• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د سې شنبه په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او استخباراتو برخې د موټرو کاروان په نښه کړ، چې پایله کې یې د طالبانو ۵ تنه غړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

دغه جبهه وایي، دغو طالبانو د کابل په ۱۱مه ناحیه کې د نرسینګ او قابله ګۍ څانګو ښځینه محصلینې د خیرخانې ۱۰۲ بستره شفاخانې په لور د اېستلو په حال کې وو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې دغه عملیات یې د قلعه نجارا څلور لارې ته په غځېدلي سړک ترسره کړی او په وژل شویو کې د امر بالمعروف ادارې د مولوي مبشر په نوم یو مشر هم شامل دی.

دغې جبهې پر اېکس پاڼې یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په ویډیو کې لومړی د اور لمبه ښکاري او ورپسې بیا د چاودنې غږ اورېدل کېږي.

طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هبت الله د کابل چارواکي د طبي زده کړو د فرمان د وضاحت او ملاتړ لپاره کندهار ته غوښتي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د یو سکتوري وزارت مرستیال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د طالبانو مشر د ریاست الوزرا مرستیالان او وزیران د زده کړو په تړاو د خپلې وروستۍ پرېکړې د ملاتړ او وضاحت لپاره کندهار ته غوښتي.

سرچینه زیاتوي، ملا برادر د ملا هبت الله د وروستي فرمان په اړه نارضایتي ښودلې.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د طبي انسټیټیوټونو په تړاو د ملا هبت الله وروستۍ پرېکړې په کابل کې د وزیرانو او طالب مشرانو تر منځ موافق او مخالف نظرونه راپارولي دي، چې له امله یې نوموړی غواړي خپلو وزیرانو او چارواکو ته د دغې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

د طالبانو باخبرې سرچینې وايي چې د ملا هبت الله وروستۍ پرېکړه په کابل کې د دغې ډلې د وزیرانو لپاره حیرانوونکې وه.

سرچینه زیاتوي، چې ملا برادر خپله نارضایتي د طالبانو له مشر سره شریکه کړې او هغه پرېکړه کړې، چې ښايي په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

یاده سرچینه وايي، چې په دې غونډه کې به د سراج الدین حقاني په ګډون د امنیتي ادارو مشران، د لوړو زده کړو او پوهنې وزیران او ګڼ نور د سکتوري وزارتونو مشران برخه واخلي.

د سرچینې په خبره چې ملا یعقوب دا مهال کندهار ته رسېدلی او ټاکل شوې د سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس، د چارو ادارې مشر، عبدالحکیم حقاني او یو شمېر نور وزیران به سبا کندهار ته لاړ شي.

یاده سرچینه زیاتوي چې د عامې روغتیا د وزیر په ګډون یوه کوچنۍ ډله وزیران د ځمکې له لارې له کابل څخه کندهار ته نن ماښام روان شوي دي.

د اریانا - افغان هوايي شرکت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د کانونو د وزیر هدایت الله بدري په ګډون یو شمېر وزیران سبا سهار نهه بجې د اریانا - افغان هوايي شرکت په الوتکه کې د کندهار په طرف الوتنه لري.

د کابل هوايي ډګر یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو د چارو ادارې له خوا ورته ویل شوي، چې سبا نهه بجې یو شمېر وزیران پر وي ای پي لار کندهار ته الوتنه لري.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ملا هبت الله د طبي زده کړو په تړاو له پرېکړې وړاندې د لوړو زده کړو او پوهنې له وزیرانو سره مشوره کړې وه.

تازه ملا هبت الله په خپل یو فرمان کې په افغانستان کې د نجونو په نیمه عالي طبي زده کړو هم بندیز ولګاوه، چې دې پرېکړې په کور دننه او بېرون ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یو جګپوړی قوماندان په کونړ ولایت کې له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۰

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، د ټي ټي پي یو جګپوړی قوماندان عمر باجوړی له څلورو نورو وسله‌والو ملګرو سره په کونړ ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ناڅرګندو وسله‌والو عمر باجوړي او د هغه ملګري د کونړ ولایت په شېګل ولسوالۍ کې وژلي دي.

عمر باجوري پخوا د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ملکنډ سیمې مرستیال قوماندان و.

احسان‌الله احسان، چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند دی، په ټېلګرام کې د هغه وژل تایید کړي دي.

که څه هم هغه د پېښې د ځای دقیق جزییات نه دي وړاندې کړي، خو امنیتي سرچینې وایي چې شاهد عمر باجوړی له عدنان، خاکسار، طارق او یوه بل وسله‌وال سره یوځای د لړم په ۲۵مه په شېګل سیمه کې په یو هدفي برید کې وژل شوی دی.

د احسان‌الله احسان په وینا، عمر باجوړی د بګرام په زندان کې اته کاله بندي و. هغه د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته له زندانه خوشې شو.

شاهد عمر چې د حاجي رحیم په نوم هم پېژندل کېده، د مولوي فقیر محمد چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی مرستیال و، وراره و.

د پاکستان پوځ مخکې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې د افغانستان طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ اړیکې کړکېچنې شوې.

پاکستاني چارواکو څو ځلې ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان پناه ځایونه د افغانستان په خاوره کې دي.

اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي چې دې ټي ټي پي ته د افغانستان له خاورې د فعالیتونو اجازه ورنه کړي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو ستونزو مسوولیت پر طالبانو وا نه چوي.

د سویلي کوریا ولسمشر پوځي حکومت اعلان کړی خو پارلمان رد کړی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه. د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سه شنبې په ورځ د بیړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هیواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې، هغه ملت ته په ژوندۍ ټلویزیوني وینا کې وویل: "د شمالي کوریا د کمونیستي ځواکونو له ګواښونو د لیبرال سویلي کوریا د خوندیتوب او د حکومت ضد عناصرو د له منځه وړو لپاره، زه بیړنی پوځي حکومت اعلانوم. "

هغه د دغه هیواد پر اپوزیسیون تور ولګاوه چې د پارلمان په کنټرولولو، د حکومت په نسکورولو، له شمالي کوریا سره خواخوږۍ او د حکومت ضد فعالیتونو کې لاس لري.

خو له دغه اعلان څو ساعته وروسته، پارلمان د رد رایه ورکړه او د پارلمان رییس اعلان وکړ چې پوځي حکومت"باطل" دی او قانون جوړوونکي به د ولسواکۍ ساتنه وکړي.

د سویلي کوریا رسنۍ وايي، چې تېره شپه ولسمشر بیړنۍ غونډه کړې او له دې غونډې وروسته یې اعلان وکړ چې د نوموړي د استیضاح د هڅو له امله د هغه واک محدود شوی دی.

د جنوبي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی.

د سي اېن اېن د رپوټ له مخې، سپینې ماڼۍ د سویلي کوریا د وضعیت په غبرګون کې اعلان وکړ چې د دغه هیواد پرمختګونه له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند وویل: "د بایډن حکومت د سویلي کوریا له حکومت سره په اړیکه کې دی او وضعیت له نږدې څاري."

دا څلورم ځل دی چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل لا نافذیږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

په دې وروستیو کې د کوریا په ټاپو کې کړکېچ زیات شوی او شمالي کوریا او سویلي کوریا یو بل ته ګواښونه کوي.

استادانو ته د پکتیا پوهنتون د طالب رییس ګواښ: که ږیرې نه پرېږدئ نو محکمې ته مو معرفي کوو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د پکتیا پوهنتون طالب رییس ملا عبدالحکیم حمدي د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې که خپلې «ظاهرې بڼې په اسلامي شریعت برابرې نه کړي» محکمې ته به وپېژندل شي او یا دې خپلې دندې پرېږدي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د پکتیا پوهنتون د طالب رییس هغه غږیز پیغام تر لاسه کړی، چې پکې د پکتیا پوهنتون د استادانو په ګډون ټول دولتي کارکوونکي ګواښل کیږي او ورته ویل کېږي، چې په ولایتي اداري جلسه کې پرېکړه شوې چې سرغړوونکي به محکمې ته پېژندل کیږي.

نوموړی په دغه غږیز پیغام کې وايي: "ما خو مخکې هم درته ویلي وو چې ځان او سیرت د اسلامي شریعت په بڼه جوړ کړئ، خو نن په اداري جلسه کې دا قاطع پرېکړه وشوه چې که څوک دا پرېکړه نه مني امربالمعروف یې محکمې ته معرفي کوي".

ملا حمدي زیاتوي، چې که هر څوک دا پرېکړه نه مني خپلې دندې دې پرېږدي او دوی دې طالب مشرانو ته نه بدناموي.

هغه په دغه غږیز پیغام کې ویلي چې په نېږدې وخت کې به یو پلاوی پکتیا پوهنتون ته ورځي او ټول استادان او کارکوونکي به ګوري او ښايي ځینې کسان له دندو لرې کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په پوهنتوني چاپیریال کې ورته ګواښونه پېښیږي؛ بلکې له دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون له استادانو هم د امربالمعروف د محتسبینو له خوا ازموینه اخیستل شوې وه او د هغوی د ظاهري بڼې په اړه یې یو شمېر استادان ګواښلي هم وو.

طالبانو په پکتیا کې د کورمې جګړو د یوه افغان قوماندان ورور نیولی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د پکتیا ولایت استخباراتو دوه اونۍ وړاندې د تېر حکومت د محلي پولیسو د قوماندان پړوچکي منګل ورور نیولی. پړوچکي نن په یوه ویډیويي پیغام کې د کورمې د زینبیون ډلې قوماندان تهران توري او د انجمن حسینیه پخواني مشر عنایت علي توري ته ګواښ کړی چې پاړاچینار به ترې ونیسي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې جګړو له پیلیدو سره هممهاله طالبانو د محلي پولیسو ددغه پخواني قوماندان ورور کوګه منکل په خپل کور کې نیولی او په زندان کې یې ساتلی دی. د سرچینې په باور، « طالبان ویریږي چې نوموړی پخواني پولیس د سنیانو په ملاتړ د کورمې جګړې ته جذب نه کړي».

پړوچکی منګل د جمهوري نظام له سقوط وروسته په ننګرهار کې طالبانو نیولی و او وروسته د منګل قبیلي د مشرانو په منځګړتوب خوشی شو.

د محلي پولیسو دغه پخوانی قوماندان د طالبانو له بند نه تر خوشي کېدو وروسته ترې منګل ته لاړ او هلته یې د جماعت اسلامی له مخکښ غړي عید نظر فاروقي منګل سره پناه واخسته او وروسته د کورمې ولسوالۍ په فرقه یي شخړو کې ښکیل شو.

نوموړي نن سه شنبه ( لړم پر ۱۳مه) په یوه ویډیويي پیغام کې خپلو مخالفانو ته خبرداری ورکړی او د جګړې یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده.

سرچینه وايي، چې « ښايي طالبانو داسې وېره احساس کړې وي چې پړوچکی د شیعه وو خلاف د جلب او جذب چاره پرغاړه واخلي، له همدې امله یې د هغه ورور نیولی دی».

پړوچکی د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د جمهوري نظام پرمهال یې ګڼ شمیر طالبان وژلي وو.

د پړوچکي ویډیو پیغام داسې مهال خپریږي، چې د مفتي کفایت الله تر مشرۍ لاندې د پښتون قومي جرګې کمیټه د ښکیلو خواوو ترمنځ د دایمي اوربند ټینګولو په موخه کورمې ولسوالۍ ته تللې ده.