ایران طالبانو ته د ۵۰۰ افغان بندیانو د لېږد نوملړ سپارلی

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال، عسکر جلالیان، د افغان بندیانو د لېږد لپاره خپل پلان اعلان کړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو اوږدمهاله تړون له مخې ترسره کیږي. جلالیان څرګنده کړه چې ایران کې له ۸،۰۰۰ ډېر بهرني بندیان شته چې ډېری یې افغانان دي.