جلب او جذب چاره پرغاړه واخلي، له همدې امله یې د هغه ورور نیولی دی».

پړوچکی د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د جمهوري نظام پرمهال یې ګڼ شمیر طالبان وژلي وو.

د پړوچکي ویډیو پیغام داسې مهال خپریږي، چې د مفتي کفایت الله تر مشرۍ لاندې د پښتون قومي جرګې کمیټه د ښکیلو خواوو ترمنځ د دایمي اوربند ټینګولو په موخه کورمې ولسوالۍ ته تللې ده.

حنیف اتمر: له منځنیو طبي زدکړو نجونې منع کول افغان ټولنه له واقعي ګواښ سره مخ کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د جمهوریت وروستی بهرنیو چارو وزیر وايي، له منځنیو طبي زدکړو د نجونو منع کول به افغان ټولنه «په نږدې او اوږمهال کې له واقعي ګواښ سره مخ کړي.»

حنیف اتمر د دې زدکړو د بندولو په برخه کې د طالبانو د مشر وروستی فرمان «د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې» بولي.

ښاغلی اتمر په خپل اېکس کې زیاتوي: «د ښځو او نجونو لپاره د طبي او روغتیایي زدکړو ارزښت د دوی خپل صحت، د دوی ماشومانو، د کورنۍ او ټولنې لپاره یو حیاتي امر دی چې هېڅ ډول بدیل نه لري.»

نوموړی وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو کې بل داسې هېواد نشته چې د نجونو طبي زدکړې پکې بندې وي.

طالبانو چې تېر کال د نجونو پوهنتوني زدکړې بندې کړې وې، پرون یې روغتیا وزارت له طبي انستیتیوتونو وغوښتل چې نور نجونو ته درس ور نه کړي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو ښيي چې نن د دې ډلې ځواکونه له کابل طبي انستیتیوت نجونې په زور باسي او وهي ټکوي یې.

که څه هم د نجونو د زدکړو او کار په تړاو د طالبانو بندیزونه له کورني او بهرني غبرګون سره مخ دي، خو دا ډله ورځ تر بلې دا محدودیتونه سختوي.

سږکال افغانستان ته د پاکستان د صادراتي توکو کچه څه باندې ۲۹۱ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په برخه کې پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د تېر کال د همدې مودې له۱۸۲.۶۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۹۱.۷۷ میلیونه ډالره لوړوالی ښيي.

پاکستاني چارواکي دا ۵۹.۸۳ سلنه ډېروالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مثبت ګام ګڼي.

سره له دې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي، افغانستان د پاکستان درېیم لوی سیمه‌ییز صادراتي بازار دی، چې د کرنیزو محصولاتو، درملو او نورو اساسي توکو سوداګري پکې شاملېږي.

د پاکستان د اسوشیټډ اژانس د رپوټ له مخې،اسلام ابادله سیمه‌ییزو هېوادونو لکه چین، بنګله‌ دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او هند سره د سوداګرۍ په برخه کې له ورته پایلو سره مخ دی. له بنګله‌ دېش سره یې صادرات ۲۸.۶۰ سلنه زیات شوي، چې له ۱۹۲.۳۱ میلیونه ډالرو څخه ۲۴۷.۳۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي. له سریلانکا سره هم د پاکستان سوداګري ۲۹.۲۲ سلنه لوړه شوې، چې ۱۴۸.۹۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

خو چین ته یې صادرات د۱۴.۵۸سلنې په کمېدو سره ۸۱۳.۴۴ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي. نیپال ته هم د پاکستان صادرات د ۳۴.۸۰ سلنې په کموالي سره ۰.۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د سیمې په هېوادونو کې له چین څخه واردات د نورو ټولو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډېر دي. له جولای څخه تر اکتوبر پورې له چین نه واردات د ۳۶.۳۶سلنې په لوړوالي سره ۵.۰۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې دا کچه تېر کال ۳.۷۳۸ میلیارده ډالره وه.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د ټولې سیمه‌ییزې سوداګرۍ د وارداتو کچه ۵.۲۲۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال په همدې موده کې ۳.۸۵۵ میلیارده ډالره وه.

یاد اژانس وايي، سره له دې چې له افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا سره د صادراتو وده مثبته ده، چین ته د صادراتو کمېدو او د وارداتو ډېرېدو د سوداګرۍ کسر لا پراخ کړی.

طالبان: د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کې د لنډمهال لپاره بندر جوړیږي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان سرحدي سیمه اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر پر جوړېدو یې له ترکمن چارواکو سره خبرې کړې دي. دغه وزارت زیاتوي دغه بندر د ټاپي پروژې لپاره د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه جوړیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مالیې وزارت نن د شې شنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۲مه» په خپله پاڼه کې لیکلي چې د ددې ډلې مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین عبدالمتین سعید په مشرۍ د طالبانو د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل.

طالبان وايي په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې.

طالبان زیاتوي چې د دغې ډلې پلاوي له خپل لوري د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه یې د ترکمنستان وړاندیزونو سره هوکړه وکړ، چي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادښت له تبادله کولو وروسته به عملي شي.

د طالبانو مالیې وزارت د ترکمنستاني پلاوي په حواله وايی چې د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.

طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.

د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.

د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې

د بي بي سي د ۲۰۲۴ کال په ۱۰۰ اغیزناکو ښځو کې درې افغانې دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

بي بي سي د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ د سلو الهام‌بښونکو او اغېزناکو ښځو نوملړ خپور کړی. په دې نوملړ کې درې افغان میرمنې ذکیه خدادادي، د پارالمپیک لوبغاړې، الهه سرور، سندرغاړې او کمپوزره او حمیده امان د رسنیو او زده‌کړې برخه کې نوښتګره شاملې دي.

د بي بي سي نوملړ د اقلیم مخکښان، فرهنګ او زده‌کړې، تفریح او ورزش، سیاست او ساینس، او روغتیا او ټکنالوژي په نومونو پنځه برخې لري.

د پارالمپیک ستورې

افغانه ذکیه خدادادي د تفریح او ورزش په برخه کې د سلو اغېزناکو څېرو له ډلې شمېرل شوې.

نوموړې د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د پارالمپیک ټیم لومړنۍ غړې په توګه مډال ګټلو سره تاریخ جوړ کړ.

ذکیې بي بي سي ته وویل: «زما د المپیک مډال ګټلو سفر د افغان ښځو، کډوالو ښځو او ټولو هغو ښځو د استقامت کیسه کوي چې هېڅکله به تسلیم نه‌شي. موږ ثابته کړه داسې هېڅ کار نشته چې ښځه یې نه‌شي کولی».

بي بي سي په ډاګه کړې چې ذکیې له ۱۱ کلنۍ راهیسې په هرات کې په پټه تکواندو زده کوله، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده ووتله.

د هنر له لارې د مقاومت غږ

په دې نوملړ کې الهه سرور هم د تفریح او ورزش په برخه کې یوه اغېزناکه څېره ګڼل شوې ده. الهې د «ډوډۍ، کار، ازادي» په نوم سندره جوړه کړه چې د افغان ښځو د غږ خپونې پر وړاندې مبارزه ده.

بي بي سي لیکلي، « په داسې وخت کې چې د افغانستان په ټولنه کې د ښځو غږونه چوپ شوي، الهه سرور هڅه کوي د موسیقۍ له لارې هیله او ډاډ خپور کړي».

د زده‌کړو لپاره نوښتګر فکر

په نوملړ کې د فرهنګ او زده‌کړې په برخه کې حمیده امان د رسنیو او زده‌کړو نوښتګره ګڼل شوې ده.

نوموړې د "بیگم اکاډمي" په نوم یو انلاین پلاټفورم جوړ کړی چې له ښوونځیو پاتې او محرومو نجونو ته وړیا زده‌کړې برابروي.

بي بي سي ویلي چې دغه پلاټفورم یوازې تېر کال له ۸۵۰۰ډېرې ویدیوګانې په پښتو او دري ژبو وړاندې کړې او له اووم ټولګي نه تر دوولسم پورې درسي پروګرامونه یې پوښلي دي.

د نوملړ نړیوالې څېرې

دبي بي سي په نوملړ کې ځینې نورې نړیوالې څېرې لکه سوزان کالینز، د امریکا د مشرانو جرګې استازې، حدیقه کیاني، پاکستانۍ سندرغاړې او کمپوزره، نادیه مراد، د عراق د سولې نوبل جایزې ګټونکې او ژینا مدرس ګرجي، د ایران د ښځو حقونو فعاله، هم شاملې دي.

بي بي سي هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اغېزناکو او الهام‌بښونکو ښځو نوملړ خپروي، چې هنرمندان، فعالان، مشران او نور پېژندل شوي شخصیتونه پکې شامل وي.