• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنیز انسټیڼیوت: د قوش تېپې کانال ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمولی شي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د هند د دفاعي څېړنو او شننو د انسټیڼوت د موندنو پر بنسټ یوه رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې د قوش تېپې کانال بشپړېدو سره به ګاونډیو هېوادونو ته د اوبو کچه یو پر پنځمه کمه شي. ترکمنستان او ازبکستان پر امو سیند د خپل انحصار له امله د دغې پروژې د بشپړېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هند څیړنیز انستیتوت په خپل نوي راپور کې لیکلي چې "د «د قوش تېپې» ننګونې خورا جدي دي، په داسې حال کې چې هېوادونه له قطعیت کار نه اخلي."

دغه راپور چې د بي بي سي نړيوال سرویس له خوا خپور شوی، د دغې پروژې د جوړولو د سرعت په اړه اندېښنې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دومره سترې پروژې د پلي کولو لپاره د کافي متخصصینو په اړه شکونه په ګوته کوي.

"له سرحدونو پرته سیندونه" په نوم د چاپیریال سازمان هم د سپوږمکۍ عکسونو پ تحلیلولو سره راپور ورکړی چې داسې ښکاري چې کانال پام وړ لیک شوی دی.

خو د دې پروژې مشر انجنير ذبيح الله اميري د امو سيند د کانال د اوبو د زيات مصرف په اړه اندېښنې بې بنسټه ګڼي.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ کولی شو ووایو چې دا کومه لویه ستونزه نه ده او دا به په نورو سیمو کې د اوبو د سرچینو په ثبات اغیز ونه کړي."

د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنه کولو په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.

د افغانستان مخکني حکومت د دې پروژې د څنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو طالبانو اوس په ویاړ سره دا خپلو لومړیتوبونو کې بللې او هیله لري چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.

د طالبانو د اټکل له مخې، د دغې پروژې پر جوړولو څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي او له بشپړېدو سره به یې د افغانستان د درېیو شمالي ولایتونو د اړتیا وړ تازه خوږې اوبه برابرې شي.

راپور زیاتوي، چې د اقلیمي بدلونونو او وروستیو وچکالیو له امله یې د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

طالبان وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به پنځه زره کیلومتره وچه ځمکه په حاصلخیزه ځمکه بدله شي.

دا ډله ادعا کوي چې دا اقدام کولی شي د سلګونو زرو خلکو د خوړو خوندیتوب او ژوند ښه کړي.

یوه کروندګر عبدالمبین د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل، که څه هم د کانال کار بشپړ شوی نه دی، خو د ځمکې له لارې د اوبو د را ایستلو له امله د کرنې لپاره کافي ځمکې خړوبېږي.

هغه وايي: "زه غواړم دلته د خپلې کورنۍ لپاره یو کور جوړ کړم، ځکه چې موږ به اوبه ولرو او په دې ځمکه کې به هر هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو و به یې کرو، د رومي څخه تر میوو او حتی د غوړو تخمونو پورې."

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰
د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وايي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان کې ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي. هغه وړاندې وايي، چې دا مهال په هیواد کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۵ کال د اټکلونو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله شپږم هېواد و، خو وايي اوس داسې انګېرل کیږي چې د څو کلونو په تېریدو سره یې د زیان کچه نوره هم لوړه شوې ده.

خالص د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د ګرمۍ د درجې د لوړېدو له امله ۱۸۱ یلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د اقلیم بدلون له امله هر کال د کرنې سکتور ته ۲۸۰ میلونه ډالره زیان رسیږي.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د وچکالۍ له امله ۲،۵ میلیونه کسان بېځایه شوي او همدارنګه د سېلابونو له امله هر کال ۷۵۰ کسان مړه کیږي او ۳۰۰ میلیونه زیربیناوي ویجاړیږي.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو لسو کلو کې یو لک او څلور زره هیکټاره کرنیزې ځمکې او ۴۶ زره هیکټاره باغونه له منځه تللي دي. او همدارنګه په تېرو لسو کلو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۰ زره ډیرو کورونه زیانمن شوي دي.

ښاغلی خالص وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، د هېواد د نورو سیمو په پرتله د افغانستان سوېل لویدیځ او شمالي تر ډیره د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوي دي.

نوموړی له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره دې د اقلیمي بدلون په برخه کې سیاسي چلند نه کوي.

همدارنګه ښاغلی خالص زیاتوي، چې د اقلیم د بدلون مخینې ته په کتو د نړۍوالو بیړنۍ بشري مرستې بسنه نه کوي، نړۍوال باید بنیادي مرستې وکړي.

دا هغه شمېرې دي چې تر اوسه پورې په کور دننه او بهر نړۍوالو سازمانونو نه دي تایید کړې.

د اندونیزیا ژغورونکي په سوماترا کې د ځمکې ښویدنې وروسته د لادرکه کسانو په لټه کې دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰
د اندونیزیا ژغورونکي په سوماترا کې د ځمکې ښویدنې وروسته د لادرکه کسانو په لټه کې دي
100%

اندونیزیایي ژغورونکو د جمعې په ورځ په شمالي سوماترا ولایت کې په درې موټرو او بسونو کې د سپړو هغو کسانو په لټه کې دي چې د جمعې په ورځ د سختو سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله له په خټو کې بند پاتې دي. دغې ځمکۍ ښویدنې او سیلابونو پایله کې لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي.

د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په سوماترا ولایت کې د تېرې اونۍ سخت بارانونه په څلورو بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل شوي دي.

د شمالي سوماترا د پولیسو ویاند هادي وحیدي د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ په یوه غرنۍ سیمه کې په یو سړک د ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر له اوو څخه نهو ته لوړ شوی دی.

لږ تر لږه پنځه موټر، یو بس او یوه لارۍ د ځمکې ښویدنې وروسته د یوې غونډۍ په څنډه بند پاتې دي.

هادي وویل: "موږ لا هم نه پوهیږو چې څومره کسان لا هم بند پاتې دي."

په نورو ولسوالیو کې، د اونۍ په پای کې د ځمکې ښویدنې له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ژغورونکي به د شنبې تر ورځې پورې د دوو ورک شویو کسانو لټون کوي.

د اندونیزیا د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړي، چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې د شدیدو بارانونو اټکل کیږي.

د واورې ورېدو له امله سالنګ لار وتړل شوه

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰
د واورې ورېدو له امله سالنګ لار وتړل شوه
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي، د واورې ورېدو، توپان، او ځاني او مالي زیان د مخنیوي لپاره پر سالنګ لویه لار تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول موټرو چلښت بند شو.

سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره تړي، چې له سختو لوړو غرنیو لارو تېرېږي.

خو له پرون راهیسې پر سالنګ سربېره د افغانستان مختلفو ولایتونو کې واوره پیل شوې ده.

د طالبانو د تولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ملي رادیو تلوېزون ته ویلي، چې د همدې واورې له امله به دا لار تړلې وي.

د نوموړي په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي د هوا ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته پرانیځي.

نږدې پنځلس ورځې مخکې هم دا لار د واورې ورېدو له امله تړل شوې وه.

د فوربز مجله: چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل وسیله شي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۷ GMT+۰
د فوربز مجله: چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل وسیله شي
100%

فوربز مجلې په باکو کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې د طالبانو ګډون ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ د لنډمهاله تعامل سبب شي.

دغې مجلې لیکلي، اذربایحان د هند او چین په ملاتړ طالبان د اقلیمي بدلون غونډې ته وروبلل.

دغې مجلې په ټینګار سره دا هم لیکلي، چې دغه تعامل باید د طالبانو په سیاستونو کې د ټولنیزو بدلونونو سبب هم شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له هغې وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د اقلیمي بدلون غونډې ته بلل کېږي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ناسته کې باکو ته تللی و.

د فوربز مجلې په مطلب کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د پلاوي ټول تمرکز په دغې ناسته کې د ملګرو ملتونو څخه د نویو او پرمختللو وسایلو تر لاسه کول و.

په مطلب کې دا هم راغلي، چې د افغانستان لپاره د زرغون اقلیم له صندوق څخه یو شمېر پروژې یو ځلې بیا افغانستان ته په واک کې ورکړل شي.

په مطلب کې راغلي، چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې یو له ځپل شویو هېوادونو څخه دی او د ګڼو چاپېریالي ستونزو او وحشي ځناورو د ورکېدو له هغې ډلې د واورین پړانګ د ورکېدو سره مخامخ هېواد دی.

د افغانستان لېتیوم او په دې برخه کې د چینايي کمپنیو لېوالتیا

فلزي لېتیوم چې په افغانستان کې ډېر پیدا کېږي، یو له هغو ارزښتناکو سرچېنو څخه دي او د هغو بټریو په جوړولو کې ډېر کارېدونکي دي چې د زرغونې تګلارې په پلي کولو کې زیات ارزښتناک دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال په وري میاشت کې ویلي و، چې د «ګوتیون» په نامه چینايي کمپنۍ غواړي د افغانستان د لېتیم په کانونو کې لس مېلیارده ډالر پانګونه وکړي.

فوربز مجلې په خپل مطلب کې د مېشیګان نیوز سورز په حواله لیکلي، ګوتیون هغه کمپنۍ ده چې د برېښنايي موټرو د بټریو د جوړولو لپاره یې د ۲.۳۶ مېلیارده ډالرو په ارزښت د یوې کارخونې د جوړولو تکل کړی، دغه کمپنۍ د مېشیګان ایالت سره نږدې ده او د دغه ایالت د قانون جوړونکو تر څار لاندې هم ده.

فوربز لیکلي، چې د دغې کارخونې اومه توکي به له افغانستانه تر لاسه کېږي.

دغې مجلې لیکلي، چې د طالبانو له هغو سیاستونو څخه چې د ښځو پر ضد یې پلي کوي او له بشري حقونو سرغړونې کوي، نړۍوال یې سخت خوابدي کړي دي؛ خو وايي نړۍ نه شي کولای چې د چاپېریالي ننګونو سره، سره د افغانستان خلک یواځې پرېږدي.

د مجلې په دغه مطلب کې لیکل شوي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې له طالبانو سره تعامل، کولای شي د هغه ډاډ تر لاسه کولو لپاره یو لاره هواره کړي چې لږ تر لږه په چاپېریالي برخو کې شته اندېښنې راکمولای شي.

کانګو کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۰
کانګو کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي
100%

ځایي چارواکي وايي، چې د کانګو په ختیځ ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لږترلږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د جمعې په ورځ ناوخته د سختو بارانونو له امله ځمکه وښویده او څو کورنه یې لاندې کړل.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د سیمې یو چارواکي توماس بیکینګا د شنبې په ورځ د ټلیفون له لارې وویل، چې د کانګو د سویلي کیوو ولایت د کابلو کلي یو اوسیدونکي د ځمکې ښویدنې له امله خپله میرمن او اوه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

بیکینګا وویل، چې یو ماشوم هم په بلې سیمې کې مړ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې ښایې د مړو شمېر زیات شي ځکه چې د ورکو کسانو لټون پیل شوی دی.

د مدني ټولنې یوې ځايي ډلې ویلي، چې ځمکې ښویدنې ۷ کورونه لاندې کړي او ۳۱ نور یې زیانمن کړي، چې له امله یې د مړو شمېر لس تنو ته رسیدلی دی.