• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا د سفارت شارژدافیر: د طالبانو نوی اقدام د ښځو د تعلیم له حق بله سرغړونه ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر د نجونو او ښځوه د طبي روزنیزو مرکزونو د تړلو له امله د طالبانو پر وروستي اقدام اندېښنه څرګنده کړه. رابرټ ډیکسن د طالبانو دا اقدام د ښځو د تعلیم له حق یوه بله سرغړونه ګڼلې، چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.

د طالبانو لپاره د بريتانيا د سفارت شارژدافير په اېکس پاڼه کې د طالبانو د مشر ملا هبت اللله د نوي فرمان په غبرګون کې ليکلي: "زه د نویو راپورونو په اړه ژوره اندیښمن یم چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د طبي زدکړو مخه نیسي. دا د ښځو د تعلیم پر حق یو بل تیری دی او د افغان میرمنو او ماشومانو لپاره به روغتیایی خدمات نور هم محدود کړي."

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه نوي فرمان کې د نجونو د لوړو او نیمه لوړو زدکړو ټولې موسسې بندې کړې .

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د روغتیايي بنسټونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې نور په دغو مرکزونو کې نجونې د زدکړو اجازه نه لري.

په تیرو درېو کلونو کې د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو له تړلو سره سره، دوی په روغتیایي موسسو کې زدکړو ته دوام ورکړ او د قابله ګۍ، درملو جوړولو، لابراتوار، ایکس ري، فزیوتراپي، نرسنګ او د غاښونو په برخو کې روزل کېدې.

اوس د روغتيايي زدکړو د موسسو په تړل کېدو سره به په افغانستان کې د نسايي ولادي او نرسانو د کمښت بحران لاپسې زيات شي.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې په پوهنتونونو کې پر زدکړو بندیز ولګاوه.

دا محدودیتونه په تدریجي ډول پراخ شول او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار منع کول هم پکې شامل دي.

سربېره پردې، میرمنې پارکونو ته له تللو، حمامونو، د ښکلا سالونونو او له محرم پرته سفر کولو منع شوې دي.

په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او یو شمېر هېوادونو دغه کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه، د بشریت ضد جنایت او د جنسیتي تبعیض یوه بېلګه بللې ده.

یو شمېر هېوادونو د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د هاګ محکمې ته راجع کړې، خو طالبانو په غبرګون کې د ښځو پر وړاندې بندیزونه زیات کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د کورمې استازي پاکستان کې د طالبانو له سفیر نه د پاکستاني طالبانو د کنټرول کولو غوښتنه کړې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د پاکستان ملي شورا کې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ استازی وايي، چې اسلام اباد کې یې د طالبانو له سفیر نه غوښتنه کړې، چې پاکستاني طالبان کنټرول کړي. حمید حسین د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سرداراحمد شکیب سره کتلي دي.

انجنیر حمید حسین له دې ناستې وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د طالبانو له سفیر سره یې د خرلاچي پر لاره او د میوو او سبزیو پر درېدلو موټرو خبرې کړې، چې باید لاره ور کړل شي او ستونزو ته یې رسیده ګي وشي.

نوموړي وویل چې ددوی په سیمه کې د پاکستان پوځ د جنګیالیو خلاف چې ده ورته د خوارج اصطلاح وکاروله، عملیات پیل کړي او د طالبانو حکومت باید پر ډیورنډ کرښه ددې جنګیالیو د تګ او راتګ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه « چونکې زمونږ حکومت د خوارجو خلاف عملیات پیل کړي نو دا چې موږ پر کرښه پراته یو، کیدای شي دوی دلته مداخلت وکړي یا موږ ته ستونزې جوړوي خوارج، دې سلسله کې ما ورنه وغوښتل چې د افغانستان له اړخه خوارج زموږ خواته مداخلت ونه کړي، نو سفیر وویل چې موږ کوښښ کوو چې زموږ له خوا هیڅ ډول مداخلت ونه شي».

حمید حسین له دې وړاندې د لیندۍ پر پنځمه په یوه لاریون کې وویل چې په کورمه ولسوالۍ کې روانې شخړې د شیعه او سني ترمنځ نه دي، بلکې په دې شخړو کې د پاکستان امنیتي ادارې ښکیلې دي.

حسین دا «حکومتي ترهګري» وبلله او ویې ویل چې خلک هرڅه ویني او یوازې ننداره نه کوي.

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو تر ۸۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ او په پاکستان کې ۵۶ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، تېره اونۍ د ماشومانو د فلج دوه نوې پېښې په اروزګان او هلمند ولایتونو او یوه پېښه په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو مياشتنۍ احصايې وړاندې کوي، تېر کال په افغانستان کې د پوليو شپږ او په پاکستان کې هم شپږ نورې پېښې ثبت شوې وې.

خو طالبان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې وروستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت په مرسته ۶۷ زره او ۷۵۲ افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شوی دی.

شاه محمود میاخېل ناکامورا تلینغونډه کې: ناکامورا پاکستاني طالبانو د پاکستان په اشاره وواژه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل د امریکا په میریلینډ ایالت کې د تتسیو ناکامورا په تلین غونډه کې وویل چې ناکامورا د پاکستاني طالبانو له خوا د پاکستان په اشاره وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې پر ناکامورا د برید اصلي طراح حاجي دوبۍ د جمهوري دولت له خوا په کابل کې وژل شوی و او د هغه بل ملګری د جمهوري دولت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ازاد شوی او دا مهال پېښور او ننګرهار ته تګ راتګ لري.

میاخېل وویل: "تر اوسه پورې دا خبره عامه ده چې د ناکامورا قاتلانو ته څه نه دي ویل شوي، مګر دا خبره نا درسته ده، مهم قاتل وژل شوی او دویم شخص د طالبانو ملګری دی".

یاده تلین غونډه چې د افغان هنرمند ارین خان له خوا جوړه شوې وه، پکې د یو شمېر سیاستوالو، لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون د ناکامورا مینه والو ګډون کړی و او د هغه د کړو کارونو ستاینه یې وکړه.

د پخواني جمهوري دولت د کابیني غړي جارالله منصوري په دغو مراسمو کې وویل چې ډاکتر ناکامورا په حقیقت کې افغانانو ته د ژوندانه د لارې پر ښودلو سربېره غوښتل چې وښيي څنګه ملتونه پر خپلو پښو دریږي، خو افغانانو له هغه زده کړه ونه کړه.

نوموړي وویل: " موږ بدبخته خلک یو چې خپل یو مېلمه خادم مو ونه شو ساتلی، موږ له بده مرغه هغه ملت یو چې خپل کور ته پخپله اور اچوو".

افغان هنرمند ارین خان په دې تلین غونډه کې ناکامورا (کاکا مراد) ته د هغه له خوا ویل شوی سرود هم ډالۍ کړ.

ډاکټر ټټسیو ناکامورا چې د افغانستان خلکو د "کاکامراد" په نوم هم پېژنده، یو جاپانی ډاکټر، بشري فعال او د سولې سفیر و.

هغه له ۱۹۸۴ کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او پرمختیایي پروژو پرمخ وړلو لپاره خپل ژوند وقف کړی و.

ناکامورا د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د کډوالو لپاره د درملنې په موخه کار پیل کړ، خو وروسته افغانستان ته لاړ، چیرې چې یې پر روغتیايي خدماتو سربېره، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړولو نوښتونه وکړل.

هغه د اوبو د وېش لپاره سیستمونه جوړ کړل، چې نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند یې ښه کړ، بلکې د وچکالۍ ځپلو سیمو زرغونولو کې یې هم مرسته وکړه.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار کې په یوه وسله وال هدفي برید کې ووژل شو.

ماډرن ډېپلوماسي: طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

ماډرن ډپلوماسي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت لا هم د نړیوالو لپاره د اندېښنې وړ دی. طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي، خو د افغانستان ثبات لا هم بې‌ثباته او نامعلوم پاتې دی.

د ترهګرۍ د بیا ژوندي کېدو، د نشه‌يي توکو د تولید، او د سیمه‌ییزو پیچلو اړیکو له امله، افغانستان او د سویلي اسیا سیمه له جدي ګواښ سره مخ ده.

اقتصادي ستونزې او د نشه‌يي توکو معضله

ماډرن ډپلوماسي په یوه تحلیل کې ویلي چې که څه هم طالبانو په رسمي توګه د کوکنارو کرل بند کړي دي، خو افغانستان لا هم د نشه‌يي توکو په نړیواله سوداګرۍ کې مرکزي رول لري. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې وروستی راپور څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین (کوکنار) تولید ۳۰ سلنه زیات شوی او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه لوړ شوی چې شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

سږکال په افغانستان کې ۴۳۳ټنه اپین تولید شوی، چې د طالبانو د بندیزژمنې پر اغېز جدي پوښتنې راپورته کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو موندنې رد کړې او "له حقیقي وضعیت څخه لرې" یې وبللې، خو هېڅ عملي شواهد یې وړاندې نه کړل.

سیمه‌ییزه ډیپلوماسي او ستراتیژیکې ګټې

طالبانو له مرکزي اسیا، چین، هند، روسیې، ایران او عربي هېوادونو سره په ډیپلوماسي کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. د دې هېوادونو لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه مذاکرات کوي، چې د کابل د ثبات لپاره د ستراتیژیکو ګټو څرګندونه کوي.

په استانه کې د CSTO پرو روسیې پوځي سیاسي سازمان وروستۍ سرمشریزې د افغانستان په خاوره کې د دریمګړو هېوادونو د پوځي اډو د ځای پر ځای کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د افغانانو د مرستې لپاره یې نړیواله ټولنه وهڅوله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو د واک لاندې د نسبي ثبات یادونه وکړه او د اړیکو د پراختیا هیله یې څرګنده کړه. په ورته وخت کې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره پر پوله د امنیت د ټینګښت هڅې وستایلې، سره له دې چې د طالبانو سره د دوشنبې اړیکې لا هم ستونزمنې دي.

چین په افغانستان کې خپل اقتصادي نفوذ زیاتوي او د سیمه‌ییزو شخړو د ډګر پر ځای یې د همکارۍ لپاره د یوه فرصت په توګه انځوروي. د چین ځانګړي استازي ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې د نفوذ زون جوړولو لټه نه کوي، خو د امریکا سیاستوال په پرله‌پسې ډول د چین د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د پاکستان پیچلې اړیکې

پاکستان د طالبانو یو مهم ملاتړی پاتې شوی، خو د دواړو ترمنځ اړیکې له ډیرو ستونزو ډکې دي. اسلام‌اباد شکایت کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بې‌ثباتي زیاته شوې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغه هېواد د حکومت ضد وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وویل چې طالبان د "ترهګریزو ډلو" پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنې نه مني. طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د پاکستان دننه امنیت ټینګول د هغه هېواد داخلي مساله ده.

سره له دې، د پاکستان اهمیت د طالبانو لپاره دومره زیات دی چې د اسلام‌اباد له ملاتړ پرته به د دوی کار ډېر ستونزمن وي. د طالبانو د مشرانو ډېری کورنۍ لا هم په پاکستان کې ژوند کوي او هلته سوداګریزې ګټې لري.

له پولو هاخوا د رادیکالیزم خپرېدل

د افغانستان بې‌ثباتۍ خپل اغېز د هند په اسام ایالت کې هم ښودلی. دا جغرافیا‌يي جلا شوې سیمه له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي بنسټپالنې له ستونزو سره مخ ده. په پاکستان پورې تړلو ډلو له خوا اوس په سیمه کې د امنیتي ستونزو د زیاتېدو هڅې کیږي.

نړیوالې او سیمه‌ییزې پایلې

طالبانو له ډېرو غیر لویدیځو هېوادونو غیر رسمي رسمیت ترلاسه کړې، چې د نړیوالو اړیکو په جوړښت کې د بدلون څرګندونه کوي. سره له دې چې لویدیز د افغان ستونزو په اړه بې‌پامه شوی، د یوریشیا غیر لویدیز هېوادونه په دې باور دي چې طالبان د افغانستان لپاره یو نه بدلېدونکې واقعیت دی.

په افغانستان کې راتلونکی د اقتصادي همکاریو او امنیتي ننګونو په یوه پیچلي انځور کې نغښتې دی. طالبان د نړیوالې ډیپلوماسۍ او داخلي حکومتدارۍ د توازن په هڅه کې دي، خو د افغانستان ثبات لا هم بې‌ثباته او نامعلوم پاتې دی.

طالبان: په بدخشان کې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج مخنیوي کوو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د پټرولېم او کانونو وزارت وايي چې ددې ډلې د پټرولېم او کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري بدخشان ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې په دغه ولایت کې به د کانونو قاچاق او غیر قانوني استخراج ته اجازه ور نه کړي. بدري وايي ټول شرکتونه دې له قانون سره سم ژر تر ژره تړون وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د پټرولېم او کانونو وزارت نن دوشنبه «د لړم۱۲مه» پر اېکس لیکلي چې هدایت الله بدري دا څرګندونې د دغه ولایت شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

بدري ددغه سفر پرمهال د شرکتونو له مسوولانو او ځايي خلکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په هیڅ صورت به د کانونو غیر قانوني استخراج ته اجازه ورنه کړي.

دغه طالب چارواکي شرکتونو سپارښتنه کړې، چې له قانون او طرزالعمل سره سم ژر تر ژره اجازه لیکونه واخلي او یا هم تړون وکړي.

د طالبانو د پټرولېم او کانونو وزیر په خپلو خبرو کې کان کیندونکو ته وویل چې دغه وزارت د کانونو د استخراج او مسلکي کولو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لازیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.

بدري خبرداری ورکړی چې د غير قانوني استخراج عاملانو سره به قانوني چلند وشي.

په دغه سفر کې بدري د خپلې ډلې له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان امان الدین منصور، د والي مرستیال امین الله طیب، امنیه قوماندان عزیزالله او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسوولانو سره کتلي دي.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات تر لاسه کړي ول، چې د طالبانو حکومت په بدخشان کې د سرو زرو او لاجوردو د دوو سترو کانونو د روان چور تالان د مخنیوي او د قرارداد په ورکړه چوپ پاتې دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو معتبرو سرچېنو ویلي و، چې د طالبانو حکومت له ډېرو هڅو سره ونه شوای کولی، چې له بدخشاني طالبانو څخه په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو او په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کانونو واک واخلي.

د افغانستان له دغو سترو کانونو ترلاسه شوې میلیونونه افغانۍ د بدخشاني طالبانو د مشرانو ترمنځ وېشل کیږي.