د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مالیې وزارت نن د شې شنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۲مه» په خپله پاڼه کې لیکلي چې د ددې ډلې مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین عبدالمتین سعید په مشرۍ د طالبانو د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل.
طالبان وايي په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې.
طالبان زیاتوي چې د دغې ډلې پلاوي له خپل لوري د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه یې د ترکمنستان وړاندیزونو سره هوکړه وکړ، چي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادښت له تبادله کولو وروسته به عملي شي.
د طالبانو مالیې وزارت د ترکمنستاني پلاوي په حواله وايی چې د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.
څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
طالبانو نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دغې پروژې پرانیسته کړې وه.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.
د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.
د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې