د پاکستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې شل اوره نړیوال جام وګاټه

نن د پاکستان د نابینایانو کرکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په ملتان کې په شل اوره نړیوال جام کې بنګله دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او دا جام یې خپل کړ.

نن د پاکستان د نابینایانو کرکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په ملتان کې په شل اوره نړیوال جام کې بنګله دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او دا جام یې خپل کړ.
بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د بنګله دېش ځواب کې پاکستان دغه هدف په ۱۰ اورونو او په څلورو توپونو سره پرته له کومې وېکټې له ورکړې ترلاسه کړ.
د پاکستان لپاره نثار علي په ۷۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او اوپنر توپ وهونکی محمد صفدر په ۴۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې شل اوره نړیوال جام د بریا مبارکی ورکړې ده.


په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د دوشنبې په ورځ د پخواني لومړي وزیر د مېرمنې بشرا بيبي او د تحریک انصاف ګوند د نږدې ۱۰۰ غړو د نیولو حکم کړی او دا یې ویلي، چې د دغو کسانو وثیقه به هم نه منل کېږي.
دغه حکم له هغې وروسته صادر شو، چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وروستي لاریون کې له پولیسو سره د اخ و ډب تر څنګ په اسلام اباد کې د درې ورځو لپاره خلکو ته ستونزې راولاړې شوې او ټول سړکونه او لارې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وې.
هغه نوملړ چې د ترهګرۍ ضد ادارې لهخوا خپور شوی، د خیبر پښتونخوا ایالت د سر وزیر علي امین ګنډاپور، د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب، د پارلمان د غړو هر یو خالد خورشید، شېر افضل مراد، عبداللطیف فیصل جاوید، علي ناصر، فتح ملک او د ایالتي وزیر ریاض خان نومونه یاد شوي دي.
په هغو لاریونو کې چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې پیل شوي و، پولیسو د تحریک انصاف ګوند د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو د نیولو پخلی کړی و او دا یې هم ویلي و، چې د څلورو پولیسو په ګدون شاوخوا لس تنه وژل شوي دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند بیا وايي، چې د دوی ۱۲ تنه پلویان په دغه اخ و ډب کې وژل شوي وو.
پولیسو د دغو اعتراضونو په تړاو د ۹۶ تورنو کسانو نوملړ محکمې ته سپارلی، چې په هغه کې د پخواني ولسمشر عارف علوي، د پارلمان د پخواني مشر اسد قیصر، د ځینو نورو مشرانو او د تحریک انصاف ګوند د ځینو نورو لوړپوړو کسانو نومونه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ او په پاکستان کې ۵۶ نورې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، تېره اونۍ د ماشومانو د فلج دوه نوې پېښې په اروزګان او هلمند ولایتونو او یوه پېښه په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو مياشتنۍ احصايې وړاندې کوي، تېر کال په افغانستان کې د پوليو شپږ او په پاکستان کې هم شپږ نورې پېښې ثبت شوې وې.
خو طالبان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په دې وروستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت په مرسته ۶۷ زره او ۷۵۲ افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شوی دی.

چمن کې پرلتوال د پاکستان له حکومت څخه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په پرېکړه کې د نرمښت او په خپله سیمه کې د ازاد کاروبار غوښتنه کوي. وايي، که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به د سپین بولدک ـ چمن لاره وتړي.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون د چمن پرلت والو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي؛ که د چمن پرلت والو غوښتنې ونه منل شي، دوی به پر دغه دروازه هر ډول ټرانزیټ بند کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان حکومت هر ځل د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو ژمنې کوي، خو بیا ژمنې نه عملي کوي.
پرلت والو ویلي، که د روانې ډیسمبر میاشتې تر څلورمې نېټې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه لګول شوي محدودیونه لرې نه شي، په دغه دروازه به هر ډول ټرانزیټ بند کړي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «که ډیسمبر تر څلورمې نېټې پورې زمونږ حقه غوښتنې ونه منل شوې نو بیا به بیا موږ پر خپل راتلونکي ګام پورته کولو لپاره هیڅ فکر کولو ته اړتیا نه لرو. او د سپین بولدک ـ چمن دروازه به په بشپړه توګه بنده وي د چمن سپین بولدک پرلت وال او ولسونه نور مجبوره دي چې دغه ډول ګام پورته کړي.»
دغه پرلت څه د پاسه یو کال راهیسې دوام لري، خو هر کله چې یادو پرلتوالو د خپلو غوښتونو او حق تر لاسه کولو په موخه کوم ګام پورته کړی، د ځايي امنیتي ځواکونو له لوري پرې برید شوی.
له تېر یوه کال راهیسې پر یادو پرلتوالو د چمن ځايي امنیتي ځواکونو نږدې درې ځلې بریدونه کړي، چې په پایله کې له درې څخه تر څلورو پرلتوال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
خو پرلتوال وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کیدو پریکړه ورته د منلو وړ نه ده.
پرلتوال وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه دروازه سوداګرۍ ته وده ورکول او د خپلو خلکو لپاره د باعزته کاروبار غوښتنه کوي.

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.
یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.
په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.
د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.
په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، چې پاکستان کې یوازې په تېره نومبر میاشت کې ۲۴۵ تنه وژل شوي او ۲۵۷ نور ټپیان شوي. دغه مرکز وايي په وژل شويو کې ۵۰ ملکي وګړي، ۶۸ امنیتي ځواکونه او ۱۲۷ وسله وال وژل شوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ تېره ورځ یکشنبه د (لیندۍ ۱۱مه) ناوخته په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ويلي، چې پاکستان کې یوازې په تېره نومبر میاشت کې ۲۴۵ تنه وژل شوي او ۲۵۷ نور ټپیان شوي.
دغه انسټیټیوټ په خپل راپور کې ویلي، چې د جګړو او چاودنو له امله ۱۱۹ ملکي وکړي، ۱۰۴ امنیتي ځواکونه او ۳۴ وسله وال ټپیان شوي هم دي.
د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په نومبر میاشت کې د ۲۰ وسله والو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکړی، چېوسله والو ډلو د يوې مياشتې په ترڅ کې د ١١ حکومتي کسانو د تښتولو مسووليت منلى دى.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، چې د ټولو تلفاتو له جملې څخه ۱۳۱ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، چې د هغوی له جملې څخه ۵۴ امنیتي ځواکونه شامل دي چې بیا۲۷ وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په دغو ترهګریزو بريدونو کې ٢٢٠ کسان ټپيان شوي چې ١١٩ ملکيان، ٩٥ امنيتي ځواکونه او شپږ وسله وال دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وړاندې وايي، چې پاکستان کې د وسله والو په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی،او په خبره یې چېپه اکتوبر میاشت کې ۶۸بریدونه شوي وو، چې په نومبر کې یې شمېر۷۱ ته لوړ شوی.
راپور زیاتوي چېد دغو بریدونو ډیره برخه په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي چې د ټولو ۷۱ بریدونو له ډلې یوازې۵۰هغه یې په دغې صوبه کې شوي او په پایله کې یې ۷۱ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په کورمه کېد سني او شیعه قبایلو تر منځ په وروستيو نښتو کې د دواړو لوریو تر ۱۲۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې وسله والو د زرو شاوخوا بریدونه کړي چې په ۲۰۲۳ کال کې د بریدونو شمېر ۶۴۵ ښودل شوی او دا ښيي چې پاکستان د امنیتي ننګونو تر ټولو ترینګلی وضعیت تجربه کوي.
پاکستان کې د پوځ او حکومت چارواکي تل دا ادعا کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه هیواد کې ناامني تر پخوا ډېره شوې او لامل یې هم د ټي تي پي وسله واله ډله بولي چې وايي دا مهال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.