حنیف اتمر: له منځنیو طبي زدکړو نجونې منع کول افغان ټولنه له واقعي ګواښ سره مخ کوي

د افغانستان د جمهوریت وروستی بهرنیو چارو وزیر وايي، له منځنیو طبي زدکړو د نجونو منع کول به افغان ټولنه «په نږدې او اوږمهال کې له واقعي ګواښ سره مخ کړي.»

د افغانستان د جمهوریت وروستی بهرنیو چارو وزیر وايي، له منځنیو طبي زدکړو د نجونو منع کول به افغان ټولنه «په نږدې او اوږمهال کې له واقعي ګواښ سره مخ کړي.»
حنیف اتمر د دې زدکړو د بندولو په برخه کې د طالبانو د مشر وروستی فرمان «د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې» بولي.
ښاغلی اتمر په خپل اېکس کې زیاتوي: «د ښځو او نجونو لپاره د طبي او روغتیایي زدکړو ارزښت د دوی خپل صحت، د دوی ماشومانو، د کورنۍ او ټولنې لپاره یو حیاتي امر دی چې هېڅ ډول بدیل نه لري.»
نوموړی وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو کې بل داسې هېواد نشته چې د نجونو طبي زدکړې پکې بندې وي.
طالبانو چې تېر کال د نجونو پوهنتوني زدکړې بندې کړې وې، پرون یې روغتیا وزارت له طبي انستیتیوتونو وغوښتل چې نور نجونو ته درس ور نه کړي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو ښيي چې نن د دې ډلې ځواکونه له کابل طبي انستیتیوت نجونې په زور باسي او وهي ټکوي یې.
که څه هم د نجونو د زدکړو او کار په تړاو د طالبانو بندیزونه له کورني او بهرني غبرګون سره مخ دي، خو دا ډله ورځ تر بلې دا محدودیتونه سختوي.


د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په برخه کې پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د تېر کال د همدې مودې له۱۸۲.۶۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۹۱.۷۷ میلیونه ډالره لوړوالی ښيي.
پاکستاني چارواکي دا ۵۹.۸۳ سلنه ډېروالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مثبت ګام ګڼي.
سره له دې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي، افغانستان د پاکستان درېیم لوی سیمهییز صادراتي بازار دی، چې د کرنیزو محصولاتو، درملو او نورو اساسي توکو سوداګري پکې شاملېږي.
د پاکستان د اسوشیټډ اژانس د رپوټ له مخې،اسلام ابادله سیمهییزو هېوادونو لکه چین، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او هند سره د سوداګرۍ په برخه کې له ورته پایلو سره مخ دی. له بنګله دېش سره یې صادرات ۲۸.۶۰ سلنه زیات شوي، چې له ۱۹۲.۳۱ میلیونه ډالرو څخه ۲۴۷.۳۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي. له سریلانکا سره هم د پاکستان سوداګري ۲۹.۲۲ سلنه لوړه شوې، چې ۱۴۸.۹۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
خو چین ته یې صادرات د۱۴.۵۸سلنې په کمېدو سره ۸۱۳.۴۴ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي. نیپال ته هم د پاکستان صادرات د ۳۴.۸۰ سلنې په کموالي سره ۰.۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د سیمې په هېوادونو کې له چین څخه واردات د نورو ټولو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډېر دي. له جولای څخه تر اکتوبر پورې له چین نه واردات د ۳۶.۳۶سلنې په لوړوالي سره ۵.۰۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې دا کچه تېر کال ۳.۷۳۸ میلیارده ډالره وه.
پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د ټولې سیمهییزې سوداګرۍ د وارداتو کچه ۵.۲۲۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال په همدې موده کې ۳.۸۵۵ میلیارده ډالره وه.
یاد اژانس وايي، سره له دې چې له افغانستان، بنګلهدېش او سریلانکا سره د صادراتو وده مثبته ده، چین ته د صادراتو کمېدو او د وارداتو ډېرېدو د سوداګرۍ کسر لا پراخ کړی.

د طالبانو مالیې وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان سرحدي سیمه اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر پر جوړېدو یې له ترکمن چارواکو سره خبرې کړې دي. دغه وزارت زیاتوي دغه بندر د ټاپي پروژې لپاره د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه جوړیږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مالیې وزارت نن د شې شنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۲مه» په خپله پاڼه کې لیکلي چې د ددې ډلې مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین عبدالمتین سعید په مشرۍ د طالبانو د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل.
طالبان وايي په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې.
طالبان زیاتوي چې د دغې ډلې پلاوي له خپل لوري د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه یې د ترکمنستان وړاندیزونو سره هوکړه وکړ، چي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادښت له تبادله کولو وروسته به عملي شي.
د طالبانو مالیې وزارت د ترکمنستاني پلاوي په حواله وايی چې د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.
څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.
د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.
د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې

بي بي سي د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ د سلو الهامبښونکو او اغېزناکو ښځو نوملړ خپور کړی. په دې نوملړ کې درې افغان میرمنې ذکیه خدادادي، د پارالمپیک لوبغاړې، الهه سرور، سندرغاړې او کمپوزره او حمیده امان د رسنیو او زدهکړې برخه کې نوښتګره شاملې دي.
د بي بي سي نوملړ د اقلیم مخکښان، فرهنګ او زدهکړې، تفریح او ورزش، سیاست او ساینس، او روغتیا او ټکنالوژي په نومونو پنځه برخې لري.
د پارالمپیک ستورې
افغانه ذکیه خدادادي د تفریح او ورزش په برخه کې د سلو اغېزناکو څېرو له ډلې شمېرل شوې.
نوموړې د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د پارالمپیک ټیم لومړنۍ غړې په توګه مډال ګټلو سره تاریخ جوړ کړ.
ذکیې بي بي سي ته وویل: «زما د المپیک مډال ګټلو سفر د افغان ښځو، کډوالو ښځو او ټولو هغو ښځو د استقامت کیسه کوي چې هېڅکله به تسلیم نهشي. موږ ثابته کړه داسې هېڅ کار نشته چې ښځه یې نهشي کولی».
بي بي سي په ډاګه کړې چې ذکیې له ۱۱ کلنۍ راهیسې په هرات کې په پټه تکواندو زده کوله، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده ووتله.
د هنر له لارې د مقاومت غږ
په دې نوملړ کې الهه سرور هم د تفریح او ورزش په برخه کې یوه اغېزناکه څېره ګڼل شوې ده. الهې د «ډوډۍ، کار، ازادي» په نوم سندره جوړه کړه چې د افغان ښځو د غږ خپونې پر وړاندې مبارزه ده.
بي بي سي لیکلي، « په داسې وخت کې چې د افغانستان په ټولنه کې د ښځو غږونه چوپ شوي، الهه سرور هڅه کوي د موسیقۍ له لارې هیله او ډاډ خپور کړي».
د زدهکړو لپاره نوښتګر فکر
په نوملړ کې د فرهنګ او زدهکړې په برخه کې حمیده امان د رسنیو او زدهکړو نوښتګره ګڼل شوې ده.
نوموړې د "بیگم اکاډمي" په نوم یو انلاین پلاټفورم جوړ کړی چې له ښوونځیو پاتې او محرومو نجونو ته وړیا زدهکړې برابروي.
بي بي سي ویلي چې دغه پلاټفورم یوازې تېر کال له ۸۵۰۰ډېرې ویدیوګانې په پښتو او دري ژبو وړاندې کړې او له اووم ټولګي نه تر دوولسم پورې درسي پروګرامونه یې پوښلي دي.
د نوملړ نړیوالې څېرې
دبي بي سي په نوملړ کې ځینې نورې نړیوالې څېرې لکه سوزان کالینز، د امریکا د مشرانو جرګې استازې، حدیقه کیاني، پاکستانۍ سندرغاړې او کمپوزره، نادیه مراد، د عراق د سولې نوبل جایزې ګټونکې او ژینا مدرس ګرجي، د ایران د ښځو حقونو فعاله، هم شاملې دي.
بي بي سي هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اغېزناکو او الهامبښونکو ښځو نوملړ خپروي، چې هنرمندان، فعالان، مشران او نور پېژندل شوي شخصیتونه پکې شامل وي.

موټرچلوونکی عبدالرووف چې څنګه غبرګۍ سیمې ته ورسېد، کیڼ لاس یې ونیوه او خپل سفر ته یې ادامه ورکړه. هغه وموسل او ویې ویل، « له دې اخوا د پاکستان په لاس کې ځو». په افغانستان کې موټر ښي لاسي دي، خو د خوست له تڼیو ولسوالۍ نه چې د ځدراڼو غبرګۍ سیمې ته موټر داخلیږي، کیڼ لاس نیسي.
غبرګۍ د سپیرې ولسوالۍ د ځدراڼو کلی دی، خو له دې سیمې اخوا تر ګیان ولسوالۍ پورې د مداخېلو وزیرو سیمه ده، چې اغزن تار او ډیورنډ کرښې له وزیرستان نه بېل کړي دي.
افغان دوبۍ؛ د ګل بهادر د حاکمیت سیمه
مداخېل د پاکستاني طالبانو د مشهور قوماندان حافظ ګل بهادر قبیله ده چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې اوسیږي. له همدې امله نوموړی په دې سیمه کې تر ټولو پیاوړی او ځواکمن کس ګڼل کیږي.
ګل بهادر د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د خوست د سپیرې ولسوالۍ پر افغان دوبۍ او شاوخوا کلیو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته له دې سیمې نه برمل ته لاړ او ځینې قوماندانان یې نورو سیمو ته خواره شول، خو مدرسې او جنګیالي یې لاهم په سپېره ولسوالۍ کې دي.
د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۱۲مه د خوست لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالقیوم رحماني دې ولسوالۍ ته لاړ او په افغان دوبۍ سیمه کې یې یوه نوې امنیتي پوسته پرانېسته. له نوموړي سره په دغه سفر کې د خوست امنیه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري، د لوا قوماندان او نورو پوځي طالب چارواکو ملتیا کوله.

والي مولوي عبدالقیوم روحاني د پوستې په پرانېستغونډه کې وویل چې«افغان دوبۍ سیمه د اشغال پر وړاندې د مجاهدینو لپاره محفوظه سیمه وه».
هغه زیاته کړه چې د ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړې لار ښوونه به د افغان دوبۍ او خوست ولایت د سرحدي سیمو ولسونو ته اړتیا وړ خدمتونه ترسره کړي.
روحاني له دې وړاندې د نیمروز لپاره د طالبانو والي و او ملا هبت الله ته نږدې کس ګڼل کیږي.
دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته درېیم جګپوړی چارواکی دی، چې افغان دوبۍ کلي ته سفر کوي.
د طالب چارواکو درېیم سفر
دې سیمې ته د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې له سختې زلزلې وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او په وري میاشت کې د پاکستان له برید وروسته ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز مالي خان صدیق سفرونه کړي وو.

وروسته د پاکستاني طالبانو له دوو قوماندانانو اخترمحمد خلیل او قوماندان افتاب داوړ سره ددوی اخستل شوي انځورونه خپاره شول.
د مداخېلو یوه قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « سراج الدین حقاني په دغه سفر کې له مداخېلو قبیلې سره ژمنه کړې وه، چې د کوڼي (کاڼي) په نامه دوی ته یوه بېله ولسوالي منظوره کړي». خو د پاکستان حساسیتونو ته په پام او له دې ویرې چې دا سیمه په دویم وزیرستان بدله نه شي، د دې ولسوالۍ د منظورۍ چارې ځنډېدلې دي.
طالبانو هغه مهال په کوڼي سیمه کې یوه پوسته جوړه کړه چې د سیمې وضعیت له نږدې وڅاري.
والي عبدالقیوم روحاني په افغان دوبۍ کې امنیتي پوسته داسې مهال پرانیزي چې د خوست د کي پي ایف ځواکونو لسم او پنځم کنډکونه د حافظ ګل بهادر د جنګیالیو په لاس کې دي.
پنځم او لسم کنډک کې پاکستاني جنګیالي میشت دي
په خوست کې یوې مخکینۍ امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « دا مهال د سپیرې په لسم کنډک او د تڼیو په پنځم کنډک کې د حافظ ګل بهادر د یوه قوماندان سیدانار چې په قوماندان تلوار مشهور دی، اړوند جنګیالي اوسیږي».
د سرچینې په وینا، «ددغو دوو کنډکونو وسلې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال د پاکستاني طالبانو د صادق نور ډلې د قوماندان افتاب یاسر داوړ لاسونو ته ولوېدې. افتاب داوړ چې په هوايي کرښو کې یې کابل او کندهار ته سفرونه کول، په کندهار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، چې ګل بهادر ډلې پکې د پاکستان استخباراتي ادارې ښکیلې وګڼلې».
پر هغه شک و، چې پرمختللې امریکايۍ وسلې پر بلوڅ وسله والو پلوري.
طالبانو تېرکال دې سیمې ته خپل یو شمېر پوځي چارواکي ولېږل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د چندو له راټولولو او په ودونو کې د پیکا او نورو درندو وسلو له ډزو ډډه وکړي، خو دغو سپارښتنو دلته پر میشتو پاکستاني جنګیالیو اغیز نه دی کړی ځکه ډېری بهرني جنګیالي د طالبانو د «سنګرونو» مخکیني ملګري دي.
په سیمه کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې سیمې امنیت قومي څلویښتی سمبالوي او سیمه عملا د ګل بهادر تر واک او کنټرول لاندې ده.
یادونه: په دغه رپوټ کې د موټرچلوونکي لپاره مستعار نوم کارول شوی.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال، عسکر جلالیان، د افغان بندیانو د لېږد لپاره خپل پلان اعلان کړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو اوږدمهاله تړون له مخې ترسره کیږي. جلالیان څرګنده کړه چې ایران کې له ۸،۰۰۰ ډېر بهرني بندیان شته چې ډېری یې افغانان دي.
هغه وویل: “د افغان بندیانو جرمونه د مخدره توکو قاچاق، ممنوعه توکو قاچاق، غلا، او قتل په ګډون دي. تر ټولو مهم جرم د مخدره توکو قاچاق دی، او زموږ جزایي قانون په دې برخه کې ډېر سخت دی او دا جدي تعقیبوي.”
جلالیان، چې د عدلیې وزارت د مجرمینو د لېږد کمېټې مشري کوي، په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره ولیدل. هغه وویل: “د دې لیدنې پایله دا وه چې د هغو بندیانو لیست چې له افغان شرایطو سره سمون خوري، چمتو او هغوی ته وسپارل شي څو د دې بندیانو هویت تایید کړي.”
د انتقال په لومړي پړاو کې، ایران د ۵۰۰ افغان بندیانو لیست طالب چارواکو ته سپارلی دی. اوس د طالبانو حکومت مسؤلیت لري چې د دوی هویت وڅیړي او دا معلومه کړي چې دوی افغانان دي که نه. جلالیان زیاته کړه چې ځینې بندیان جریمه شوي دي او طالب چارواکي باید په دې په اړه خپله پرېکړه وکړي.
هغه وویل: “موږ د افغان چارواکو د بیاکتنې پایلو ته په تمه یو. د ایران اسلامي جمهوریت حکومت او د عدلیې وزارت چمتو دي چې د افغان چارواکو ځواب ترلاسه کېدو سره سم د بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.”
جلالیان زیاته کړه چې د بندیانو انتقال به د ۲۰۰۶ کال تړون له مخې راتلونکی کال هم دوام ولري. هغه وویل: “زموږ هڅه دا ده چې د کال تر پایه د افغان بندیانو د انتقال دوه یا درې پړاوونه بشپړ کړو.”